Yousafzai

MAJOR PROPHETS

Jeremiah 15

د يهوداه د خلقو خراب اَنجام

۱بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”کۀ چرې موسىٰ او سموئيل هم دلته ودرېدلى وے او ما ته يې د دې خلقو په حقله مِنت زارى کړے وے، نو زما زړۀ به دوئ ته مائل شوے نۀ وو. هغوئ زما د حضور نه وشړه، او پرېږده چې ځى. ۲او کۀ چرې هغوئ ستا نه تپوس وکړى چې مونږ چرته لاړ شُو؟ هغوئ ته ووايه، چې مالِک خُدائ داسې فرمائى، د کومو خلقو په نصيب کښې چې په وبا مړۀ کېدل دى هغوئ دې په وبا مړۀ شى، د چا په نصيب کښې چې په جنګ کښې مړۀ کېدل دى هغوئ دې په جنګ مړۀ شى، د چا په نصيب کښې چې په لوږه مړۀ کېدل دى هغوئ دې په لوږه مړۀ شى، او د چا په نصيب کښې چې جلاوطنى ده هغه دې جلاوطن کړے شى. ۳مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ به څلور قسمه تباه کوونکى ورولېږم. تُوره د هغوئ د وژلو دپاره، سپى چې د هغوئ لاشونه راکاږى، ټپوسان چې هغوئ تېر کړى او ځنګلى ځناور چې هغوئ ختم کړى. ۴د يهوداه بادشاه منسى د حزقياه د زوئ په وجه چا چې بد کارونه په يروشلم کښې کړى وُو، زۀ به خپل خلق د دُنيا بادشاهانو دپاره د يرې يو مثال جوړ کړم. ۵اے يروشلمه څوک به په تاسو رحم وکړى؟ او څوک به په تاسو وير وکړى؟ ستاسو داسې همدرد نشته چې ستاسو تپوس له راشى. ۶مالِک خُدائ فرمائى چې، تاسو زۀ رد کړے يم، او بار بار مو ما ته شا کړې ده. نو اوس به زۀ خپل لاس ستاسو د بربادۍ دپاره دراوږد کړم، نو په تاسو زۀ نور رحم نۀ شم کولے. ۷زۀ به تاسو، ستاسو د ښارونو په دروازو کښې داسې د يو بل نه جدا کړم لکه څنګه چې غنم او بوس جدا کولے شى. او تاسو نه به ستاسو بچى واخلم کوم چې په تاسو ډېر ګران دى. زۀ به خپل قوم تباه کړم، ځکه چې هغوئ د خپلو خرابو طريقو پرېښودو نه اِنکار کړے دے. ۸ستاسو په مُلک کښې به کونډې د سمندر په غاړه د شګو نه هم ډيرې وى. په نيمه ورځ به زۀ د ځوانانو په ميندو باندې تباهى راولم. او ناګهانه به په دوئ پرېشانى او دهشت راولم. ۹د اوو بچو مور د غم نه بې‌هوشه پرته ده او ساه نۀ شى اخستلے، د هغې د بچو د ژوند رڼا ختمه شوه. هغه رسوا او شرمنده شوې ده. په هغوئ کښې چې څوک پاتې دى هغه به زۀ د دشمنانو په تُوره مړۀ کړم. دا د مالِک خُدائ وينا ده.“

د يرمياه مالِک خُدائ ته شکايت کول

۱۰نو ما بيا ووئيل چې، کاش چې زۀ د مور نه پېدا شوے هم نۀ وے. زۀ چې چرته هم ځم نو هلته خلق زما مخالف دى او جنګ راسره کوى. نۀ مې چا ته قرض ورکړے دے او نۀ مې د چا نه قرض اخستے دے، خو بيا هم دوئ ټول په ما لعنت وائى. ۱۱مالِک خُدائ فرمائى چې، ”په يقين سره به زۀ ستا ښۀ مقصد دپاره خيال وساتم، يرمياه. او په يقين سره ستا دشمنان به ستا نه دا وغواړى چې تۀ د تکليف او مصيبت په وخت کښې د هغوئ دپاره ما ته سوال زارى وکړې. ۱۲آيا څوک هغه د اوسپنې او د پيتلو نه جوړ شوے سيخ ماتولے شى کوم چې د شمال د خوا نه راځى؟ ۱۳زۀ به ستاسو مال دولت او خزانې مفتې دشمنانو ته د لوټ کولو دپاره حواله کړم، ځکه دا ستاسو د هغه ګناهونو په وجه چې تاسو په ټول مُلک کښې کړې دى. ۱۴زۀ به تاسو د دشمنانو په لاس يو داسې مُلک ته په غلامۍ ولېږم چې تاسو ته د هغې هيڅ پته نۀ وى. ځکه چې زما غصه د اور په شان رابله شوې ده او دا به د تل دپاره بليږى.“ ۱۵بيا ما ووئيل چې، ”اے مالِکه خُدايه، تا ته د هر څۀ پته ده، څۀ چې ما سره کيږى. نو راشه او زما مدد وکړه. زما د دشمنانو نه بدل واخله او هغوئ ته دومره صبر مۀ کوه چې زما د وژلو موقع ورته مِلاو شى. ګوره خو ما په خپل ځان دا ټوله بې‌عزتى ستا د خاطره تېره کړې ده. ۱۶اے مالِکه، ربُ الافواجه خُدايه، هرکله به چې ستا کلام په ما نازل شو، نو هغه ما وخوړلو، هغۀ ما ته او زما زړۀ ته خوشحالى راکړه، ځکه چې ما پورې ستا نوم تړلے شوے دے. ۱۷زۀ د هغه خلقو سره شامل نۀ شوم چې خندا او خوشحالى به يې کوله. زۀ ځان ته کښېناستم ځکه چې ستا لاس په ما وو. او د هغوئ د ګناهونو په وجه زما قهر راوچت شو. ۱۸زما درد ولې نۀ ختميږى؟ او زما زخمونه ولې لا علاجه دى او نۀ رغيږى؟ ستا مدد زما دپاره داسې نا باوره شو لکه موسمى لختى، لکه د هغه چينې په شان چې اوچه شوې وى.“ ۱۹نو مالِک خُدائ په جواب کښې ما ته وفرمائيل، ”کۀ تۀ واپس راشې، نو زۀ به تا له بيا خپل مقام درکړم چې تۀ زما خِدمت وکړې. کۀ تۀ د بې‌مطلبه خبرو په ځائ زما قيمتى کلام بيان کړې، نو تۀ به زما پېغمبر يې. دا خلق دې ضرور تا له راشى بلکې تۀ د هغوئ په شان مۀ جوړېږه. ۲۰مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ به تا د دې خلقو په وړاندې د پيتلو قوى دېوال جوړ کړم. هغوئ به ستا خِلاف جنګ کوى، خو هغوئ به تا له شکست نۀ شى درکولے، ځکه چې زۀ تا سره يم چې تا وساتم او خلاصون درکړم. ۲۱زۀ به تا د شريرانو د لاسونو نه وساتم، او د ظالمانو د زور او لاسونو نه به درله خلاصون درکړم.“