Yousafzai
WISDOM & POETRY

Psalm 10

د عدالت دپاره دُعا

۱اے مالِکه خُدايه، تۀ زما نه ولې لرې ودرېږې؟

په وخت د مصيبت کښې تۀ ما نه ولې خپل ځان پټوې؟

۲په خپل غرور کښې بدکاران غريبانان خپل ځان ته پرزوى،

دوئ په خپله په خپلو بدچلونو کښې راګېر کړه.

۳د خپل نفس لافې کوى دا بدکاران،

په مالِک خُدائ لعنت کوى او د هغۀ نه اِنکار کوى لالچيان.

۴خپل غرور کښې بدکاران طلب نۀ کوى د خُدائ پاک،

په خپلو ټولو سوچونو کښې هيڅ پرواه نۀ کړى د خُدائ پاک.

۵تل کاميابه وى هغوئ په دشمنانو پورې خندا کوى،

ستا قانون نۀ منى دا مغروران.

۶ځان سره دوئ وائى چې، ”هيڅ به مو نۀ کړى په لړزان،

ټول عمر زۀ به يم خوشحاله او د سختو به يم په امان.“

۷خولۀ يې دروغژنه، کنځل ماره، دوکه بازه ده،

د هغۀ ژبه غوڅونکې، تباه کوونکې ده.

۸پروت د کلو خوا کښې پټ په پټه اِنتظار کوى،

وژنى بې‌ګناه ګورى د ورايه پرې ګزار کوى.

۹لکه زمرى پټ په پرده کښې اِنتظار کوى،

نيسى غريبان پروت دے په پټه اِنتظار کوى،

رايې کاږى او په جال کښې يې راګېروى.

۱۰نو مظلومان په کښې چخڼى شى،

او د ظالم د زور سره رالاندې شى.

۱۱بد کار د خپل ځان سره دا وائى چې، ”د خُدائ پاک هېر شوى دى،

چې هيڅ نۀ وينى، سترګې يې پټې کړې دى.“

۱۲اے مالِکه خُدايه، راپاڅه، او بدکارانو ته سزا ورکړه.

پاکه خُدايه مظلومان مۀ هېروه.

۱۳خُدائ ولې سپکوى دغه بدکاران؟

خپل ځان سره وائى چې، ”نشته تپوسونه،“ وائى دغه بدکاران.

۱۴خو تا په خپله دا تکليفونه او خفګان وليدلو،

او تۀ په خپله دا وينې او عدالت کوې.

تا ته ځان سپارلے دے بې‌وسه مظلومانو،

مل يې تۀ او حفاظت کوې د بې‌پلارانو.

۱۵لاسونه مات کړه د بدکاره بدعمله انسان،

هغوئ له داسې بدله ورکړه چې يو ظالم هم پاتې نۀ شى.

۱۶د مالِک خُدائ بادشاهى به تل تر تله وى،

د هغۀ د دُنيا نه به غېرقومونه هلاک شى.

۱۷اے مالِکه خُدايه، تا په خپله سوال زارى د مظلومانو واورېدله،

تۀ هغوئ ډاډه کوې او سوالونه يې اورې،

۱۸تۀ د بې‌پلاره مظلومانو محافظ يې،

نو فانى انسان به دوئ په دې دُنيا کښې يرولے نۀ شى.