Yousafzai
WISDOM & POETRY

Psalm 140

د موسيقۍ د مشر دپاره: د حضرت داؤد يو زبور

۱اے مالِکه خُدايه، د بدکارانو نه ما بچ کړه،

او د ظالمانو انسانانو نه ما وساته،

۲او څوک چې د شرارت منصوبې په خپلو زړونو کښې جوړوى

او هره ورځ جنګ توده‌وى.

۳دوئ خپلې ژبې لکه د ښامار په شان تېروى،

او د چمچمار زهر يې په شونډو پراتۀ وى.

۴اے مالِکه خُدايه، ما د بدکارانو د لاس نه محفوظ کړه،

او ما د ظالمانو نه بچ کړه،

څوک چې زما د پښو ګېرولو دپاره منصوبې جوړوى.

۵کبرژنو سړو ما ته پټ دامونه اېښى دى،

او دوئ خپل جالونه خوارۀ کړى دى.

او زما په لارو کښې يې دامونه اېښى دى.

۶ما مالِک خُدائ ته ووئيل، تۀ زما خُدائ پاک يې.

اے مالِکه خُدايه، د رحم دپاره زما سوال زارى واوره.

۷اے قادره مالِکه خُدايه، زما قوى خلاصونکيه،

څوک چې د جنګ په ورځ زما سر پټوى.

۸د بدکارانو ارمانونه تۀ مۀ پوره کوه، اے مالِکه خُدايه،

او د دوئ منصوبې کاميابېدو ته مۀ پرېږده،

هسې نه چې دوئ مغروره شى.

۹او څوک چې ما نه راتاو دى د هغوئ سرونه دې په مصيبت کښې راګېر شى،

او په هغه مصيبت کښې چې کوم د هغوئ شونډو جوړ کړے دے.

۱۰بلې شوې سکروټې دې په هغوئ راپرېوځى،

او هغوئ دې په اور کښې وغورزولے شى،

او هغوئ دې چکړو دلدل ته وغورزيږى چې بيا ترې راوتلے نۀ شى.

۱۱غېبت کوونکى دې په دې مُلک کښې کامياب نۀ شى،

او په ظالمانو دې ناګهانه افت راشى.

۱۲زۀ په دې پوهېږمه چې مالِک خُدائ به غريبانانو له اِنصاف ورکړى،

او هغه د حاجتمندو مقدمه په خپل لاس کښې اخلى.

۱۳او بې‌شکه چې نېکان به ستا د نوم ثناء صِفت وکړى،

او صادقان به ستا په حضور کښې ژوند وکړى.