Yousafzai
The second book of the Torah

Exodus 24

پوخ لوظ کول

۱مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې، ”ما ته تۀ، هارون، ندب، ابيهُو او د بنى اِسرائيلو اويا مشران بره غر ته راشئ، خو نزدې مۀ راځئ او د لرې نه ما ته سجده وکړئ. ۲صِرف تۀ ما له راشه او هغه نور به ما له نزدې نۀ راځى. نور کسان به تا سره غرۀ ته نۀ راخېژى.“ ۳موسىٰ راغلو او خلقو ته يې د مالِک خُدائ ټولې خبرې او ټول اصُول بيان کړل او ټولو خلقو په يو آواز جواب ورکړو، ”څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى دى نو مونږ به هم هغه شان کوُو.“ ۴موسىٰ د مالِک خُدائ هغه ټولې خبرې وليکلې. بل سحر وختى د غرۀ په لمن کښې هغۀ يوه قربان‌ګاه جوړه کړه او د بنى اِسرائيلو د دولسو قبيلو په مطابق يې د هرې يوې دپاره دولس تيږې ودرولې. ۵بيا هغۀ د بنى اِسرائيلو څۀ زلمى مقرر کړل او هغوئ مالِک خُدائ ته سوزېدونکې قربانۍ او څۀ څاروى د سلامتۍ قربانۍ په توګه پېش کړل. ۶موسىٰ د ځناورو هغه نيمه وينه واخستله او په ښانکونو کښې يې واچوله، او هغه نوره نيمه يې په قربان‌ګاه وشيندله. ۷بيا هغۀ د لوظ کِتاب راواخستلو او حاضرو خلقو ته يې واورولو. هغوئ ووئيل، ”مونږ به د مالِک خُدائ تابعدارى کوُو او د هغۀ په ټولو خبرو به عمل کوُو.“ ۸بيا موسىٰ هغه وينه راواخستله چې په ښانکونو کښې وه او په خلقو يې وشيندله. هغۀ وفرمائيل، ”ګورئ، دا وينه د لوظ د پوخوالى دپاره ده کوم چې مالِک خُدائ تاسو سره کړے دے چې کله هغۀ دا ټول حُکمونه درکول.“ ۹موسىٰ، هارون، ندب، ابيهُو او د بنى اِسرائيلو هغه اويا مشران غرۀ ته وختل. ۱۰او هغه د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک يې وليدلو. د هغۀ د پښو لاندې لکه د آسمان په شان د نيلم کاڼى شين فرش وو. ۱۱د خُدائ پاک د لاس نه د بنى اِسرائيلو هغه مشرانو ته ضرر ونۀ رسېدلو، هغوئ خُدائ پاک وليدلو او بيا هغوئ خوراک څښاک وکړو.

حضرت موسىٰ د سينا په غرۀ باندې

۱۲مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”ما له غرۀ ته راوخېژه او چې کله تۀ هلته يې نو زۀ به تا له د کاڼو دوه تختې درکړم چې په هغې باندې ما ټول اصُول او حُکمونه ليکلى دى چې تۀ به دا خلقو ته بيانوې.“ ۱۳موسىٰ د خپل مدد کوونکى يشوَع سره روان شو او موسىٰ د خُدائ پاک غرۀ ته بره ختلو. ۱۴موسىٰ مشرانو ته وفرمائيل، ”تاسو مونږ ته دلته تر هغې پورې اِنتظار کوئ چې مونږ واپس نۀ يُو راغلى. هارون او حُور به ستاسو سره وى، او کۀ د چا څۀ لانجه وى نو هغوئ له دې ورځى.“ ۱۵چې موسىٰ بره وختلو نو وريځې غر پټ کړو. ۱۶‏-۱۷د مالِک خُدائ جلال په غرۀ باندې خور شو. بنى اِسرائيلو ته د مالِک خُدائ جلال داسې ښکارېدو لکه چې د غرۀ په سر باندې اور بل وى. شپږ ورځې وريځې غر پټ کړے وو او په اوومه ورځ مالِک خُدائ د وريځې د مينځ نه موسىٰ ته آواز وکړو. ۱۸چې موسىٰ بره غرۀ ته ورختلو نو د وريځې مينځ ته ورننوتلو او څلوېښت ورځې او څلوېښت شپې په غرۀ کښې ايسار شو.