Yousafzai
WISDOM & POETRY

Psalm 13

د موسيقۍ د مشر دپاره: د حضرت داؤد يو زبور

د دشمنانو د لاس نه د خلاصون دُعا

۱اے مالِکه خُدايه، تر کومه به تۀ ما هېروې؟

تر ابده پورې

تر کومه به تۀ بل خوا ته ګورې؟

۲تر کومه به زما ذهن پرېشانه وى

هره ورځ زما په زړۀ کښې به تر کومه خفګان وى؟

تر کومه به دشمن په ما باندې غالب وى؟

۳مالِکه زما خُدايه، راشه ما له جواب راکړه.

سترګې مې روښانه کړه ګنې مړ به شم،

۴مۀ خوشحالوه ما باندې تۀ زما دشمنان،

چې، ”ور مو کړُو شکست،“ وائى به دوئ مدام.

دوئ مۀ خوشحالوه زما په لړزان.

۵ستا په بې‌حده مينه لرم ايمان،

زۀ به خوشحالى کوم ځکه چې ستا د خلاصون منم احسان.

۶مالِکه خُدايه، ستا د صِفت سرود به کړم بيان،

ځکه چې تۀ يې په ما مهربان.