Yousafzai
WISDOM & POETRY

Psalm 122

د حضرت داؤد يروشلم ته د ختلو سرود

۱ما به د هغوئ سره خوشحالى کوله

چا چې به ما ته وئيل، ”راځئ چې د مالِک خُدائ کور ته ځو.“

۲اے يروشلمه اوس مونږ ستا په دروازو کښې ولاړ يُو.

۳يروشلم د هغه ښار په شان جوړ شوے دے،

چې ټول ښار د يو بل پسې پيوسته جوړ شوے وى.

۴چرته چې د بنى اِسرائيلو قبيلې بره ورخېژى،

د مالِک خُدائ قبيلې ورخېژى،

چې د مالِک خُدائ د نوم ثناء ووائى،

د هغه شريعت په مطابق چې بنى اِسرائيلو ته ورکړے شوے دے.

۵هلته د اِنصاف دپاره د عدالت تختونه قائم دى،

د داؤد د خاندان تختونه قائم دى.

۶د يروشلم د سلامتيا دپاره دُعا وغواړه،

”او څوک چې کوى تا سره مينه آباد دې وى.

۷او ستا په دېوالونو کښې دې سلامتيا وى،

او ستا په برجونو کښې دې امن او قرارى وى.“

۸زما د وروڼو او دوستانو په خاطر يې غواړم،

”په تا کښې دې امن او سلامتى وى،“ زۀ به دا وايم.

۹او زمونږ د مالِک خُدائ او خُدائ پاک د کور په خاطر يې غواړم،

او زۀ به ستا خير خواه يم.