Yousafzai
WISDOM & POETRY

Psalm 46

د موسيقۍ مشر دپاره: يو سرود د قورح د زامنو چې به په خوږ آواز سره وئيلے شى

خُدائ پاک زمونږ زور او ګټ دے

۱خُدائ پاک زمونږ پناه ګاه او قوت دے،

په وخت د مصيبت کښې حاضر او تل مددګار دے.

۲نو مونږ به نۀ يريږو کۀ په زمکه زلزله راشى،

او کۀ غرونه د سمندر په مينځ کښې راګزار شى.

۳او يا د سمندر اوبۀ غرار او ځګونه وکړى،

او غرونه د اوبو د زور په وجه وخوځولے شى.

۴يو بل درياب دے چې نِهرونه يې د خُدائ پاک ښار خوشحالوى،

او د خُدائ تعالىٰ مقدس کور خوشحالوى.

۵او خُدائ پاک د هغه ښار په مينځ کښې اوسيږى نو هغه به نۀ تباه کيږى،

او د سحر وختى نه د هغه ښار ساتنه کوى.

۶قومونه وارخطا دى، بادشاهتونه به نسکور شى.

کله چې خُدائ پاک آواز وکړى نو دا زمکه به ويلى شى.

۷ربُ الافواج خُدائ زمونږ مل دے،

د يعقوب خُدائ پاک زمونږ پناه ګاه دے،

۸راشئ او د مالِک خُدائ کارونه وګورئ،

هغه تباهى چې کومه هغۀ په دُنيا باندې راوستلې ده وګورئ.

۹هغه په ټوله دُنيا کښې جنګونه ختموى،

ليندې او نېزې ماتوى او ډالونه سوزوى.

۱۰”په آرام شئ او په دې پوهه شئ زۀ خُدائ پاک يم،

زۀ به په ټولو قومونو کښې اعلىٰ يم،

زۀ به په ټوله دُنيا کښې اوچت يم.“

۱۱ربُ الافواج خُدائ زمونږ مل دے،

د يعقوب خُدائ پاک زمونږ پناه ګاه دے.