Yousafzai
GENERAL EPISTLES

Hebrews 11

د ايمان لوئ مثالونه

۱نو ايمان دا دے چې په هغه څيزونو باور وکړُو چې د کوم په اُميد يُو، او په ناليدلو څيزونو يقين وکړُو. ۲په حقيقت کښې زمونږ مشرانو د ايمان په وسيله د خُدائ پاک قبوليت حاصل کړو. ۳د ايمان په وسيله مونږ ته پته ده چې عالمونه د خُدائ پاک په کلام جوړ شوى دى، نو چې څۀ په نظر راځى هغه د هغه څيزونو نه جوړ شوى دى کوم چې په نظر نۀ ښکارى. ۴د ايمان په وسيله د خُدائ پاک دپاره هابيل د قائِن نه بهتره قربانى پېش کړه، او هم د دې په وسيله هغه د صادق په توګه منظور شو، او خُدائ پاک په خپله د هغۀ قربانى قبوله کړه، هغه مړ هم شو، خو د خپل ايمان په وسيله هغۀ زمونږ دپاره يو مثال پېش کړو. ۵د ايمان په وسيله حنوک مړ نۀ شو بلکې آسمان ته ژوندے پورته کړے شو. هغه هيچا ونۀ موندلو ځکه چې خُدائ پاک هغه بره اوچت کړے وو، ځکه چې د هغۀ د پورته کېدو نه مخکښې دا ګواهى ورکړے شوه چې د هغۀ نه خُدائ پاک راضى دے. ۶او بغېر د ايمان نه د خُدائ پاک خوشحالول ناممکن دى، ځکه چې څوک خُدائ پاک ته راځى هغوئ ته په دې ايمان راوړل په کار دى چې هغه موجود دے او چې څوک هغه لټوى، هغوئ ته اجر ورکوى. ۷د ايمان په وسيله نوح د هغه څيزونو په باب کښې چې تر هغه وخته په نظر نۀ راتلل، هدايت وموندو او د خپل خاندان د بچ کولو دپاره يې کِشتۍ جوړه کړه. هغۀ د خپل ايمان په وسيله ټوله دُنيا مجرمه کړه او د هغه صداقت وارث شو چې د ايمان په سبب وو. ۸د ايمان په وسيله کله چې اِبراهيم وبللے شو نو هغه حُکم يې ومنلو او هغه ځائ ته لاړو کوم چې هغۀ ته په ميراث کښې ملاوېدونکے وو، او ورته دا پته نۀ وه چې چرته روان دے خو بيا هم د خپل مُلک نه روان شو. ۹او د ايمان په وسيله په هغه مُلک کښې د مسافرو په شان دېره شو د کوم چې ورسره لوظ شوے وو، او سره د اِسحاق او يعقوب چې هغوئ هم په هغه لوظ وارثان وُو، په خېمو کښې اوسېدل. ۱۰ځکه چې اِبراهيم د هغه مضبوط ښار ليدو اُميد ساتلو چې د منصوبې ماهر او جوړوونکے يې خُدائ پاک دے. ۱۱هم د ايمان په وسيله ساره د ماشوم پېدا کولو طاقت وموندو، اګر کۀ هغه ډېره بوډۍ او شنډه هم وه خو د هغې دا ايمان وو چې خُدائ پاک به خپل لوظ پوره کوى. ۱۲نو په دې وجه بيا د يو سړى نه چې د مړى په شان وو، چې په آسمان کښې څومره ستورى دى او چې د سمندر په غاړه څومره شګې دى بې‌شمېره اولاد پېدا شو. ۱۳هغه ټول خلق مړۀ شول د چا چې تر مرګ پورې د خُدائ پاک په ورکړے شوى لوظ ايمان وو. هغوئ ته هغه څۀ مِلاو نۀ شو د کوم څيز چې لوظ شوے وو خو هغوئ د لرې نه دا وليدو او ورته خوشحاله شول. هغوئ دا خبره قبوله کړه چې په زمکه هغوئ مسافر او غېر مُلکيان وُو. ۱۴ځکه چې کوم خلق دغه شان خبرې کوى، د هغوئ نه د دې خبرې پته لګى چې هغوئ د خپل مُلک په تلاش کښې دى. ۱۵کۀ هغوئ د هغه مُلک ارمان کولو د کوم نه چې هغوئ راوتلى وُو، نو هغوئ ته د واپس تللو موقع وه. ۱۶خو په حقيقت کښې هغوئ د يو بهتر ځائ، يعنې د آسمانى مُلک په تلاش کښې وُو، نو ځکه خُدائ پاک په دې نۀ شرميږى چې د هغوئ خُدائ پاک دې وبللے شى، نو هغۀ هغوئ له يو ښار تيار کړے دے. ۱۷هم د ايمان په وسيله اِبراهيم د آزمېښت په وخت اِسحاق د قربانۍ په توګه پېش کړو. اِبراهيم چا سره چې خُدائ پاک لوظونه کړى وُو هغه دې ته تيار شو چې خپل يکى يو زوئ قربان کړى، ۱۸کۀ څۀ هم چې خُدائ پاک فرمائيلى وُو، ”چې هم د اِسحاق نه به ستا نسل قائم وى.“ ۱۹ځکه چې د اِبراهيم په دې ايمان وو چې خُدائ پاک د مړو نه د بيا ژوندى کېدلو قدرت لرى، نو څنګه چې هغۀ وئيل نو هم هغسې يې هغه د مړو نه بيا ژوندے وموندلو. ۲۰هم د ايمان په وسيله اِسحاق يعقوب او عِيسو دواړو ته د مستقبل برکت ورکړو. ۲۱هم د ايمان په وسيله يعقوب چې کله مړ کېدو د يوسف وړو زامنو ته يې برکت ورکړو او د خپلې امسا په سر يې د تکيه کولو سره سجده وکړه. ۲۲هم د ايمان په وسيله کله چې د يوسف مرګ نزدې شو نو د بنى اِسرائيلو د مِصر نه د وتلو هدايت يې وکړو او د خپلو هډُوکو د ښخولو په حقله يې حُکم ورکړو. ۲۳هم د ايمان په وسيله د موسىٰ مور پلار د هغۀ د پېدايښت نه پس تر درېو مياشتو پورې هغه پټ وساتلو ځکه چې هغوئ وليدل چې ماشوم ښکلے دے او هغوئ د بادشاه د حُکم نه ونۀ يرېدل. ۲۴د ايمان په وسيله موسىٰ چې کله لوئ شو نو د فِرعون د لور د زوئ بللو نه يې اِنکار وکړو. ۲۵هغۀ د عارضى ژوندون د يو څو ورځو عېش عشرت او ګناه په ځائ د خُدائ پاک د اُمت سره د بد سلوک زغمل زيات خوښ کړل. ۲۶هغۀ د مسيح دپاره بد سلوک زغمل د مِصر د خزانو نه لوئ دولت وګڼلو ځکه چې د هغۀ نظر په لوئ اجر حاصلولو وو. ۲۷هم د ايمان په وسيله موسىٰ مِصر پرېښودو او د بادشاه د قهر نه ونۀ يرېدو، او خپل سفر يې جارى وساتلو ځکه چې د هغۀ نظر په ناليدلى خُدائ پاک باندې وو او پرې قائم پاتې شو. ۲۸هم د ايمان په وسيله موسىٰ بنى اِسرائيلو ته د فسح اختر کولو حکم وکړو او د دروازو په دُرشلونو باندې يې په وينه نوستلو عمل وکړو د دې دپاره چې د مرګ فرښته د دوئ اول پېدا شوى زامن هلاک نۀ کړى. ۲۹او د ايمان په وسيله بنى اِسرائيل په بحرِقُلزم داسې پورې وتل لکه چې په وُچه زمکه، خو کله چې مِصريانو د پورې وتو کوشش وکړو نو غرق شول. ۳۰هم د ايمان په وسيله د يريحو ښار دېوالونه د بنى اِسرائيلو تر اوو ورځو پورې ګېرچاپېره تاوېدلو نه پس راونړېدل. ۳۱هم د ايمان په وسيله راحب کنجره د نافرمانو سره هلاکه نۀ شوه ځکه چې هغې اِسرائيلى جاسوسان په خير قبول کړى وُو. ۳۲او نور زۀ څۀ ووايم؟ ځکه دومره وخت راسره نشته چې د جدعون، برق، سمسون، جفتاه، داؤد، سموئيل او د نورو نبيانو حال بيان کړم. ۳۳هغوئ د ايمان په وسيله بادشاهۍ فتح کړې، د عدل او اِنصاف حکومت يې قائم کړو او هغه لوظونه چې خُدائ پاک کړى وُو وې موندل، د زمرو خولې يې بندې کړې، ۳۴د اور تاو يې بند کړو، او د تُورې د مخ نه بچ شول. هغوئ په کمزورتيا کښې طاقت حاصل کړو، په جنګ کښې طاقتور شول او د غېرو مُلکونو فوجونه يې په تېښته کړل. ۳۵ښځو خپل مړى بيا ژوندى وموندل. ځينو په ځان وهل ټکول تير کړل، رهائى يې منظوره نۀ کړه، د دې دپاره چې هغوئ ته بهتر قيامت حاصل شى. ۳۶په ځينو پورې يې ټوقې وکړې، په کوړو يې ووهل، او څۀ يې په زنځيرونو وتړل او په قېد کښې يې واچول. ۳۷ځينې يې سنګسار کړل، او په اره يې وڅيرل، په تُورو يې مړۀ کړل، د ګډو بيزو څرمنې يې اغوستې وې، په محتاجۍ، په مصيبت، د بد سلوکۍ په حالت کښې سروهلى بروهلى ګرځېدل. ۳۸دُنيا د هغوئ لائقه نۀ وه، هغوئ په دشتو، غرونو او د زمکې په غارونو او سوړو کښې هواګير وګرځېدل. ۳۹د خپل ايمان په وجه د هغوئ ټولو ښۀ تعريف وشو، خو هغه څۀ ورته مِلاو نۀ شول د کوم چې ورسره لوظ شوے وو. ۴۰نو خُدائ پاک زمونږ دپاره يوه ښۀ منصوبه جوړه کړې وه، هغه دا چې زمونږ سره به هغوئ کامِل کړے شى.