Yousafzai
The second book of the Torah

Exodus 37

د لوظ صندوق جوړول

۱بضلى‌اېل د کيکر د لرګى نه د لوظ صندوق جوړ کړو، چې پينځۀ څلوېښت اِنچۍ اوږد وو او اوويشت اِنچۍ پلن او اوويشت اِنچۍ لوړ وو. ۲بهر او دننه يې د سوچه سرو زرو پترى پرې وخېژول او ګېرچاپېره يې ترې نه د سرو زرو غاړه شان تاو کړه. ۳د وړولو دپاره هغۀ ورله د سرو زرو څلور کَړۍ جوړې کړې او دا يې ورله په څلور پښو پورې ولګولې، چې دوه کَړۍ په يو خوا وې او دوه يې بل خوا وې. ۴د وړلو دپاره يې ورله د کيکر د لرګى بازوګان جوړ کړل او د سرو زرو پترى يې ورباندې وخېژول، ۵او دا يې د لوظ د صندوق په کړو کښې دواړو طرفونو ته وردننه کړې. ۶هغۀ ورله د سوچه سرو زرو يو د کفارې تخت جوړ کړو، چې پينځۀ څلوېښت اِنچۍ اوږد وو او اوويشت اِنچۍ پلن وو. ۷د ټکېدلے شوو سرو زرو نه يې دوه د وزرو والا مخلوق جوړ کړل، ۸يو يې په يو سر او بل يې په بل سر کښې پرې جوړ کړو. هغۀ دا داسې جوړ کړل چې دواړه د صندوق د کفارې د سر سره يو ځائ شول. ۹د وزرو والا مخلوق د صندوق د کفارې په تخت باندې يو بل ته مخامخ وُو او خورو وزرو يې د صندوق سر پټ کړے وو او مخونه يې لاندې وُو.

د مقدسې روټۍ دپاره مېز جوړول

۱۰د کيکر د لرګى نه هغۀ يو مېز جوړ کړو، چې شپږ دېرش اِنچۍ اوږد وو، اتلس اِنچۍ پلن او اوويشت اِنچۍ لوړ وو. ۱۱په دې يې د سوچه سرو زرو پترى وخېژول او ګېرچاپېره يې ورله د سرو زرو غاړه تاو کړه. ۱۲ګېرچاپېره يې درې اِنچۍ پلنه يوه ژۍ ورله جوړه کړه او د ژۍ نه ګېرچاپېره يې د سرو زرو غاړه تاو کړه. ۱۳د وړلو دپاره يې ورله د سرو زرو څلور ګول کَړۍ جوړې کړې او دا يې ورله په څلورو ګوټونو کښې ولګولې، چرته چې پښې وې. ۱۴هغۀ دا کَړۍ د ژۍ سره نزدې ولګولې چې هغه بازوګان ونيسى چې د کومو په ذريعه دا مېز وړلے شو. ۱۵دا بازوګان يې د کيکر د لرګى نه جوړ کړل او په دې باندې يې د سرو زرو پترى وخېژول. ۱۶هغۀ د مېز دپاره د سوچه سرو زرو نه دا لوښى جوړ کړل، جامونه، کاسې، رکېبۍ او د څښلو نذرانو تويَولو دپاره منګى.

د ډيوټ جوړېدل

۱۷د سوچه سرو زرو نه هغۀ ډيوټ جوړ کړو. د دې بېخ او ډنډا يې د ټکېدلے شوو سرو زرو نه جوړه کړه، د دې د ښۀ ښکارېدلو ګلونه، سره د غوټو او پاڼو، چې د دې سره يو ځائ شى. ۱۸د دې د اړخونو نه شپږ څانګې وتلې وې، چې درې په يو طرف وې او درې په بل طرف وې. ۱۹د دې شپږ واړو څانګو درې درې د ښۀ ښکارېدو ګلونه وُو دا سره د غوټو او پاڼو د بادام د ګلونو په شان جوړ وُو. ۲۰د ډيوټ د ډنډې د ښۀ ښکارېدو دپاره څلور ګلونه وُو، دا سره د غوټو او پاڼو د بادام د ګلونو په شان وُو. ۲۱د څانګو د دې درېو جوړو د هرې يوې لاندې يوه غوټۍ وه. ۲۲دا غوټۍ، څانګې او ډيوټ د ټکېدلے شوو سوچه سرو زرو د يوې ټُکړې نه جوړ وُو. ۲۳د ډيوټ دپاره هغۀ اووۀ ډيوې جوړې کړې او هغۀ ورله د سوچه سرو زرو نه ايره پاکوونکې چمټې او مجمعې جوړې کړې. ۲۴هغۀ پينځۀ دېرش کلو سوچه سرۀ زر په ډيوټ او د دې ټول سامان جوړولو کښې استعمال کړل.

د خوشبويۍ قربان‌ګاه جوړېدل

۲۵د خوشبويۍ سوزولو دپاره هغۀ د کيکر د لرګى نه يوه قربان‌ګاه جوړه کړه. دا څلور‌ګوټه وه، اتلس اِنچۍ اوږده، اتلس اِنچۍ پلنه او يو ګز اوچته وه. څلور د ښکرو په شان ګوټونه يې ورله جوړ کړى وُو چې د قربان‌ګاه سره يو ځائ شوى وُو. ۲۶هغۀ د هغې په چت، څلورو طرفونو او د هغې د ښکرو په شان څيزونو باندې د سوچه سرو زرو پترى وخېژول او ګېرچاپېره يې ترې نه د سرو زرو غاړه شان تاو کړه. ۲۷د هغې دپاره يې دوه د سرو زرو کَړۍ جوړې کړې او لاندې يې دواړو طرفونو ته د غاړې سره وتړلې چې هغه بازوګان ونيسى چې د کومو په ذريعه دا وړلے شوه. ۲۸هغۀ دا بازوګان د کيکر د لرګى نه جوړ کړل او په دې يې د سرو زرو پترى وخېژول.

د غوړولو تېل او خوشبوئى تيارول

۲۹هغۀ د غوړولو مقدس تېل او سوچه خوشبوئى هم جوړه کړه، دا يې داسې مِلاو کړل لکه چې د عطرو والا دا کار کړے وى.