Yousafzai

MAJOR PROPHETS

Ezekiel 34

د بنى اِسرائيلو شپونکى

۱د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو چې، ۲”اے بنى آدمه، د شپونکو يعنې د بنى اِسرائيلو د مشرانو خلاف پېشګوئې وکړه، او هغوئ ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، د بنى اِسرائيلو په شپونکو دې افسوس وى څوک چې صرف خپله ګېډه څروى. ولې يو شپون ته پکار نۀ دى چې خپله رمه وڅروى؟ ۳تاسو د دې پئ څښئ، او د دې د وړۍ نه ځانله جامې جوړَوئ او د خوښې ګډورى ترې نه حلالوئ، خو تاسو خپله رمه نۀ څروئ. ۴تاسو د کمزورو ګډو خيال نۀ کولو او نۀ مو د بيمارانو دارو کول، او نۀ مو د زخمى شوو مرهم پټۍ کوله. تاسو ورک شوې واپس نۀ راوستل، او نۀ مو د ورک شوو لټون کولو. تاسو په هغوئ په سختۍ او د ظلم حکومت وکړو. ۵نو هغه ګډې خوَرې شوې ځکه چې د هغوئ شپونکے نۀ وو، او کله چې هغه خورې ورې شوې نو د ځنګلى ځناورو د خوراک شوې. ۶زما ګډې په ټولو غرونو او اوچتو غونډو سرګردانه وګرځېدلې. هغوئ په ټوله زمکه باندې خوَرې شوې، او چا هم نۀ د هغوئ لټون وکړو او نۀ يې وکتلې. ۷نو په دې وجه اے شپونکو، د مالِک خُدائ کلام واورئ، ۸زما دې په خپل ذات قسم وى، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى، ځکه چې زما د ګډو ښۀ شپونکے نشته نو په دې وجه لوټ شوې او د ټولو ځنګلى ځناورو د خوراک شوې، ځکه چې زما شپونکو زما د رمې لټون ونۀ کړو او زما د رمې په ځائ يې د خپل ځان خيال وساتلو، ۹نو په دې وجه اے د قوم شپونکو، د مالِک خُدائ کلام واورئ، ۱۰مالِک قادر مطلق خُدائ دا فرمائى چې، زۀ اوس د دې شپونکو خلاف يم او هغوئ به زۀ د خپلو ګډو دپاره ذمه وار وګرځوم. زۀ به هغوئ د خپلو ګډو د شپونتوب نه لرې کړم نو داسې به شپونکى نور خپل ځانونه نۀ شى مړولے. زۀ به خپلې ګډې د هغوئ د خُلو نه بچ کړم، او هغوئ به نور د دوئ خوراک نۀ وى.“

ښۀ شپون

۱۱”مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى چې، زۀ به په خپله د خپلو ګډو لټون وکړم او هغوئ به راپېدا کړم او د هغوئ خيال به ساتم. ۱۲لکه څنګه چې شپونکى د خپلو ګډو سره وى او د خپلو خوَرو ګډو په تلاش کښې وى، نو هم داسې به زۀ هم د خپلو ګډو په تلاش کښې يم. زۀ به هغوئ د هغه ټولو ځايونو نه بچ کړم چرته چې هغوئ د تيارې او د وريځې په ورځ خوَرې ورې شوې وې. ۱۳زۀ به هغوئ د نورو قومونو نه راوکاږم او د نورو مُلکونو نه به يې راغونډ کړم، او زۀ به هغوئ خپل مُلک ته واپس راولم. هغوئ به زۀ د بنى اِسرائيلو په غرونو، او سيندونو په غاړه او د مُلک په ټولو آبادو ځايونو کښې وڅروم. ۱۴زۀ به هغوئ په ښۀ شنو ځايونو کښې وڅروم، او د بنى اِسرائيلو د غرونو لوړې څوکې به د هغوئ د څرېدو ځائ وى. او هلته به هغوئ په ښۀ شنو واښو کښې څملى، او هغوئ د بنى اِسرائيلو د غرونو په شنو واښو کښې وڅريږى. ۱۵زۀ به په خپله د خپلو ګډو شپون يم او هغوئ له به آرام ورکړم، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى. ۱۶زۀ به د ورکو شوو ګډو لټون وکړم او بې‌لارې شوې ګډې به راواپس کړم. زۀ به د زخمى شوو مرهم پټۍ وکړم او کمزورو له به طاقت ورکړم، خو حرصناکې او مضبوطې به هلاکې کړم. زۀ به په اِنصاف سره د ګډو شپونتوب وکړم. ۱۷ترڅو چې ستاسو خبره ده اے زما رَمې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، زۀ به په خپله د يو ګډ او بل ګډ په مينځ کښې فېصله وکړم، او د ګډانو او د چېلو په مينځ کښې به عدالت کوم. ۱۸ولې دا ستاسو دپاره کافى نۀ ده چې په ښه ګياه کښې وڅرېږئ؟ ولې تاسو به نوره پاتې ګياه د پښو لاندې کوئ څۀ؟ ولې دا ستاسو دپاره کافى نۀ ده چې پاکې اوبۀ وڅښئ؟ ولې تۀ به نورې پاتې اوبۀ په پښو سره خړوئ څۀ؟ ۱۹ولې زما رمه به هغه ګياه خورى چې تاسو د پښو لاندې کړې وى او هغه اوبۀ به څښى چې تاسو د پښو سره خړې کړې دى؟ ۲۰نو په دې وجه هغوئ ته، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى چې، ګورئ، زۀ په خپله به د څُرب ګډ او مانده ګډ په مينځ کښې عدالت وکړم. ۲۱ځکه چې تاسو څربه ګډو، په خپلو اوږو او پتونونو باندې ټولې مانده ګډې ديکه کړې، او په خپلو ښکرونو سره مو ډغرې ورکړې، تر دې چې تاسو هغوئ خورې ورې کړې، ۲۲نو زۀ به خپله رمه بچ کړم، او هغوئ به نور نۀ تالا والا کيږى. زۀ به د يوې ګډې او د بلې ګډې په مينځ کښې عدالت وکړم. ۲۳زۀ به په هغوئ يو شپونکے مقرر کړم، زما خِدمتګار داؤد، او هغه به هغوئ څروى او هغه به د هغوئ شپونکے وى. ۲۴زۀ، مالِک خُدائ به د هغوئ خُدائ پاک يم، او زما خِدمتګار داؤد به د دوئ په مينځ کښې شهزاده وى. ما مالِک خُدائ وفرمائيل. ۲۵زۀ به د هغوئ سره د امن لوظ وکړم او د هغه مُلک نه به خطرناک ځناور وشړم، نو هغوئ به په ميرو کښې ژوند کوى او په ځنګلونو کښې به په امن سره اودۀ وى. ۲۶زۀ به هغوئ له، او خپل غر نه چاپېره ځايونو له برکت ورکړم. زۀ به په صحيح موسم په هغوئ باران کوم، او دا به د فضل او برکت بارانونه وى. ۲۷د باغونو ونې به خپلې مېوې کوى او زمکه به خپل فصلونه کوى، او خلق به په خپل مُلک کښې په امن وى. نو بيا به هغوئ پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم، کله چې زۀ د هغوئ د غلامۍ جغ مات کړم او د هغه خلقو د لاس نه ورله خلاصون ورکړم چا چې هغوئ غلامان کړى دى. ۲۸نور به هغوئ د نورو قومونو د لاسه نۀ لوټ کيږى، او نۀ به يې ځنګلى ځناور خورى. هغوئ به په امن سره ژوند کوى، او هيڅوک به هغوئ نۀ شى يرولے. ۲۹زۀ به هغوئ له داسې زمکه ورکړم چې په فصل کولو کښې به مشهوره وى، او هغوئ به نور په دې مُلک کښې د قحط په وجه په تکليف کښې نۀ وى او نۀ به د قومونو مسخرې زغمى. ۳۰نو بيا به هغوئ پوهه شى چې زۀ، مالِک خُدائ د دوئ خُدائ پاک، د دوئ سره يم، او دوئ، د بنى اِسرائيلو قوم، زما خلق دى. مالِک خُدائ دا فرمائى. ۳۱تاسو زما ګډې، زما د څرن د ځائ ګډې، زما خلق يئ، او زۀ ستاسو خُدائ پاک يم. مالِک قادر مطلق خُدائ دا فرمائى.“