Yousafzai
WISDOM & POETRY

Ecclesiastes 9

مرګ هر چا له راځى

۱اوس ما د دې هر څۀ مطالعه وکړه او دې نتيجې ته ورسېدم چې صادقان او هوښيار خلق چې هر څۀ کوى هغه د خُدائ پاک په لاس کښې دى. هغوئ ته دا پته نۀ لګى چې خُدائ پاک به يې قبلوى او کۀ رد کوى. دا هر څۀ به په راتلونکى وخت کښې کيږى. ۲د صادق او د بدعمله، د ښۀ او د بد، د پاک او د ناپاک، هغه خلق چې خُدائ پاک ته قربانۍ پېش کوى يا هغه خلق چې قربانۍ نۀ پېش کوى، ټولو سره قسمت يو شان معامله کوى. د يو ښۀ کس او د ګناهګار يو شان اَنجام وى، د قسم خوړلو والا او د قسم نۀ خوړلو والا دواړو يو منزل دے. ۳دا يو ډېر لوئ مصيبت دے چې په مخ د زمکې کيږى، د هر ژوندى هم يو قِسمت دے يعنې مرګ. د دې نه علاوه، د ټولو خلقو زړونه د بد کارۍ نۀ ډک دى او د ژوندون په دوران کښې د هغوئ په زړونو کښې بې‌وقوفتوب وى او بيا دوئ مړۀ شى. ۴خو څوک چې تر اوسه پورې په ژوندو کښې شريک دى د هغوئ اُميد وى، ځکه چې يو ژوندے سپے د مړ ازمرى نه ښۀ دے. ۵يقيناً چې ژوندو ته خو دومره پته وى چې هغوئ به مرى. خو مړو ته هيڅ پته نۀ لګى. هغوئ ته نور اجر نۀ ملاويږى، او د هغوئ يادونه ختم شى. ۶د هغوئ مينه، نفرت او غېرت، هر څۀ ډېر مخکښې ختم شوى دى. په مخ د زمکې چې څۀ کيږى نو هغوئ به هيڅکله په کښې برخه وانۀ خلى. ۷نو بيا خوشحالۍ سره مے څښه او خپل خوراک کوه. ځکه چې خُدائ پاک د دې هر څۀ اجازت ورکړے دے. ۸هر وخت سپينې جامې اغونده او تېل لګوه. ۹د خپلې ښځې سره چې تۀ ورسره مينه کوې د ژوند نه خوند اخله. په مخ د زمکې په فانى ژوندون کښې چې خُدائ پاک تا له څومره ورځې درکړې دى هغه هم دغه شان تېروه. ځکه چې په مخ د زمکې ستا د محنت مشقت په بدل کښې هم دغه څۀ دى چې ستا په نصيب کښې دى. ۱۰تۀ چې هر څۀ کولے شې هغه پوره د زړۀ نه کوه، ځکه چې چرته تۀ روان يې يعنې قبر ته، هلته به نۀ کار وى او نۀ منصوبې، نۀ به عِلم وى او نۀ حِکمت. ۱۱ما ته په دُنيا کښې د يو بل څيز هم پته ولګېده چې تېزه منډه وهونکى همېشه د منډې لوبه نۀ ګټى او تکړه جنګيالى همېشه جنګ نۀ شى ګټلے. هوښيار خلق هر وخت په رزق ماړۀ نۀ وى، قابل خلق همېشه نۀ مالداره کيږى او تعليم يافته خلق تل په ژوند کښې کامياب نۀ وى. هر څۀ په وخت او په بخت باندې منحصر وى. ۱۲انسان ته هيڅکله دا پته نۀ لګى چې په هغۀ به سخت وخت کله راځى. لکه څنګه چې کبان په جال کښې او مارغان په دام کښې اچانک راګېر شى، نو داسې به مرګ انسان سمدستى راګېر کړى.

حِکمت د کم عقلتوب نه ښۀ دے

۱۳ما ته په مخ د زمکې د حِکمت يو بل مثال مِلاو شوے دے او دا ما ته ډېر زيات ښۀ ښکارى. ۱۴يو وړوکے ښار وو چې آبادى يې لږه وه. يو طاقتور بادشاه په دې باندې حمله وکړه. هغه ښار يې محاصره کړو او په دېوالونو باندې د اوړېدو تيارے يې شروع کړو. ۱۵خو په هغه ښار کښې يو غريب خو هوښيار کس وو. هغۀ په خپلې هوښيارتيا سره هغه ښار بچ کړو. خو وروستو هيچا هغه ياد نۀ کړو. ۱۶نو زۀ وايم چې حِکمت د طاقت نه ښۀ دے، خو د غريب سړى هوښيارتيا ته سپک کتلے شى، هيڅوک د هغۀ خبرو ته پام نۀ کوى. ۱۷ښۀ خبره دا ده چې د يو هوښيار کس په مزه خبرو ته غوږ ونيسې په ځائ د دې نه چې د کم عقلانو په مجلس کښې د بادشاه چغې واورې. ۱۸حِکمت د جنګ د وسلو نه طاقتور دے، خو يو ګناهګار کس ډېر زيات ښۀ کارونه تباه کولے شى.