Yousafzai
WISDOM & POETRY

Psalm 61

د موسيقۍ د مشر دپاره: د حضرت داؤد يو زبور چې د رباب سره غږولے شى

د حفاظت دپاره د خُدائ پاک نه دُعا

۱اے پاکه خُدايه، زما سوال زارى واوره،

او زما دُعا ته غوږ ونيسه.

۲د دُنيا د آخر نه تا ته نعرې وهم،

کله چې زړۀ زما بې‌حاله شى.

اوچت ګټ ته مې بوځه او ما ته هلته پناه راکړه.

۳ځکه چې تۀ زما مضبوط برج او پناه ګاه يې،

چرته چې د دشمن نه په امان کښې يم.

۴زۀ غواړم چې تر ابده ستا مقدس ځائ کښې اوسېږم،

او ستا د وزرو لاندې پناه واخلم.

۵تا، زما منښتې پاکه خُدايه، اورېدلې دى،

او هم هغه ميراث دې ما ته راکړے دے کوم چې هغوئ ته ورکوې څوک چې ستا نه يريږى.

۶بادشاه له د عمر ورځې ډيرې کړه،

د هغۀ عمر تر ډېرو نسلونو پورې زيات کړه.

۷هغه دې د خُدائ پاک په حضور کښې د تل دپاره بادشاهى وکړى،

هغۀ ته خپله مينه او وفا وروښايه چې دے حفاظت وکړى.

۸نو دغه شان به ټول عمر ستا د نوم ثناء صِفت کوم،

چې ما څنګه وعدې درسره کړى دى هغه روزانه پوره کوم.