Yousafzai

MAJOR PROPHETS

Isaiah 35

د پاکوالى لار

۱صحرا او اوچه زمکه به خوشحالى وکړى، او په بيابان کښې به ګلونه غوټۍ شى. ۲صحرا به سندرې وائى او د خوشحالۍ چغې به وهى، دا صحرا به د لبنان د غرونو په شان شنه وى او د کرمل غر په شان او شوکت والا او د شارون پټو په شان به زرخېزه وى. نو هر يو کس به د مالِک خُدائ شان او شوکت ووينى، او زمونږ د خُدائ پاک لوئى او عظمت به ووينى. ۳کوم لاسونه چې ستړى شوى دى نو هغې له طاقت ورکړه او هغه ګوډو له طاقت ورکړه چې د کمزورۍ په وجه لړزيږى. ۴څوک چې بې‌حوصلې شوى دى نو هغوئ ته ووايه، ”تکړه شئ او مۀ يرېږئ. خُدائ پاک راروان دے چې تاسو بچ کړى، او ستاسو دشمنانو له سزا ورکړى.“ ۵نو د ړندو به سترګې وغړيږى، او د کڼو به غوږونه اورېدل شروع کړى. ۶ګوډ به د هوسۍ په شان ټوپونه وهى، او ګونګيان به د خوشحالۍ سندرې وائى. په صحرا کښې به چشمې راوځى او په بيابان کښې به د اوبو نِهرونه بهيږى، ۷د بلېدونکې شګې نه به تالاب جوړ شى، او اوچه زمکه به د چينو نه ډکه شى. چرته چې ګيدړان اوسېدل، نو هلته به د نمژنې زمکې واښۀ او لوخې راوټوکيږى. ۸هلته به يو لوئ سړک وى، چې نوم به يې ”د پاکوالى لار“ وى. ناپاک خلق به په دې باندې سفر نۀ کوى، ځکه چې دا لار صرف هغه خلقو دپاره مخصوص شوې ده کوم چې په نېغه لار ځى، او کم عقل خلق به په دې لار نۀ شى تلے. ۹هلته به زمريان نۀ وى، بد ځناور به په هغه لار باندې نۀ تېريږى او نۀ به هلته پاتې کيږى. خو مالِک خُدائ چې څوک بچ کړى وى نو هغوئ به په هغه لار باندې ځى. ۱۰هغوئ چې د چا فديه مالِک خُدائ ورکړې ده هغوئ به واپس راشى او سندرې به وائى، څنګه چې يروشلم ته داخل شى نو د هغوئ زړونه به همېشه د خوشحالۍ نه ډک وى، او هغوئ به دومره زيات خوشحاله وى چې غم او پرېشانۍ به ترې وتښتى.