Yousafzai
The third book of the Torah

Leviticus 12

د ماشوم د پېدا کېدو نه پس د ښځې پاکوالے

۱بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته دا اصُول وښودل ۲کوم چې د بنى اِسرائيلو دپاره دى. د يو زوئ پېدا کېدو نه پس ښځه تر اووۀ ورځو پورې ناپاکه وى، هم هغه شان چې څنګه د مياشتنۍ بيمارۍ په دوران کښې ناپاکه وى. ۳په اتمه ورځ به ماشوم سنت کړے شى. ۴نو ښځه دې درې دېرش ورځې نور هم انتظار کوى، ترڅو چې هغه پاکه شى. نو په دې دوران کښې به هغه هيڅ پاک څيز له لاس نۀ وروړى او نۀ به مقدسې خېمې ته ورننوځى چې تر څو پورې هغه پاکه شوې نۀ وى. ۵د يوې لور پېدا کېدو نه پس ښځه تر څوارلسو ورځو پورې هم هغه شان ناپاکه وى، چې څنګه د مياشتنۍ بيمارۍ په دوران کښې ناپاکه وى. او د پوره پاکېدو دپاره به هغه شپږ شپېتۀ ورځې نور هم انتظار کوى. ۶چې کله د هغې د ناپاکوالى وخت ختم شى نو هغه پاکه شى، کۀ د هغې زوئ يا لور پېدا شوې وى، نو هغه به اِمام ته د مالِک خُدائ د حضور مقدسې خېمې خولې ته د يو کال ګډُورے د سوزېدونکې نذرانې دپاره او يوه کونتره يا يوه ګوګوشتکه د ګناه د نذرانې دپاره راوړى. ۷اِمام به د هغې نذرانه مالِک خُدائ ته پېش کړى او د هغې د ناپاکۍ د لرې کولو دپاره به کفاره ادا کړى او د وينې د بهېدو نه به هغه پاکه شى. دا هغه اصُول دى چې يوه ښځه به يې د هلک يا د جينۍ د پېدا کېدو نه پس ضرور کوى. ۸کۀ هغه ښځه يو ګډُورے نۀ شى اخستلے، نو هغه به يوه د کُړکوړو جوړه يا د کونترو دوه بچى راوړى، يوه به د سوزېدونکې نذرانې دپاره وى او بله د ګناه د نذرانې دپاره وى او اِمام به د هغې د ناپاکۍ لرې کولو دپاره کفاره ادا کړى او هغه به پاکه شى.