Yousafzai
The second book of the Torah

Exodus 9

په مِصر پينځم افت: د ځناورو مړۀ کېدل

۱بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”فِرعون له لاړ شه او ورته ووايه چې مالِک خُدائ، د عبرانيانو خُدائ پاک فرمائى، چې زما خلق تلو ته پرېږده چې زما عبادت وکړى. ۲خو کۀ تۀ اِنکار کوې او هغوئ بيا هم تلو ته نۀ پرېږدى، ۳نو ګوره، زۀ به ستا په ټولو ځناورو، ستا په آسونو، خرونو، اوښانو، څاروو، ګډو او چېلو سخته بيمارى درولېږم. ۴زۀ به د بنى اِسرائيلو او د مِصريانو د څاروو په مينځ کښې فرق راولم او د بنى اِسرائيلو يو څاروے به هم نۀ مرى. ۵ما مالِک خُدائ سبا وخت د دې کار کولو دپاره مقرر کړے دے.“ ۶بله ورځ مالِک خُدائ هم هغسې وکړل لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى وُو. د مِصريانو ټول څاروى مړۀ شول، خو د بنى اِسرائيلو يو څاروے هم مړ نۀ شو. ۷فِرعون تپوس وکړو چې څۀ شوى وُو او هغۀ ته ووئيلے شول چې د بنى اِسرائيلو يو څاروے هم مړ نۀ شو. خو د هغۀ زړۀ سخت وو او هغۀ به خلق تلو ته نۀ پرېښودل.

په مِصر شپږم افت: دانې

۸بيا مالِک خُدائ موسىٰ او هارون ته وفرمائيل، ”د بټۍ نه يو څو لَپې ايرې راواخلئ، دا به موسىٰ د فِرعون په مخکښې د آسمان طرف ته لړه کړى. ۹دا به د دوړې په شان د مِصر په ټول مُلک کښې خورې شى او په هر ځائ کښې به دا دانې په خلقو او ځناورو راوخېژى.“ ۱۰نو هغوئ ايرې راواخستلې او د فِرعون په مخکښې ودرېدل، موسىٰ دا د آسمان طرف ته لړه کړې، نو په خلقو او ځناورو باندې دانې راوختلې او سخا شوې. ۱۱جادوګران د دې قابل نۀ وُو چې د موسىٰ په مخکښې ولاړ وے، ځکه چې د نورو ټولو مِصريانو په شان دوئ هم په دانو پټ وُو. ۱۲خو مالِک خُدائ د فِرعون زړۀ سخت کړو، لکه څنګه چې هغۀ فرمائيلى وُو، چې فِرعون به د موسىٰ او هارون خبره نۀ اورى.

په مِصر اوؤم افت: ږلۍ

۱۳بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”سحر وختى پاڅه او د فِرعون په مخکښې ودرېږه او هغۀ ته ووايه چې مالِک خُدائ، د عبرانيانو خُدائ پاک فرمائى، چې زما خلق تلو ته پرېږده چې دوئ زما عبادت وکړى. ۱۴دا ځل به زۀ نۀ صِرف ستا درباريانو او ستا خلقو له سزا ورکوم، بلکې دغه شان تا له به هم سزا درکوم، نو تا ته به پته ولګى چې په ټوله دُنيا کښې زما په شان بل هيڅ څوک هم نشته. ۱۵کۀ ما خپل لاس اوچت کړے وے او تۀ او ستا خلق مې په بيمارو وهلے وے، نو تاسو به د دُنيا نه ورک شوى وئ. ۱۶خو ما تۀ د دې دپاره بادشاه کړې چې خپل طاقت ستا په ذريعه څرګند کړم او چې زما نوم په ټوله دُنيا کښې خور شى. ۱۷خو تر اوسه پورې تۀ خپل ځان ته لوئ ګورې او زما خلق تلو ته نۀ پرېږدې. ۱۸ګوره، سبا دا وخت به زۀ ږلۍ ووروم، چې داسې ږلۍ به کله د مِصر په تاريخ کښې هم نۀ وى شوې. ۱۹اوس خپل څاروى راولئ او چې په پټو کښې ستاسو نور څۀ هم وى هغه محفوظ ځائ ته راوړئ. ږلۍ به په بهر پاتې خلقو او ځناورو باندې ووريږى او ټول به مړۀ شى.“ ۲۰د فِرعون کوم درباريان چې د مالِک خُدائ د خبرې نه يرېدل نو هغوئ خپل نوکران او څاروى په منډه باندې کورونو ته بوتلل. ۲۱خو چا چې د مالِک خُدائ خبرو ته غوږ ونۀ نيولو نو هغوئ خپل نوکران او څاروى بهر په پټو کښې پرېښودل. ۲۲بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”خپل لاس کښې امسا آسمان ته پورته کړه، نو د مِصر په ټول مُلک، خلقو، ځناورو او په پټو کښې په ټولو بوټو به ږلۍ ووريږى.“ ۲۳‏-۲۴نو موسىٰ خپله امسا آسمان ته پورته کړه او مالِک خُدائ تندر او ږلۍ راولېږله او برېښنا زمکه ووهله. مالِک خُدائ د ږلۍ يو لوئ طوفان او آسمانى بجلى راولېږله. د مِصر په ټول تاريخ کښې هم داسې خراب طوفان کله هم نۀ وو تېر شوے. ۲۵د مِصر په مُلک کښې بهر ټول ځناور او خلق ږلۍ ووهل. ږلۍ په پټو کښې ټول بوټى وغورزول او ټولې ونې يې ماتې کړلې. ۲۶خو صِرف د جشن په علاقه کښې، چرته چې بنى اِسرائيل اوسېدل، هلته لږه ږلۍ هم نۀ وه ورېدلې. ۲۷فِرعون موسىٰ او هارون راوغوښتل او ورته يې وفرمائيل، ”دا ځل زما نه ګناه شوې ده، مالِک خُدائ صادق دے او زۀ او زما خلق بدعمله يُو. ۲۸مالِک خُدائ ته سوال وکړه. نور مونږ دې ږلۍ او تندرونو ته نۀ شُو ټينګېدے. زۀ به تاسو تلو ته پرېږدم، تاسو به دلته نور نۀ ايسارېږئ.“ ۲۹موسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”زۀ چې څنګه د ښار نه لاړ شم، نو زۀ به د دُعا دپاره خپل لاسونه مالِک خُدائ ته پورته کړم. نو تندر به بس شى او نوره ږلۍ به نۀ وريږى، نو داسې به تا ته پته ولګى چې زمکه د مالِک خُدائ ده. ۳۰خو ما ته پته ده چې تۀ او ستا درباريان اوس هم د مالِک خُدائ، خُدائ پاک نه نۀ يرېږئ.“ ۳۱سنډ او اوربشې تباه شول، ځکه چې اوربشې پخې وې او د سنډو بوټى غوټۍ شوى وُو. ۳۲خو د غنمو فصل خراب نۀ شو، ځکه چې دا وروستو پخيږى. ۳۳موسىٰ د فِرعون نه لاړو او د ښار نه بهر ووتلو او خپل لاسونه يې مالِک خُدائ ته پورته کړل. تندرونه، ږلۍ او باران هر څۀ ودرېدل. ۳۴چې کله فِرعون ته پته ولګېده چې طوفان ختم شو، نو هغۀ بيا ګناه وکړه. هغۀ او د هغۀ درباريانو خپل زړونه سخت کړل ۳۵او لکه چې څنګه مالِک خُدائ د موسىٰ په ذريعه مخکښې فرمائيلى وُو، فِرعون بنى اِسرائيل تلو ته نۀ پرېښودل.