Yousafzai
HISTORY

1 Samuel 25

د سموئيل مرګ

۱نو سموئيل مړ شو او ټول بنى اِسرائيليان راغونډ شول او په هغۀ يې د غم ژړا وکړه. بيا هغوئ هغه په راما کښې په خپل خاندانى قبر کښې ښخ کړو.

حضرت داؤد او ابى‌جيل

د هغې نه پس، داؤد د فاران صحرا ته لاړو. ۲‏-۳د کالب د قبيلې يو سړے وو چې نوم يې نابال وو، چې هغه د معون د ښار وو او هغۀ د کرمل ښار سره نزدې خپله زمکه لرله. هغه مالداره سړے وو، درې زره ګډې او زر چېلۍ يې وې. د هغۀ ښځه ابى‌جيل ښائسته او هوښياره وه، خو هغه سخت او شوم سړے وو. نابال په کرمل کښې د خپلو ګډو نه وړۍ کلولې، ۴او داؤد، څوک چې په صحرا کښې وو د دې نه خبر شو چې نابال د خپلو ګډو نه وړۍ کلولې، ۵نو هغۀ لس زلمى د دې حُکم سره ولېږل چې کرمل ته لاړ شئ، نابال ولټوئ او زما سلام ورورسوئ. ۶هغۀ ته ووايئ، ”خوشحاله او ژوندے اوسې، په تا او ستا په کور دې سلامتى وى او په هغه هر څۀ دې سلامتى وى چې تۀ يې لرې. ۷هغۀ اورېدلى دى چې تۀ د خپلو ګډو وړۍ کلوې او هغۀ غوښتل چې تا ته دا پته ولګى چې کله ستا شپانۀ مونږ سره وُو نو مونږ هغوئ ته څۀ نقصان نۀ دے رسولے. کله چې هغوئ په کرمل کښې وُو نو هيڅکله د هغوئ يو څيز هم نۀ دے پټ کړے شوے. ۸تۀ د خپلو سړو نه تپوس وکړه او هغوئ به تا ته هم دغه شان ووائى. نو تۀ به مونږ سره ښېګړه وکړې څۀ، ځکه چې مونږ د اختر په ورځ راغلى يُو؟ تۀ مونږ يعنې ستا خِدمت کوونکو او خپل دوست داؤد له څۀ راکړه.“ ۹د داؤد زلمى راورسېدل او د داؤد دا پېغام يې نابال له ورکړو. او هغوئ هلته اِنتظار وکړو، ۱۰او آخر نابال جواب ورکړو چې، ”داؤد څوک دے؟ د يَسى زوئ څوک دے؟ نن سبا ډېر نوکران د خپلو نېکانو نه تښتى. ۱۱زۀ روټۍ، اوبۀ او هغه ځناور ولې يوسم چې ما د خپلو نوکرانو دپاره حلال کړى دى چې هغه سړو له يې ورکړم چې ما ته پته هم نشته چې هغوئ د کوم ځائ نه راغلى دى.“ ۱۲د داؤد سړى واپس راغلل او چې نابال څۀ وئيلى وُو نو هغه يې ورته ووئيل. ۱۳داؤد خپلو سړو ته وفرمائيل، ”هر يو سړے خپلې تُورې وتړئ.“ هغۀ حُکم ورکړو او هغوئ ټولو تُورې وتړلې. داؤد په خپله هم تُوره وتړله او تقريباً د خپلو څلورو سوو سړو سره لاړو، چې دوه سوه سړى يې وروستو د سامان سره پرېښودل. ۱۴د نابال يو نوکر د نابال ښځې ابى‌جيل ته ووئيل، ”تۀ خبر يې؟ داؤد د صحرا نه پېغام وړُونکى رالېږلى دى چې زمونږ نېک ته سلام ووائى، خو هغۀ يې بې‌عزتى وکړه. ۱۵خو هغوئ زمونږ سره ډېر ښۀ وُو، هغوئ مونږ کله هم نۀ يُو تنګ کړى او مونږ به هر وخت د هغوئ سره په پټو کښې وُو او زمونږ يو څيز هم نۀ دے پټ کړے شوے. ۱۶هغوئ شپه او ورځ زمونږ حِفاظت کولو او چې کله هم مونږ د هغوئ سره وُو نو هغوئ زمونږ د رَمو حِفاظت کولو. ۱۷دا زمونږ د نېک او د هغۀ د مکمل خاندان دپاره د تباهۍ سبب جوړېدے شى. هغه دومره بداخلاقه سړے دے چې د هيچا خبره به هم نۀ اورى.“ ۱۸ابى‌جيل زر زر دوه سوه روټۍ راټولې کړې، دوه د ميو نه ډکې مشکيزې، پينځۀ حلال شوى ګډان او لس کلو وريتې دانې، سل د کشمشو موټى او دوه سوه موټى د اوچو اينځرو يې واخستل او په خرونو يې بار کړل. ۱۹بيا هغې نوکرانو ته ووئيل، ”تاسو مخکښې ځئ او زۀ به په تاسو پسې درځم.“ خو هغې خپل خاوند ته هيڅ هم ونۀ وئيل. ۲۰هغې خپل خر د غرۀ په لمن کښې په تاو راتاو لاره باندې روان کړے وو چې ناڅاپه هغه د داؤد او د هغۀ د سړو سره مِلاو شوه چې د هغې طرف ته راروان وُو. ۲۱داؤد دا سوچ کولو چې، ”ما په دې صحرا کښې د دې کس د جائيداد حِفاظت ولې وکړو؟ د هغۀ يو څيز مې هم ورکېدلو ته نۀ دے پرېښے او چې ما د هغۀ سره کوم مدد کړے دے نو د هغې بدله داسې راکوى. ۲۲خُدائ پاک دې ما ووژنى کۀ ما هغه ټول سړى د سحر نه مخکښې ونۀ وژل.“ ۲۳کله چې ابى‌جيل داؤد وليدو، نو هغه زر زر راکوزه شوه او خپل ځان يې په زمکه وغورزولو ۲۴او د داؤد په پښو کښې پرېوته او هغۀ ته يې ووئيل، ”يواځې ما قصورواره وګڼه، خپلې وينځې له د خبرو کولو اجازت ورکړه او چې ستا وينځه څۀ وئيل غواړى نو صاحِبه، هغې ته غوږ ونيسه. ۲۵صاحِبه، د دې بې‌کاره سړى نابال خبره مۀ اوره. هغه په رښتيا هم هغه شے دے لکه چې څنګه يې نامه ده، کم عقل. صاحِبه، کله چې ستا نوکران راورسېدل نو زۀ هلته نۀ وم. ۲۶دا مالِک خُدائ وو چې هغۀ د بدل اخستلو نه او تۀ يې د خپلو دشمنانو د وژلو نه ساتلے يې. او اوس زۀ تا ته په ژوندى مالِک خُدائ قسم خورم چې ستا دشمنان او هر څوک چې تا ته نقصان رسوى هغوئ له به د نابال په شان سزا ورکړے شى. ۲۷نو اوس، چې ستا وينځې کومه تُحفه تا له راوړې ده هغه قبوله کړه او خپلو زلمو له يې ورکړه. ۲۸صاحِبه، کۀ ما څۀ قصور کړے وى نو ما معاف کړه. مالِک خُدائ به ستا او ستا د بچو بادشاهى قائمه ساتى، ځکه چې زما نېک د مالِک خُدائ دپاره جنګونه کوى، او چې تر کومې پورې تۀ ژوندے يې نو تۀ دې بد عمل ونۀ کړې. ۲۹کۀ څوک په تا باندې حمله کوى او ستا د وژلو کوشش کوى، نو مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک به تا داسې بچ ساتى لکه چې څوک د قيمتى خزانې حِفاظت کوى. او هغه به ستا دشمنان داسې وغورزوى لکه چې څوک په لينده کښې کاڼے لړه کوى. ۳۰او کله چې مالِک خُدائ هغه ټول ښۀ کارونه کړى وى لکه څنګه يې چې تا سره وعده کړې ده او تۀ يې د بنى اِسرائيلو مشر جوړ کړے يې، ۳۱نو صاحِبه، تۀ به پښېمانه نۀ يې او نۀ به په زړۀ کښې خفه يې، چې بغېر د څۀ وجې نه دې خلق وژلى وى يا دې خپله بدله اخستې وى. او کله چې مالِک خُدائ برکت درکړى، نو مِهربانى وکړه چې خپله خِدمت کوونکې هېره نۀ کړې.“ ۳۲داؤد ابى‌جيل ته وفرمائيل، ”د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک صِفت دې وى چې هغۀ نن تۀ زما سره مِلاوېدو له راولېږلې. ۳۳ستا د هوښيارتوب دپاره دې د خُدائ پاک شُکر وى او د هغې دپاره چې تا نن وکړل چې د وينې تويولو د جرم او د خپل بدل اخستلو نه دې وساتلم. ۳۴مالِک خُدائ زۀ تا ته د نقصان رسولو نه ساتلے يم. خو زۀ د بنى اِسرائيلو په ژوندى خُدائ پاک قسم خورم کۀ تۀ ما سره مِلاوېدو له زر زر نۀ وې راغلې، نو د سحر پورې به د نابال ټول سړى مړۀ شوى وُو.“ ۳۵بيا داؤد هغه څۀ قبول کړل چې هغې راوړى وُو او هغې ته يې وفرمائيل، ”په خېر سره واپس کور ته لاړه شه. ما ستا خبره اورېدلې ده او ستا عرض مې منلے دے.“ ۳۶ابى‌جيل واپس نابال له لاړه، هغه په کور کښې وو او داسې روټۍ يې کړې وه چې د بادشاهانو سره سمون خورى. هغه په نشه کښې وو او ښۀ په سور کښې وو، نو هغې تر سحره پورې هغۀ ته هيڅ هم ونۀ وئيل. ۳۷بيا کله چې د هغۀ نه نشه لاړه، نو هغې ورته هر څۀ ووئيل. هغه فالج ووهلو او مکمل شل شو. ۳۸تقريباً لس ورځې وروستو مالِک خُدائ نابال ووهلو او مړ شو. ۳۹کله چې داؤد خبر شو چې نابال مړ شو، نو هغۀ وفرمائيل، ”د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى. هغۀ د نابال نه زما د بې‌عزتۍ بدله اخستې ده او زۀ يعنې خپل خِدمت کوونکے يې د غلط کار نه ساتلے يم. مالِک خُدائ نابال له د هغۀ د بدعملۍ سزا ورکړې ده.“ بيا داؤد ابى‌جيل له خبر ورولېږلو چې زما سره وادۀ وکړه. ۴۰د هغۀ نوکران په کرمل کښې هغې له ورغلل او ورته يې ووئيل، ”داؤد مونږ رالېږلى يُو چې تا بوځُو او د هغۀ ښځه شې.“ ۴۱ابى‌جيل سر زمکې ته ټيټ کړو او وې وئيل، ”زۀ د هغۀ وينځه يم، زۀ د هغۀ د نوکرانو د پښو وينځلو دپاره تياره يم.“ ۴۲هغه زر زر پاڅېده او په خر سوره شوه. پينځۀ نوکرانې ورسره وې، هغه د داؤد د نوکرانو سره لاړه او د هغۀ ښځه شوه. ۴۳داؤد د يزرعيل اخينوعم هم وادۀ کړې وه او دواړه يې ښځې شوې. ۴۴په دې دوران کښې، د داؤد چې کومه ښځه وه او د ساؤل لور وه، ساؤل هغه د داؤد نه خلاصه کړه او د ليس زوئ فلطى له ورکړه. فلطى د جليم د ښار وو.