Yousafzai

MAJOR PROPHETS

Isaiah 64

۱اے، چې تۀ آسمان وشلوې او راکوز شې، نو غرونه به تا وګورى او ستا په وړاندې به په ريږدېدو شى. ۲لکه څنګه چې اور لرګى سيزى او اوبۀ خوټکوى، نو ستا راتګ به قومونه ولړزوى. بيا به ستا دشمنانو ته ستا د مشهورتيا پته ولګى. ۳پخوا کله چې تا يروونکى کارونه وکړل چې مونږ يې هيڅ توقع نۀ کوله، نو تۀ داسې راکوز شوې چې غرونه ستا په وړاندې په لړزان شول. ۴د پخوا نه نۀ ستا په شان خُدائ پاک چا ليدلے دے او نۀ يې اورېدلې دى، صرف تۀ هغه خُدائ يې چې د هغوئ مدد کوې څوک چې ستا په انتظار کښې وى. ۵تۀ هغه خلقو ته هرکلے وائې څوک چې په خوشحالۍ سره د صداقت کارونه کوى او ستا په لار ځى. ګوره، تۀ مونږ ته غصه وې، خو مونږ ګناه نۀ پرېښودله، چې د ډېرې زمانې نه مونږ په ګناه کښې بوخت يُو، نو څنګه به بچ شُو؟ ۶مونږ ټول د هغه سړى په شان يُو څوک چې ناپاک وى، او زمونږ ټول ښۀ عملونه د پليتې کپړې په شان دى. مونږ د خزان د پاڼو په شان مړاوى شُو او راپرېوځو، او زمونږ ګناهونه مونږ لکه د هوا په شان جارُو کړى. ۷هيڅ څوک هم ستا نوم نۀ اخلى او نۀ تا ته د رحم سوال کوى. تا زمونږ نه مخ اړولے دے او مونږ دې زمونږ د ګناه په حواله کړې يُو. ۸خو اے مالِکه خُدايه، تۀ زمونږ پلار يې. مونږ د خټې په شان يُو او تۀ د کُلال په شان يې. تا مونږ جوړ کړى يُو، ۹مونږ ته سخت مۀ غصه کېږه او زمونږ ګناه د همېشه دپاره ياده مۀ ساته. مونږ ته وګوره، مونږ تا ته مِنت کوُو، او ګوره مونږ ټول هم ستا خلق يُو. ۱۰ستا مقدس ښارونه تباه شوى دى، د صيون نه بيابان جوړ شوے دے، او د يروشلم نه کنډر جوړ شوے دے. ۱۱او ستا هغه ښائسته او مقدس کور، چرته چې زمونږ پلار نيکۀ ستا ثناء صِفت کولو، اور سيزلے دے. او زمونږ د خوښې ټول ځايونو نه کنډر جوړ شوے دے. ۱۲اے مالِکه خُدايه، د دې هر څۀ باوجود به تۀ زمونږ مدد نه اِنکار کوې څۀ؟ خاموش به يې او بې‌انتها سزا به راکوې؟