Yousafzai

MAJOR PROPHETS

Ezekiel 33

د حزقى‌ايل د بنى اِسرائيلو محافظ مقررېدل

۱د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو، ۲”اے بنى آدمه د خپلو خلقو سره خبرې وکړه او هغوئ ته ووايه، کله چې زۀ د يو مُلک خلاف جنګ شروع کړم، نو د هغه مُلک خلق د خپلو خلقو نه يو سړے غوره کړى چې د هغوئ محافظ وى. ۳کۀ محافظ وګورى چې دشمن د هغه مُلک خلاف راروان دے نو هغه به بيګل وغږوى چې خلقو له خبردارے ورکړى. ۴نو بيا چې څوک د بيګل آواز واورى او هغې ته توجو ورنۀ کړى او جنګ او تُوره راشى او د هغۀ ژوند ختم کړى نو خون به يې په خپله غاړه وى. ۵ځکه چې هغۀ د کله نه چې د بيګل آواز واورېدو او توجو يې ورنۀ کړه، نو خون يې په خپله غاړه دے. کۀ چرې هغۀ خبردارى ته توجو ورکړې وه، نو هغۀ به خپل ځان بچ کړے وو. ۶خو کۀ محافظ دشمن وګورى چې راروان دے او بيګل ونۀ غږوى چې خلقو له خبردارے ورکړى او دشمن راشى او کۀ د يو سړى ژوند ختم کړى، نو هغه سړے خو به د خپلې ګناه په وجه مړ شى، خو زۀ به محافظ د هغۀ د مرګ ذمه وار وګرځوم. ۷اے بنى آدمه، ما تۀ د بنى اِسرائيلو د قوم دپاره محافظ جوړ کړې، نو بيا هغه خبرې واوره کومې چې زۀ تا ته کوم نو زما د خوا نه تۀ هغوئ ته خبردارے ورکړه. ۸کله چې زۀ يو بدعمله ته ووايم، ”اے بدعمله، تۀ به په حقيقت کښې مړ شې،“ او تۀ د هغوئ سره خبرې ونۀ کړې چې هغوئ د خپلو عملونو نه واوړى، نو هغه بدعمله به د خپلو ګناهونو په وجه مړ شى، او زۀ به تا د هغۀ د مرګ ذمه وار کړم. ۹خو کۀ تۀ يو بدعمله سړى له خبردارے ورکړې چې خپلې غلطې طريقې پرېږدى او هغه داسې ونۀ کړى، هغه به د خپلو ګناهونو په وجه مړ شى، خو تا خپل ځان د هغۀ د خون د ذمه وارۍ نه بچ کړو.“

د محافظ پېغام

۱۰”اے بنى آدمه، د بنى اِسرائيلو قوم ته ووايه، تاسو داسې وايئ چې، زمونږ جرمونو او ګناهونو مونږ لاندې کړى يُو، او مونږ د هغوئ په وجه سخا او تباه شوى يُو، نو مونږ به څنګه ژوندى پاتې شُو؟ ۱۱هغوئ ته ووايه چې، زما دې په خپل ذات قسم وى، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، زۀ د بدعمله په مرګ هيڅ نۀ خوشحالېږم، بلکې په دې خوشحالېږم چې هغه ټول غلط کارونه پرېږدى او ژوندے پاتې شى. راوګرځئ، د خپلو بدو لارو نه راوګرځئ. اے بنى اِسرائيلو، نو بيا ولې تاسو مړۀ کېدل غواړئ څۀ؟ ۱۲اے بنى آدمه، خپل د مُلک خلقو ته ووايه، د صادق انسان صداقت به هغه بچ نۀ کړى کۀ هغه نافرمانى کوى، او د بدعمله انسان بدعملى به هغه د مرګ کندې ته ونۀ غورزوى کۀ هغه دا پرېږدى. کۀ چرې يو صادق سړے ګناهونه وکړى، نو هغه به د خپل پخوانى صداقت په وجه بچ نۀ شى. ۱۳کۀ چرې زۀ يو صادق انسان ته ووايم چې تۀ به يقيناً ژوندے پاتې شې، خو هغه بيا په خپل صداقت اعتماد وکړى او بد کارونه شروع کړى، نو زۀ به د دۀ يو ښۀ عمل هم ياد نۀ کړم، کوم چې هغۀ پخوا کړى دى، هغه به د هغه بدو کارونو په وجه چې کوم هغۀ کړى دى، مړ شى. ۱۴او فرض کړئ کۀ چرې زۀ يو بدعمله ته ووايم چې تۀ به يقيناً مړ شې، نو کېدے شى چې هغه په دې اورېدو سره د خپلو ګناهونو نه توبه وکړى او هغه کارونه شروع کړى کوم چې د اِنصاف او صحيح دى، ۱۵لکه مثال په طور هغه خپل ضمانت واپس کړى کوم چې هغۀ د خلقو نه اخستے وى، او هر هغه څۀ واپس کړى کوم چې هغۀ پټ کړى وى، او زما په ژوند ورکونکى شريعت عمل وکړى او نور د بدۍ نه مخ واړوى، نو يقيناً هغه به ژوندے پاتې شى، مړ به نۀ شى. ۱۶يوه ګناه به هم کومه چې هغۀ کړى وى د هغۀ خلاف نۀ حسابيږى. ځکه چې هغۀ هغه څۀ وکړل څۀ چې ښۀ او نېک دى، هغه به يقيناً ژوندے پاتې شى. ۱۷خو بيا هم ستا د مُلک خلق وائى چې، د مالِک خُدائ طريقې بې‌اِنصافه دى. خو دا هم دوئ دى چې د هغوئ طريقې بې‌اِنصافه دى. ۱۸کۀ يو صادق انسان خپل صداقت پرېږدى او بدعملى شروع کړى، هغه به د دې کار په وجه مړ شى. ۱۹او کۀ چرې يو بدکاره د خپلې بدکارۍ نه واوړى او هغه څۀ وکړى چې کوم نېک او صحيح دى، نو په داسې کولو سره به هغه خپل ژوند بچ کړى. ۲۰خو اے د اِسرائيل قومه، تاسو وايئ چې، د مالِک خُدائ طريقې د اِنصاف نۀ دى. خو زۀ به ستاسو د هر يو عدالت ستاسو د عملونو او طريقو په مطابق وکړم.“

د يروشلم د تباه کېدو خبر

۲۱زمونږ د جلاوطنۍ په دولسم کال، د لسمې مياشتې په پينځمه ورځ، يو سړے څوک چې د يروشلم نه راتښتېدلے وو ما له راغلو او وې وئيل، ”هغه ښار راوغورزېدلو.“ ۲۲د هغه کس د راتلو نه يو ماښام وړاندې، د مالِک خُدائ لاس په ما باندې وو، هغۀ زما خولۀ په سحر کښې د هغه سړى د راتلو نه وړاندې پرانستله. نو بيا زما خولۀ پرانستلے شوې وه او زۀ نور چپ نۀ شوم پاتې کېدے.

د خلقو ګناهونه

۲۳نو بيا د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو چې، ۲۴”اے بنى آدمه، کوم خلق چې د بنى اِسرائيلو په مُلک کښې په دې شاړو او کنډراتو کښې اوسيږى نو هغوئ وائى چې، اِبراهيم صرف يو سړے وو، خو بيا هم هغۀ دا زمکه حاصله کړه. بلکې مونږ ډېر يُو، په يقين سره مونږ ته دا زمکه لکه زمونږ د خپل ملکيت په شان راکړے شوې وه. ۲۵نو دې خلقو ته ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، تاسو د وينو نه ډکې غوښې خورئ، او د معبودانو عبادت کوئ، او وينه تويوئ، نو تاسو په داسې کولو سره خپل ځان د دې زمکې حقدار ګڼئ څۀ؟ ۲۶اے قاتلانو، بُت پرستانو، حرام کارو، آيا تاسو د دې زمکې د وراثت قابل يئ څۀ؟ ۲۷نو هغوئ ته دا ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، زما دې په خپل ذات قسم وى، هغه څوک چې په دې کنډراتو کښې پاتې کيږى هغوئ به په تُوره مړۀ شى، او څوک چې په دشتو او ميرو کښې بهر اوسيږى هغوئ به ځناورو ته حواله کړم چې وې خورى، او څوک چې په قلعه ګانو او غارونو کښې دى په وبا به مړۀ شى. ۲۸زۀ به د دې مُلک نه صحرا او بيابان جوړ کړم، او د هغۀ مغرورانه طاقت به ختم کړم، او د بنى اِسرائيلو غرونه به په شاړو بدل کړم چې هيڅ څوک هم په هغې تېرېدے نۀ شى. ۲۹د هغوئ د حرامو کارونو په وجه چې کوم هغوئ کړى دى زۀ به دا مُلک په صحرا بدلوم نو بيا به هغوئ په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“

د حزقى‌ايل د پېغام نتيجه

۳۰مالِک خُدائ وفرمائيل چې، ”اے بنى آدمه، ترڅو چې ستا خبره ده، ستا د مُلک خلق د خپلو کورونو د دېوالونو خوا کښې او په دروازو کښې ودريږى او ستا په حقله يو بل ته وائى، راځئ چې د هغۀ پېغام واورو کوم چې هغۀ ته د مالِک خُدائ نه مِلاو شوے دے. ۳۱زما خلق به تا له راشى، لکه څنګه چې هغوئ همېشه راځى، او ستا په وړاندې به کښېنى چې ستا خبرو ته غوږ ونيسى، خو هغوئ په دې عمل نۀ کوى. په خپله خولۀ هغوئ د عېش عشرت خبرې کوى، او زړونه يې هم د لالچ نه ډک دى. ۳۲په حقيقت کښې تۀ د هغوئ دپاره د يو داسې موسيقار په شان يې چې په خوږ آواز سره د مينې سندرې وائى او يا ښۀ ساز غږوى. نو هم داسې هغوئ ستا خبرې اورى خو عمل پرې نۀ کوى. ۳۳هرکله چې دا هر څۀ رښتيا شى، او يقيناً داسې به وشى، نو بيا به هغوئ په دې باندې پوهه شى چې يو نبى د هغوئ په مينځ کښې اوسېدو.“