Yousafzai
WISDOM & POETRY

Psalm 29

د حضرت داؤد يو زبور

په طوفان کښې د مالِک خُدائ آواز

۱اے د آسمان مخلوقه، د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ،

د مالِک خُدائ د جلال او د طاقت ثناء صِفت وکړئ.

۲د مالِک خُدائ د جلالى نوم ثناء صِفت وکړئ،

د مالِک خُدائ عبادت د هغۀ د مقدس شان په مطابق وکړئ.

۳آواز د مالِک خُدائ د دريابونو دپاسه اورېدے شى، د تندر په شان،

د زورَورو اوبو دپاسه د جلالى خُدائ آواز اورېدے شى د تندر په شان.

۴آواز د مالِک خُدائ ډېر زورَور دے،

د مالِک خُدائ د آواز لوئ شان دے.

۵د مالِک خُدائ آواز د زورَور دِيار ونې ماتوى،

د مالِک خُدائ آواز د لبنان د دِيار ونې ماتوى.

۶هغه د لبنان غرونه په ټوپونو کوى د سخى په شان،

هغه د حرمون غر په ټوپونو کوى لکه د ځوان ځنګلى غوَيى په شان.

۷د مالِک خُدائ آواز شُغله کوى لکه د برېښنا په شان.

۸د مالِک خُدائ آواز صحراګانې لړزوى،

د مالِک خُدائ آواز د قادِس دشته خوځوى.

۹د مالِک خُدائ آواز د څېړۍ ونې کږوى او د ځنګلى ونو پاڼې رژوى،

د هغۀ په کور کښې هر يو چغې وهى چې، ”خُدائ لوئ ‎‎دے.“

۱۰مالِک خُدائ په سېلاب باندې هم خپل حکومت کوى،

مالِک خُدائ د تل دپاره بادشاهى کوى.

۱۱طاقت ورکوى خپلو خلقو له په خپله مالِک خُدائ،

د امن او امان برکت ورکوى خپلو خلقو له په خپله مالِک خُدائ.