Yousafzai
WISDOM & POETRY

Psalm 25

د حضرت داؤد يو زبور

د هدايت او حفاظت دپاره دُعا

۱زما مالِکه خُدايه، زۀ دُعا غواړم له تا،

۲اے زما پاکه خُدايه، زۀ توکل کوم په تا.

ما شرمنده کېدو نه بچ کړه،

مۀ پرېږده چې دشمنان کامياب شى په ما.

۳هيڅکله شرمنده به نۀ شى هغه څوک چې کوى يقين په تا،

خو شرميږى به هغوئ چې د نورو سره کوى دوکه.

۴اے مالِکه خُدايه، ما ته خپلې لارې وښايه،

خپلې لارې راته وښايه چې زۀ په هغې لاړ شم.

۵تۀ ما د خپل حقيقت خوا له بوځه او هم درس راکړه ما له،

او هر وخت زۀ توکل کوم په تا اے زما خلاصونکى خُدايه.

۶اے مالِکه خُدايه هغه مينه او رحم دې در په ياد کړه خپله،

چې کوله دې د ازله تا په خپله.

۷زما د ځوانۍ غلطۍ او ګناه مۀ يادوه

خو ما د خپلې بې‌بها مينې په وجه يادوه،

ځکه چې تۀ مهربان يې اے مالِکه خُدايه.

۸ښۀ مې مالِک خُدائ دے سم کارونه کوى،

څوک چې وى بې‌لارې هغوئ ته نېغه لار سموى.

۹هغه عاجزان په سمه لار روانوى،

او خپله لار هغوئ ته ور زده کوى.

۱۰د مالِک خُدائ ټولې لارې دى ډکې د وفا او د مينې،

د هغه چا دپاره چې ساتى د هغۀ د لوظ ټولې غوښتنې.

۱۱اے مالِکه خُدايه، د خپل پاک نوم د خاطره،

راوبخښه کۀ هر څومره زما ګناه ده لويه.

۱۲څوک دى هغوئ چې د مالِک خُدائ نه يره کوى؟

هغه به دوئ ته هغه لار وښائى کومه چې دوئ دپاره غوره کول دى.

۱۳هغوئ به خپل ژوند په خير تېروى،

د هغۀ اولاد ته به زمکه په ميراث کښې ورکوى.

۱۴مالِک خُدائ د هغه چا ملګرے دے څوک چې د هغۀ نه يريږى،

هغوئ ته به د خپل لوظ شرطونه ورزده کوى.

۱۵زما نظر به همېشه د مالِک خُدائ طرف ته وى،

هم هغه ما د دشمنانو د دام نه خلاصوى.

۱۶او خپل فضل په ما وکړه زما طرف ته راوګرځه،

ځکه زۀ يواځې شوے يم بد حاله.

۱۷د بد نه بدتر شول زما غمونه،

خلاص مې کړه تکليفونه.

۱۸زما غمونو او مصيبتونو ته توجو ورکړه

او زما ټول ګناهونه ما ته معاف کړه.

۱۹ګوره څومره ډيريږى دشمنان زما

ګوره چې دوئ څومره کرکه کوى له ما.

۲۰زما ژوند د دوئ نه په امان کړه ما وساته،

ما مۀ شرموه چې راوړې مې ده پناه تا ته.

۲۱زما راستى زما نېکى دې پام وکړى په ما،

ځکه چې په تا توکل کړے دے ما.

۲۲اے پاکه خُدايه، بنى اِسرائيل بچ کړه،

د ټولو مشکلاتو نه يې خلاص کړه.