Yousafzai
WISDOM & POETRY

Psalm 20

د موسيقۍ د مشر دپاره: د حضرت داؤد يو زبور

د کاميابۍ دپاره دُعا

۱په وخت د مصيبت کښې دې مالِک ستا فرياد واورى،

د يعقوب د خُدائ پاک نوم دې د هر نقصان نه ستا حفاظت وکړى.

۲هغه دې ستا مدد وکړى د خپل مقدس ځائ نه

او داسې به طاقت درکوى د صيون نه.

۳ټولې قربانۍ دې ستا قبولې کړى

ټولې سوزېدونکې نذرانې دې ستا منظورې کړى.

۴هغه دې ستا د زړۀ ارمان پوره کړى

کاميابه دې هغه ستا منصوبې کړى.

۵نو ستا په کاميابۍ به چغې د خوښۍ ووهو

د خپل خُدائ د نوم جنډې به اوچتې کړُو.

مالِک خُدائ دې جواب درکړى ستا د ټولو سوالونو.

۶اوس زۀ په دې پوهېږم چې مالِک خُدائ به خپل غوره شوے بادشاه بچ کړى،

هغه به د خپل پاک آسمان نه جواب ورکړى

په خپل لوئ طاقت سره به يې هغه بچ کړى.

۷څوک فخر کوى په جنګى ګاډو او څوک په آسونو،

خو مونږ د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک په نوم فخر کوُو.

۸دا قومونه به په ګوډو شى او راوبه غورزيږى،

خو مونږ به راپاڅو او ټينګ به ودرېږو.

۹ورکړه فتح زمونږ بادشاه له، اے مالِکه خُدايه،

کله چې تا ته سوال کوُو مونږ ته جواب راکړه.