Yousafzai

WISDOM & POETRY

Job 42

د حضرت ايُوب خُدائ پاک له جواب ورکول

۱بيا ايُوب مالِک خُدائ له جواب ورکړو، ۲”ما ته پته ده چې تۀ هر څۀ کولے شې، او تا د خپل کار نه هيڅ څوک نۀ شى ايسارولے. ۳تا وفرمائيل چې، ”هغه څوک دے چې زما په حِکمت باندې د ناپوهۍ سره شک کوى؟“ هغه زۀ يم، ما د داسې څيزونو خبره کوله چې ما ته يې هيڅ پته نۀ وه، او هغه خبرې زما دپاره ډېرې عجيبه او لوئې وې. ۴تا وفرمائيل چې، ”ما ته غوږ ونيسه او زۀ به وايم، زۀ به تپوس کوم او تۀ به ما له جواب راکوې.“ ۵ما مخکښې صرف ستا په حقله اورېدلى دى، خو اوس مې په خپلو سترګو وليدلې. ۶نو ما چې څۀ وئيلى دى نو په هغې شرمنده يم، او په خاورو او ايرو کښې توبه وباسم.“

د مالِک خُدائ حضرت ايُوب له برکت ورکول

۷کله چې مالِک خُدائ د ايُوب سره دا خبرې وکړې، نو مالِک خُدائ تيمانى اليفز ته وفرمائيل، ”زۀ تا او ستا دوو ملګرو ته سخت غصه يم، ځکه چې تاسو زما هغه خبره نۀ ده کړې چې کومه صحيح ده، لکه څنګه چې زما خِدمت کوونکى ايُوب کړې ده. ۸نو په دې وجه اوس اووۀ غوَيى او اووۀ ګډان بوځه او زما خِدمت کوونکى ايُوب له ورشه او د خپل ځان دپاره دا د سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کړه، نو زما خِدمت کوونکے ايُوب به ستا دپاره دُعا وکړى، ځکه چې زۀ به د هغۀ دُعا قبلوم او ستاسو د کم عقلتوب په مطابق کار به درسره نۀ کوم، ځکه چې تاسو زما هغه خبره نۀ ده کړې چې کومه صحيح ده، لکه څنګه چې زما خِدمت کوونکى ايُوب کړې ده.“ ۹نو تيمانى اليفز، شوحى بِلداد او نعماتى ضوفر لاړل او چې مالِک خُدائ څنګه فرمائيلى وُو هم هغه شان يې وکړل، او مالِک خُدائ د ايُوب دُعا قبوله کړه.

د خُدائ پاک حضرت ايُوب له بيا برکت ورکول

۱۰نو کله چې ايُوب د خپلو ملګرو دپاره دُعا وکړه نو خُدائ پاک هغۀ له بيا برکت ورکړو، او چې ايُوب مخکښې څۀ لرل نو مالِک خُدائ هغۀ له د هغې يو په دوه نور هم زيات ورکړل. ۱۱نو هلته هغۀ له د هغۀ ټول وروڼه خوېندې او ټول پخوانى خپل پردى راغلل او هغوئ د هغۀ په کور کښې روټۍ وخوړه. او هغوئ ورته مينه ښکاره کړه او د هغه تکليفونو په وجه يې هغۀ له تسلى ورکړه چې مالِک خُدائ په هغۀ راوستى وُو. او هغوئ هر يو هغۀ له لږې پېسې او يوه د سرو زرو ګوتمه ورکړه. ۱۲نو مالِک خُدائ د ايُوب وروستنے عُمر د اول عُمر نه زيات برکتناک کړو، او د هغۀ څوارلس زره ګډې، شپږ زره اوښان، دوه زره غوَيى او يو زر خرۀ وُو. ۱۳د هغۀ اووۀ زامن او درې لوڼه هم وې. ۱۴هغۀ په وړومبۍ لور باندې يميمه، په دوېمه قصياه او په درېمه باندې قرن‌هپوک نوم کېښودو. ۱۵او په هغه ټول مُلک کښې د ايُوب د لوڼو په شان ښائسته ښځې نۀ وې، خپل پلار هغوئ له د دوئ د وروڼو په شان ميراث ورکړو. ۱۶ايُوب د دې نه پس يو سل او څلوېښت کاله ژوندے وو او د څلورم نسل پورې خپل بچى او نمسى يې وليدل. ۱۷نو بيا ايُوب په پوخ عُمر کښې مړ شو.