Yousafzai

PAUL’S EPISTLES

1 Corinthians 12

روحانى نعمتونه

۱نو اوس اے وروڼو او خوېندو، زۀ نۀ غواړم چې تاسو د روحانى نعمتونو په باب کښې ناخبره پاتې شئ. ۲تاسو ته پته ده چې کله تاسو کافر وئ نو تاسو دوکه شوئ او په هغه ګونګيانو بُتانو پسې ګمراه شوئ. ۳نو په دې وجه زۀ غواړم چې تاسو په دې پوهه شئ چې د خُدائ پاک د روح په وسيله خبرې کوونکى به کله هم په عيسىٰ لعنت ونۀ وائى او بغېر د روحُ القُدس د وسيلې نه هيڅوک نۀ شى وئيلے چې عيسىٰ مالِک دے. ۴نو د نعمتونو خو مختلف قِسمونه دى خو روح يو دے. ۵او د خدمتونو هم مختلف قِسمونه دى خو مالِک هم هغه يو دے. ۶خو د کارونو مختلف قِسمونه دى، خُدائ پاک هم هغه يو دے چې په مختلفو طريقو سره دا ټول کارونه کوى. ۷خو په مونږ کښې د روحُ القُدس د نعمتونو اثر د ټولو خلقو د فائدې دپاره دے. ۸نو يو ته د روح په وسيله د حِکمت کلام ورکړے شى او بل ته د هم هغه روح په وسيله د علميت کلام، ۹چا ته هم د هغه روح په وسيله ايمان او چا ته هم د هغه روح په وسيله د شفا ورکولو قدرت، ۱۰چا ته د معجزو طاقت، چا ته پېشګوئې، چا ته د مختلفو روحونو پېژندل، چا ته د نورو ژبو وئيلو قدرت او چا ته د ژبو تشريح کول. ۱۱خو دا ټول کارونه هم هغه يو روح کوى او چا ته يې چې روح غواړى هغۀ ته يې ورکوى.

د يو بدن مختلف اندامونه

۱۲ځکه لکه څنګه چې بدن يو دے او د دې اندامونه ډېر دى، او د بدن ټول اندامونه اګر کۀ ډېر دى خو ټول يو بدن دے، هم دغه شان مسيح هم دے. ۱۳دغه شان کۀ مونږ يهوديان يُو او کۀ غېر‌يهوديان، کۀ غلامان يُو او کۀ آزاد، مونږ ټولو په يو روح کښې بپتسمه اخستې ده او خُدائ پاک زمونږ د ټولو په زړونو کښې يو روح اچولے دے. ۱۴حقيقت کښې بدن د يو اندام نه نۀ وى جوړ بلکې د ډېرو نه جوړ وى. ۱۵کۀ چرې پښه ووائى چې زۀ لاس نۀ يم، او زۀ د بدن حِصه نۀ يم، نو په دې وينا د هغوئ د بدن سره تعلق نۀ ختميږى. ۱۶او کۀ غوږ ووائى چې زۀ سترګه نۀ يم او زۀ د بدن حِصه نۀ يم، نو په دې وينا د هغوئ د بدن سره تعلق نۀ ختميږى. ۱۷کۀ چرې ټول بدن سترګه وے نو اورېدل به چرته وُو؟ او کۀ چرې ټول بدن غوږونه وے نو بويول به چرته وُو؟ ۱۸خو خُدائ پاک په بدن کښې هر يو اندام د خپلې مرضۍ په مطابق جوړ کړے دے. ۱۹کۀ دا ټول يو اندام وے نو بيا بدن به چرته وو؟ ۲۰نو اوس اندامونه ډېر دى خو بدن يو دے. ۲۱نۀ سترګه لاس ته وئيلے شى چې ما ته ستا ضرورت نشته، او نۀ سر پښو ته وئيلے شى چې ما ته ستا ضرورت نشته. ۲۲بلکې حقيقت کښې چې د بدن هغه اندامونه چې د نورو نه کمزورى ښکارى، هم هغه ډېر لازمى دى. ۲۳او د بدن هغه اندامونه چې مونږ يې د نورو په نسبت شرم ګڼو، مونږ هم هغوئ ته زيات اهميت ورکوو، او چې د لږ احترام والا اندامونه دى نو په پردې کولو سره د هغوئ زيات احترام کوُو. ۲۴حالانکه زمونږ د احترام لائق اندامونو ته د داسې احترام ضرورت نشته. خو خُدائ پاک بدن داسې جوړ کړے دے چې هغه بې‌قدره اندامونو ته يې زيات عزت ورکړے دے، ۲۵د دې دپاره چې په بدن کښې بې‌اتفاقى پېدا نۀ شى بلکې اندامونه د يو بل برابر خيال وساتى. ۲۶کۀ يو اندام تکليف کښې وى نو ټول ورسره په تکليف کښې وى، او کۀ يو اندام عزت ومومى نو نور ټول اندامونه ورسره خوشحاله وى. ۲۷نو اوس تاسو ټول په شريکه د مسيح بدن يئ او تاسو ټول د يو بدن اندامونه يئ. ۲۸او خُدائ پاک په جماعت کښې بېل بېل کسان مقرر کړل، اول رسولان، دوېم نبيان او درېم اُستاذان، بيا معجزې ښوونکى، بيا شفا ورکوونکى، مددګاران، اِنتظام کوونکى او نورې ژبې ويونکى. ۲۹ولې ټول رسولان يُو څۀ؟ ولې ټول نبيان يُو څۀ؟ ولې ټول اُستاذان يُو څۀ؟ ولې ټول معجزې ښوونکى يُو څۀ؟ ۳۰ولې ټولو ته د شفا ورکولو نعمت ورکړے شوے دے څۀ؟ ولې ټول نورې ژبې وايو څۀ؟ ولې ټول تشريح کوونکى يُو څۀ؟ ۳۱خو تاسو د لويو نعمتونو حاصلولو دپاره خپل محنت جارى ساتئ. زۀ به اوس تاسو ته د ټولو نه يوه افضله طريقه دروښايم.