Yousafzai
HISTORY

Joshua 14

د اُردن سيند نمرپرېواتۀ طرف ته د علاقې تقسيم

۱دا هغه حِساب کِتاب دے چې د اُردن سيند نمرپرېواتۀ طرف ته د کنعان مُلک په بنى اِسرائيلو باندې څنګه تقسيم شوے وو. اِلى‌عزر اِمام، د نون زوئ يشوَع او د بنى اِسرائيلو د قبيلو کورَنو مشرانو دا په خلقو باندې تقسيم کړو. ۲لکه څنګه چې مالِک خُدائ موسىٰ له حُکم ورکړے وو چې د اُردن سيند نمرپرېواتۀ طرف ته نهه نيمو قبيلو ته د ميراث د مِلاوېدو دا فېصله دې د پچې په ذريعه وشى. ۳‏-۴موسىٰ د اُردن نمرخاتۀ طرف ته مُلک د مخکښې نه هغه نورو دوه نيمو قبيلو ته حواله کړے وو. د يوسف اولاد په دوو قبيلو کښې تقسيم وو، منسى او اِفرائيم. موسىٰ په هغه زمکه کښې ليويانو له هيڅ حِصه ورنۀ کړه. خو هغوئ ته د اوسېدو دپاره داسې ښارونه مِلاو شول چې د هغوئ د څاروو او رَمو دپاره پټى په کښې وُو. ۵بنى اِسرائيلو هغه زمکه هم هغه شان تقسيم کړه لکه څنګه چې مالِک خُدائ موسىٰ له حُکم ورکړے وو.

د حبرون کالب ته مِلاوېدل

۶يوه ورځ د يهوداه د قبيلې څۀ خلق په جِلجال کښې يشوَع له راغلل. د هغوئ نه يو کس د يفُنه قنزى زوئ کالب هغۀ ته وفرمائيل، ”تا ته پته ده چې مالِک خُدائ په قادِس برنيع کښې د خُدائ پاک بنده موسىٰ ته زما او ستا په حقله څۀ فرمائيلى وُو. ۷زۀ د څلوېښتو کالو وم چې کله د مالِک خُدائ خِدمت کوونکى موسىٰ زۀ د قادِس برنيع نه ولېږلم چې د مُلک معلومات حاصل کړم. نو ما هغۀ له صحيح خبر راوړو. ۸کوم سړى چې زما سره تلى وُو نو هغوئ زمونږ خلق يرول. خو ما په وفادارۍ سره د مالِک خُدائ زما د خُدائ پاک تابعدارى وکړه. ۹په هغه وخت موسىٰ ما سره دا لوظ وکړو چې ما او زما بچو ته به بې‌شکه دا مُلک د ميراث په توګه ملاويږى چې په کوم کښې ما قدم اېښے وو. ۱۰خو اوس ګوره، چې د کله نه مالِک خُدائ موسىٰ ته داسې فرمائيلى دى نو د هغې پينځۀ څلوېښت کاله وشول. دا هغه وخت وو چې کله بنى اِسرائيل په صحرا کښې روان وُو او مالِک خُدائ د خپلې وعدې په مطابق تر نن ورځې پورې زۀ ژوندے ساتلے يم. ما ته وګوره. زۀ د پينځۀ اتياو کالو يم ۱۱او زۀ نن هم هغه شان تکړه يم چې څنګه په هغه وخت کښې وم چې کله موسىٰ لېږلے وم. زۀ تر اوسه پورې د جنګ او د باقى نورو کارونو دپاره اوس هم ښۀ تکړه يم. ۱۲نو، ما له د غرونو هغه مُلک راکړه چې مالِک خُدائ په هغه ورځ زما سره د هغې وعده کړې وه په کومه ورځ چې ما او نورو جاسوسانو خبر راوړو. ما بيا تا ته ووئيل چې هلته د دېوانو نسل عناقيان د پَخو دېوالونو په لويو لويو ښارونو کښې وُو. مالِک خُدائ دې زما مل شى او هغوئ به زۀ وشړم، هم هغه شان لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى دى.“ ۱۳يشوَع د يفُنه زوئ کالب دپاره برکت وغوښتلو او د حبرون ښار يې ورکړو چې د هغۀ خپل شى. ۱۴حبرون تر اوسه پورې د يفُنه قنزى د زوئ کالب دے، ځکه چې هغۀ په وفادارۍ سره د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک تابعدارى کوله. ۱۵د حبرون ښار مخکښې د قِريَت‌اربع په نوم يادېدو، ځکه چې اربع د ټولو نه لوئ عناقے وو. نو بيا په هغه مُلک کښې جنګونه ختم شول او امن و امان شو.