Yousafzai
HISTORY

1 Samuel 18

د حضرت داؤد او يونتن دوستى

۱کله چې داؤد خبرې ختمې کړې نو هغه د بادشاه زوئ يونتن سره مِلاو شو. هغه د داؤد خوږ دوست جوړ شو او د هغۀ سره يې د خپل ځان په شان مينه کوله. ۲ساؤل هم د هغه ورځې نه داؤد ځان سره وساتلو او هغه يې د پلار کور ته نۀ پرېښودو. ۳يونتن داؤد له د دوستۍ پوخ لاس ورکړو ځکه چې د هغۀ سره يې د خپل ځان په شان مينه لرله. ۴هغۀ چې کومه چُوغه اغوستله هغه يې وويستله او داؤد له يې ورکړه، خپله زغره، تُوره، لينده او خپله پټۍ يې هم ورکړه. ۵ساؤل به چې داؤد په هر کار پسې هم ولېږلو، نو هغه به يې په ښۀ طريقه سر ته رسولو. نو ساؤل هغه په خپل لښکر کښې آفسر جوړ کړو. په دې باندې د ساؤل ټول آفسران او سړى خوشحاله شول.

د ساؤل حضرت داؤد سره کينه پېدا کېدل

۶کله چې داؤد د جوليت د وژلو نه پس واپس راتلو او فوجيان کورونو ته واپس راروان وُو، نو د بنى اِسرائيلو هر ښار نه د ساؤل بادشاه سره مِلاوېدو دپاره ښځې بهر راووتلې. هغوئ د خوشحالۍ سندرې وئيلې، ګډېدې او بينجو او تمبل يې غږول. ۷په سندرو کښې ښځو وئيل، ”ساؤل زرګونه وژلى دى، خو داؤد يو په لس د هغې نه زيات وژلى دى.“ ۸ساؤل په دې خفه شو او سخت غصه شو. هغۀ ووئيل، ”هغوئ د داؤد دپاره د لسو زرګونو دعوىٰ کړې ده، خو زما دپاره صِرف د زرګونو دعوىٰ، هغوئ به بيا داؤد بادشاه کړى.“ ۹نو د هغه ورځې نه هغۀ داؤد ته د شک په نظر کتل شروع کړل. ۱۰په ورپسې ورځ د خُدائ پاک د طرف نه يو پېرى ساؤل ناڅاپه ونيولو، نو هغۀ په خپل کور کښې د ليونى په شان چغې وهلې. داؤد بينجو غږوله لکه چې هغۀ به هره ورځ غږوله او ساؤل نېزه په لاس کښې نيولې وه. ۱۱ساؤل د ځان سره ووئيل، ”زۀ به هغه د دېوال سره ونښلوم او هغۀ دوه ځلې نېزه ورګزار کړه، خو داؤد هر ځل ځان بچ کولو.“ ۱۲ساؤل د داؤد نه يرېدو ځکه چې هغه مالِک خُدائ پرېښے وو او د داؤد مل وو. ۱۳نو ساؤل هغه د ځان نه لرې کړو او د زرو سړو مشر يې جوړ کړو. داؤد په جنګ کښې د سړو مشرى کوله ۱۴او هغه په هر کار کښې کاميابېدو، ځکه چې مالِک خُدائ د هغۀ مل وو. ۱۵ساؤل د داؤد کاميابى وليده او نور هم ترې ويرېدو. ۱۶خو په اِسرائيل او يهوداه کښې هر يو کس د داؤد سره مينه کوله ځکه چې هغه يو ښۀ مشر وو.

د حضرت داؤد د ساؤل لور وادۀ کول

۱۷بيا ساؤل داؤد ته ووئيل، ”دا زما مشره لور ميرب ده. دا به زۀ تا ته په دې شرط وادۀ کړم چې تۀ به د يو تکړه او وفادار فوجى په شان زما خِدمت کوې او د مالِک خُدائ جنګونه به کوې.“ د ساؤل خيال دا وو چې داؤد به پخپله لاس نۀ وژنى بلکې په فلستيانو باندې به يې ووژنى. ۱۸داؤد ورته وفرمائيل، ”زۀ څوک يم او زما د خاندان څۀ حيثيت دے چې زۀ د بادشاه زوم جوړ شم؟“ ۱۹خو چې کله هغه وخت راغلو چې ميرب داؤد له ورکړى، نو هغه يې يو بل محولاتى سړى له ورکړه چې نوم يې عدرى‌اېل وو. ۲۰خو د ساؤل لور ميکل په داؤد مئينه شوه او کله چې ساؤل ترې نه خبر شو نو هغه خوشحاله شو. ۲۱هغۀ د ځان سره ووئيل، ”زۀ به ميکل داؤد له ورکړم، زۀ هغۀ له دا د دې دپاره ورکوم چې د هغۀ دپاره يو دام جوړ شى او فلستيان يې ووژنى.“ نو ساؤل په دوېم ځل داؤد ته ووئيل، ”تۀ به زما زوم شې.“ ۲۲هغۀ خپلو آفسرانو ته حُکم وکړو چې د داؤد سره په پرده کښې خبرې وکړى او ورته ووائى، ”بادشاه ستا نه خوشحاله دے او د هغۀ ټول آفسران تا خوښوى، دا ستا دپاره يو ښۀ وخت دے چې د هغۀ لور وادۀ کړې.“ ۲۳نو هغوئ داؤد ته ووئيل او هغۀ جواب ورکړو، ”د بادشاه زوم جوړېدل دا يوه لويه د عزت خبره ده، دا زما په شان غريب او کمزورى کس دپاره ډېره لويه خبره ده.“ ۲۴چې داؤد څۀ فرمائيلى وُو آفسرانو هغه ساؤل ته ووئيل، ۲۵او ساؤل هغوئ له حُکم ورکړو چې داؤد ته ووايئ، ”بادشاه ستا نه د ناوې دا قيمت غواړى چې تۀ صِرف د سلو وژلو شوو فلستيانو سړو د سنتېدو څرمن راوړې، دا به د هغۀ د دشمنانو نه بدل اخستل وى.“ (نو دا د ساؤل منصوبه وه چې فلستيان داؤد ووژنى.) ۲۶د ساؤل آفسرانو داؤد ته هغه څۀ ووئيل چې څۀ ساؤل فرمائيلى وُو او داؤد په دې خوشحاله وو چې د بادشاه زوم به جوړ شى. د وادۀ د ورځې مقررېدو نه مخکښې، ۲۷داؤد او د هغۀ سړى لاړل او دوه سوه فلستيان يې ووژل. هغۀ د هغوئ د سنتېدو څرمن راوړه او ټول په شمېر کښې پوره وُو، د دې دپاره چې زوم يې جوړ شى. نو ساؤل خپله لور داؤد له ورکړه چې وادۀ يې کړى. ۲۸ساؤل ته صفا پته ولګېده چې مالِک خُدائ د داؤد مل دے او دا چې د هغۀ لور ميکل هم ورسره مينه کوى. ۲۹نو هغه د داؤد نه نور هم ويرېدو او چې ترڅو پورې ژوندے وو نو هغه يې دشمن وو. ۳۰د فلستيانو لښکرې به راتلې او جنګ به يې کولو او داؤد به د ساؤل د نورو آفسرانو نه په جنګ کښې زيات کامياب وو. نو په دې وجه داؤد ښۀ مشهور شو.