Yousafzai
WISDOM & POETRY

Psalm 42

د موسيقۍ د مشر دپاره: يو زبور د قورح د بچو

د يو فکرمند کس دُعا

۱څنګه چې هوسۍ د نِهر اوبو پسې تلوسه کوى،

داسې خُدايه پاکه، زړۀ مې تا پسې تلوسه کوى.

۲زما زړۀ د خُدائ پاک تږے دے، زۀ د ژوندى خُدائ پاک تږے يم.

زۀ به کله لاړ شم چې د هغۀ حضور کښې ودرېږم؟

۳اوښکې مې خوراک دى شپه او ورځ زۀ ژړېږم،

هر وخت راته خلق لګيا وى،

”ووايه، ستا خُدائ چرته دے؟“

۴تېر وخت چې راپه ياد شى په زړۀ باندې غمژن شم،

چې څنګه ډېرو خلقو سره به زۀ د خُدائ کور ته تلم،

او هغوئ به مې د خُدائ پاک عبادتګاه ته په خپله مشرۍ کښې بوتلل،

نو په لويه ډله کښې به ما په تېزه

د هغوئ سره د خوشحالۍ په آواز د شُکر ګزارۍ ثنا وئيله،

۵ولې خفه کېږې زما روحه؟ دومره ولې پرېشانه کېږې تۀ؟

په خُدائ پاک باندې توکل کوه مۀ پرېشانه کېږه تۀ،

زۀ به بيا ستا ثناء صِفت بيان کړم،

پاکه خُدايه ځکه چې هم تا زۀ خلاص کړم.

۶زړۀ مې پرېشانه دے نو ځکه زۀ تا يادوم،

د اُردن لرى مُلک او د حرمون او د مِضار د اوچت غرونو نه زۀ تا يادوم.

۷ستا د ژورو سمندرونو او ابشارونو شور زۀ اورم،

موجونو او چپو د سمندر زۀ ډوب کړم.

۸مالِک خُدائ د ورځې خپله ابدى مينه په ما راوروى،

د هغۀ حمد په شپه کښې زما زړۀ کښې وى،

دُعا کوم هغه خُدائ پاک ته چې څوک ژوند راکوى.

۹څوک چې زما مضبوط ګټ دے، زۀ به خُدائ پاک ته داسې ووايم،

”ولې دې هېر کړے يم زما دشمنان

په ما دومره ظلم ولې کوى چې زۀ غمژن ګرځم؟“

۱۰د دشمن پېغور هډوکى مات کړل ما له

هر وخت راته لګيا وى دشمنان زما

چې، ”ووايه اوس چرته دے خُدائ پاک ستا؟“

۱۱ولې خفه کېږې زما روحه، دومره ولې پرېشانه کېږې تۀ؟

په خُدائ پاک باندې توکل کوه مۀ پرېشانه کېږه تۀ،

زۀ به بيا ستا ثناء صِفت بيان کړم،

خُدايه ځکه چې هم تا زۀ خلاص کړم.