Yousafzai

MAJOR PROPHETS

Jeremiah 11

يهوداه لوظ ماتوى

۱مالِک خُدائ يرمياه ته دا پېغام ورکړو چې، ۲”تاسو د دې لوظ شرطونو ته غوږ ونيسئ او هغه د يروشلم او يهوداه خلقو ته ووايه کوم چې ما تاسو سره کړے دے. ۳هغوئ ته ووايه چې دا هغه موضوع ده چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى، لعنت دې وى په هر هغه چا چې د دې لوظ د شرطونو پيروى نۀ کوى. ۴دا هغه لوظ دے چې کله ما ستاسو پلار نيکۀ سره په هغه وخت کښې کړے دے کله چې ما هغوئ د مِصر نه بهر راوويستل د هغه ځائ نه چې لکه د اور د بټۍ په شان وو. کۀ چرې تاسو زما د حکمونو پيروى وکړئ کوم چې ما تاسو له درکړى دى، نو بيا به تاسو زما قوم يئ، او زۀ به ستاسو خُدائ پاک يم. ۵نو زۀ به بيا خپل هغه لوظ پوره کړم کوم چې ما ستاسو د پلار نيکۀ سره کړے وو چې زۀ به هغوئ له هغه زمکه ورکړم چې په کښې د شهد او پئ ډېر تېر دى او په کوم کښې چې تاسو نن اوسېږئ.“ نو بيا ما جواب ورکړو چې، ”آمين، مالِکه خُدايه.“ ۶بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”لاړ شه او د يهوداه په ښارونو او د يروشلم په کوڅو کښې وګرځه. هلته زما ټول پېغامونه هغوئ ته بيان کړه او خلقو ته ووايه چې، د لوظ په شرطونو باندې غور وکړئ، او په هغۀ باندې عمل وکړئ. ۷کله چې ما ستاسو پلار نيکۀ د مِصر نه بهر راويستل نو ما بار بار دوئ ته خبردارے ورکړو چې زما تابعدارى وکړئ او تر نن ورځ پورې لګيا يم او هم دا خبردارے ورکوم. ۸بلکې هغوئ نۀ ما ته غوږ ونيولو او نۀ يې زما په خبرو غور وکړلو خو په ځائ د دې هغوئ هر يو د خپل سرکشه زړۀ د خواهشاتو په مطابق ژوند تېرولو. او زما د لوظ د احکامو پيروى يې ونۀ کړه، نو بيا ما هم په هغوئ هغه ټول لعنتونه نازل کړل چې په لوظ کښې يې ذکر شوے دے.“ ۹نو دوباره بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”د يهوداه او د يروشلم خلقو زما خِلاف سازش جوړ کړے دے. ۱۰هغوئ د خپل پلار نيکۀ پخوانى د ګناهونو لارو ته رجوع کړې ده، د هغوئ پلار نيکۀ زما کلام ته غوږ نۀ نيولو او د نورو معبودانو پيروى او عبادت يې شروع کړو. دواړو اِسرائيل او يهوداه هغه لوظ مات کړو کوم چې ما د دوئ پلار نيکۀ سره کړے وو. ۱۱نو د دې دپاره زۀ مالِک خُدائ دا وايم چې، زۀ به په دوئ هغه افتونه او مصيبتونه راولم چې دوئ به ترې نه تښتېدلے نۀ شى. کۀ څۀ هم چې دوئ ما ته د مدد دپاره وژاړى او چغې ووهى، خو زۀ به يې نۀ اورم. ۱۲نو د يهوداه او د يروشلم خلق به معبودانو له لاړ شى او فرياد به ورته وکړى، چا ته چې هغوئ خوشبويۍ سوزولې. خو هرکله چې افت په دوئ باندې راشى نو په هغه وخت کښې به هغه بُتان دوئ بچ نۀ کړى. ۱۳اے د يهوداه خلقو وګورئ ستاسو د خپلو ښارونو په تعداد کښې معبودان دى، او د يروشلم د کوڅو په تعداد کښې تاسو شرمناکې ډيرې قربان‌ګاه جوړې کړې دى، چې په کښې د بعل بُت دپاره د خوشبو سوزولو قربانۍ پېش کړئ. ۱۴اے يرمياه، تۀ د دې خلقو دپاره نۀ ما ته دُعا او نۀ مِنت زارى وکړې، ځکه چې زۀ به دوئ ته په هغه وخت کښې چې کله په تکليف کښې وى غوږ نۀ نيسم. ۱۵نو بيا تاسو زما کور ته د داخلېدو څۀ حق لرئ چې تاسو بد کارونه وکړل، اے زما محبوب قومه؟ آيا ستاسو د نذرانې او د قربانۍ مقدسې غوښې پېش کول به تاسو د تباهۍ نه بچ کړى څۀ؟ او په حقيقت کښې تاسو په بدعملۍ کولو کښې خوشحاله يئ. ۱۶ما مالِک خُدائ به په يو وخت کښې تاسو ته د زيتُونو د شنې او ښکلې ونې لقب درکړے وو چې د ښو مېوو نه ډکې وى. خو د سخت او زورَور طوفان په شور کښې به زۀ ستا په پاڼو اور بل کړم، او ستا څانګې به ماتې کړم. ۱۷ما، مالِک خُدائ ربُ الافواج اِسرائيل او يهوداه د ونې په شان کَرلى وُو، خو اوس مې په تاسو د افت راوستلو فېصله وکړه. ځکه چې تاسو بدعملى وکړه، او د بعل بُت ته د خوشبويۍ په سوزولو تاسو زما غصه راوپاروله.“

د يرمياه د قتلولو سازش

۱۸نو بيا مالِک خُدائ زۀ د هغوئ د بدو منصوبو نه خبر کړم کومې چې دشمنانو زما خِلاف جوړې کړې وې. ۱۹زۀ د هغه بې‌ګناه ګډُورى په شان وم چې د حلالولو دپاره روان کړے شوے وى او ما ته زما خِلاف د هغوئ د بدو منصوبو عِلم نۀ وو. هغوئ وئيل، ”راځئ چې د مېوې هغه ډکه ونه راوغورزوُو، راځئ چې هغه د ژوندو د دُنيا نه ختم کړُو چې نور د هغۀ نوم د دُنيا نه د تل دپاره ورک شى.“ ۲۰نو بيا ما سوال وکړو چې، ”اے مالِکه خُدايه ربُ الافواجه. تۀ عادل او اِنصاف کوونکے يې، تا ته د هغوئ د زړُونو او سوچونو پته ده، زۀ غواړم چې تۀ زما بدله واخلې او هغه په خپله ووينم، نو اوس ما خپله فېصله تا ته پرېښې ده.“ ۲۱مالِک خُدائ فرمائى، ”د عنتوت خلق غواړى چې تا ووژنى. هغوئ وائى چې تۀ د مالِک خُدائ په نوم نبوت مۀ کوه ګنې تا به مړ کړُو. ۲۲نو مالِک خُدائ ربُ الافواج د دوئ په حقله فرمائى، زۀ به هغوئ له سزا ورکړم. د هغوئ ځوانان به په جنګ کښې ووژلے شى، او د هغوئ زامن او لوڼه به د قحط په وجه مړۀ شى. ۲۳د هغوئ نه به يو هم بچ پاتې نۀ شى ځکه چې زۀ به د عنتوت په خلقو افت رانازل کړم. کله چې د هغوئ د سزا وخت راورسيږى.“