Yousafzai
WISDOM & POETRY

Psalm 123

يروشلم ته د بره ختلو يو سرود

۱ما خپلې سترګې تا ته نيولې دى،

تا ته د چا تخت چې په آسمان کښې دے.

۲لکه څنګه چې غلام د خپل مالِک لاس ته ګورى،

او لکه څنګه چې وينځه د خپلې بى‌بى لاس ته ګورى،

نو دغه شان زمونږ سترګې د مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک ته ګورى،

تر هغې چې هغه مونږ ته خپل رحم وښائى.

۳په مونږ باندې رحم وکړه، اے مالِکه خُدايه، تۀ په مونږ ورحمېږه،

ځکه چې مونږ د حد نه زيات سپک شو.

۴د کبرژنو ډيرې زياتې مسخرې مونږ تېرې کړې دى،

مونږ د مغرورانو ډېر سپکاوے زغملے دے.