Yousafzai
WISDOM & POETRY

Proverbs 22

۱نېک نامى د ډېر مال دولت نه غوره ده، عزت د سرو او سپينو زرو نه بهتر دے. ۲مالداره او غريب دواړه يو شان دى، مالِک خُدائ د دواړو خالق دے. ۳هوښيار سړے چې خطره ووينى نو خپل ځان ترېنه ساتى، خو ساده سړے پرې وردانګى او بيا مصيبت کښې راګېر شى. ۴عاجزى او د مالِک خُدائ نه يرېدل، انسان ته مال دولت، عزت او ژوند ورکوى. ۵د بدکارانو په لار کښې ازغى او دامونه وى، خو په چا چې خپل ځان ګران وى نو هغه د دوئ نه ځان بچ ساتى. ۶ماشوم په صحيح لار روان کړه، دے چې لوئ هم شى د هغې نه به وانۀ وړى. ۷مالداره په غريبانانو باندې حکومت کوى، او قرض اخستونکے د قرض ورکونکى غلام وى. ۸کۀ څوک نا اِنصافى کَرى نو مصيبت به وريبى، او د هغۀ د کبر کاسه به نسکوره شى. ۹بختور دى هغوئ څوک چې سخاوت کوى، ځکه چې هغوئ غريبانان مړوى. ۱۰پېغور کوونکے کس وشړه، دې سره به جنګ جګړې ختمې شى، بحث مباحثه او سپکاوے هم ورسره ختميږى. ۱۱څوک چې په زړۀ صفا وى او خوږې خبرې کوى، نو بادشاه به هم د هغۀ دوست شى. ۱۲د مالِک خُدائ نظر په عالمانو باندې وى، خو هغه د بې‌وفا خلقو منصوبې ورانوى. ۱۳ناراسته وائى، ”بهر زمرے دے. کۀ چرې بهر ووځم نو هغه به مې په لار کښې ووژنى.“ ۱۴د زناکارې ښځې خولۀ د ژورې کندې په شان ده، چا ته چې مالِک خُدائ په قهر شوے وى هغه به په کښې ورغورزيږى. ۱۵د ماشومانو زړۀ د کم عقلتوب نه ډک وى، خو د وهلو چوکه د هغوئ نه دا عادت وکاږى. ۱۶څوک چې په غريبانانو باندې ظلم کوى د دې دپاره چې مالداره شى او هغه څوک چې اميرانو ته تحفې ورکوى نو دا دواړه به غريب شى.

د عقلمندۍ دېرش مثالونه

۱۷د هوښيارانو خبرو ته غوږ کېږده او هغې ته پام وکړه او زما تعليم د زړۀ نه قبول کړه. ۱۸نو دا به تا خوشحاله کړى کۀ تۀ دا په خپل زړۀ کښې ياد ساتې او دا په خپلو شونډو هر وخت يادوې. ۱۹زۀ نن تا ته تعليم درکوم دا چې ستا ايمان په مالِک خُدائ باندې پېدا شى. ۲۰ما ستا دپاره دېرش خبرې ليکلې دى په کومو کښې چې عِلم، او نصيحت دے. ۲۱او زۀ به تا ته رښتيا او د اعتماد وړ خبرې دروښايم، ترڅو چې قابل اعتماد جواب ورکولے شې هغه چا ته چا چې تۀ رالېږلے يې.

اول نصيحت

۲۲د غريبانانو د غريبۍ نه غلطه فائده مۀ اخله، او په عدالت کښې د حاجتمندو حق مۀ خوره. ۲۳ځکه چې مالِک خُدائ به په خپل لاس کښې د دوئ مقدمه واخلى او هغوئ به لوټ کړى، چا چې دوئ لوټ کړى وى.

دوېم نصيحت

۲۴د غصه ناکو سره دوستانه مۀ کوه، او د قهرژنو سره ناسته مۀ کوه. ۲۵هسې نه چې تۀ د هغوئ عادتونه زده کړې او خپل ځان په مصيبت کښې راګېر کړې.

درېم نصيحت

۲۶د چا په ځائ د ضمانت لاس مۀ ورکوه او مۀ د قرض ذمه وارى اخله. ۲۷کۀ تۀ هغوئ له دا قرض ورنۀ کړے شې هغوئ به راشى او تۀ چې په کوم کټ اودۀ کېږې نو هغه به درنه يوسى.

څلورم نصيحت

۲۸په زمکه کښې هغه د حد بندۍ وړومبے کاڼے مۀ بې‌ځايه کوه کوم چې ستا پلار نيکۀ اېښے وى.

پينځم نصيحت

۲۹تۀ داسې يو کس وينې، څوک چې په خپل کار کښې ماهر وى؟ هغه به د عامو خلقو خِدمت نۀ کوى، خو د بادشاهانو خِدمت به کوى.