Yousafzai
HISTORY

2 Chronicles 17

د يهوسفط بادشاه جوړېدل

۱يهوسفط د خپل پلار آسا نه پس بادشاه جوړ شو او د اِسرائيل خِلاف يې خپل ځان مضبوط کړُو. ۲هغۀ د يهوداه د پَخو دېوالونو په ښارونو کښې، د يهوداه په مُلک کښې او د اِفرائيم د علاقې په هغه ښارونو کښې کوم چې آسا قبضه کړى وُو، فوجيان مقرر کړل. ۳مالِک خُدائ د يهوسفط مل وو ځکه چې هغه د خپل پلار په هغه نقش قدم باندې روان وو لکه څنګه چې داؤد د بادشاهۍ په شروع کښې ښۀ وو او يهوسفط د بعل عبادت ونۀ کړو. ۴هغۀ د خپل پلار د خُدائ پاک خِدمت کولو او د خُدائ پاک حُکمونه يې منل او هغه شان عمل يې نۀ کولو څنګه چې د اِسرائيل بادشاهانو کول. ۵مالِک خُدائ د يهوداه په بادشاهۍ باندې د يهوسفط قابو مضبوطه کړه او ټولو خلقو به هغۀ له تُحفې راوړلې، نو داسې هغه مالداره او ډېر عزتمند شو. ۶هغۀ خپل ځان د مالِک خُدائ کار ته وقف کړے وو او علاقائى عبادتخانې او د اشيرې بُت نښې يې په يهوداه کښې تباه کړې. ۷هغۀ د خپلې بادشاهۍ په درېم کال دا آفسران ولېږل چې د يهوداه په ښارونو کښې تعليم ورکړى، بِن‌خېل، عبدياه، زکرياه، نتنى‌ايل او ميکاياه. ۸د هغوئ سره نهۀ ليويان او دوه اِمامان ملګرى وُو. ليويان دا وُو، سمعياه، نتنياه، زبدياه، عساهيل، سميراموت، يونتن، ادونياه، طوبياه او طوب ادونياه، او اليسمع او يهورام اِمامان وُو. ۹هغوئ د مالِک خُدائ د تورات کِتاب واخستلو او د يهوداه ټولو ښارونو ته لاړل او خلقو له يې تعليم ورکولو.

د يهوسفط عظمت

۱۰په ګېرچاپېره حکومتونو باندې د مالِک خُدائ يره راغله نو هغوئ د يهوسفط خِلاف جنګ نۀ شو کولے. ۱۱څۀ فلستيانو يهوسفط له په يو لوئ مِقدار کښې سپين زر او نورې تُحفې راوړې او څۀ عربو ورله اووۀ زره او اووۀ سوه ګډان او اووۀ زره او اووۀ سوه چېلۍ راوستلې. ۱۲نو يهوسفط نوره هم ترقى کوله او تکړه کېدو. هغۀ په يهوداه کښې ځائ په ځائ قلعې او د ښارونو ګودامونه جوړ کړل، ۱۳چرته چې په لوئ مِقدار کښې د هغوئ سامانونه جمع شوى وُو. هغۀ په يروشلم کښې تکړه آفسران مقرر کړل، ۱۴د هغۀ لښکر د قبيلو په مطابق جوړ شوے وو. عدنه د يهوداه د ډلو د فوجيانو مشر وو او درې لاکه فوجيان د هغۀ د واک اختيار لاندې وُو. ۱۵يهوحنان په هغۀ پسې دوېم کس وو، چې د هغۀ سره دوه لاکه او اتيا زره فوجيان وُو، ۱۶درېم د زِکرى زوئ عمسياه وو، چې د هغۀ سره دوه لاکه فوجيان وُو. او عمسياه به په رضاکارانه توګه د مالِک خُدائ خِدمت کولو. ۱۷د بنيامين د ډلو د فوجيانو مشر اليدع وو، چې هغه يو ډېر تکړه فوجى وو، هغه د دوو لاکو فوجيانو مشر وو چې ډالونه او ليندې ورسره وې. ۱۸په هغۀ پسې دوېم مشر يهوزبد وو چې د هغۀ سره يو سل او اتيا زره سړى وُو، چې ښۀ جنګى سامان ورسره وو. ۱۹دې سړو په يروشلم کښې د بادشاه خِدمت کولو او د دې نه علاوه هغۀ د يهوداه د پَخو دېوالونو په ښارونو کښې نور فوجيان هم مقرر کړل.