Yousafzai

WISDOM & POETRY

Song of Songs 5

محبوب

۱زما دُنيا، زما ناوې، زۀ په خپل باغ کښې

داخل شوے يمه.

زۀ د مُر چيړ او خوشبوداره مصالحې راټولومه.

ما خپل ګبين د شاتو سره وخوړلونه،

او زۀ خپل پئ او مے څښمه.

ښځې

اے عاشقانو، وخورئ او وڅښئينه.

او د مينې نه مست شئينه.

څلورم سرود

محبوبه

۲زۀ اودۀ ومه خو زما زړۀ بېدار وونه،

غوږ شه. زما جانان ور ټکوينه.

”زما د زړۀ دُنيا او محبوبې ور کولاو کړه،

زما ګوګوشتکې، زما بې‌عېبه مينې.

محبوب

زما سر په شبنم باندې لوند دېنه،

او د شپې پرخې مې وېښتۀ لوندۀ کړى دينه.“

محبوبه

۳ما خو جامې ويستلې دينه،

نو دا بيا دوباره واچوم څۀ؟

ما خپلې پښې وينځلې دينه،

بيا دا دوباره په خاورو ګنده کړم څۀ؟

۴زما جانان خپل لاس په ور کښې راوږد کړونه،

نو زما زړۀ د هغۀ دپاره په درزېدو شونه.

۵نو زۀ راپاڅېدم چې خپل جانان ته ور کولاو کړمه.

زما د لاسونو نه عطر په څڅېدو شونه.

زما د ګوتو نه د مُر چيړ په څڅېدو شونه

کله چې ما د ور کُنډه راښکله.

۶ما خپل جانان ته ور کولاو کړونه،

خو هغه بيا تلے وو، نو زۀ سخته پرېشانه شومه،

ما هغه ولټولو، خو هغه مې پېدا نۀ کړونه،

ما هغۀ ته آواز وکړونه،

خو هغۀ ما ته جواب رانۀ کړونه.

۷کومو څوکيدارانو چې په ښار کښې ګشت کولونه

نو هغوئ زۀ ونيولم، هغوئ زۀ ووهلمه

او په وهلو يې تکه شنه کړمه،

او د ښار د دېوالونو چوکيدارانو

زما د مخ نه پلو اوچت کړونه.

۸اے د يروشلم ښځو، ما سره دا وعده وکړئينه،

کۀ چرې تاسو زما جانان وليدلو، هغۀ ته ووائينه

چې زۀ د هغۀ د مينې په وجه کمزورې شوې يمه.

ښځې

۹اے په ټولو پېغلو کښې ښائسته جينۍ، ستا جانان

د نورو سړو نه کوم خاص خصوصيت لرينه؟

په هغۀ کښې داسې څۀ خاص دينه،

چې مونږ تا سره دا لوظ وکړونه؟

محبوبه

۱۰زما جانان سور سپين دېنه،

او په لسو زرو کښې د ټولو نه اعلىٰ دېنه.

۱۱د هغۀ سر د سوچه سرو زرو دېنه،

د هغۀ وېښتۀ وَل وَل دينه،

او لکه د کارغۀ په شان تور دېنه.

۱۲د هغۀ سترګې د ګوګوشتکو په شان دينه

چې د اوبو د چينو په خوا کښې وينه

سپينې ګوګوشتکې لکه د پئيو په شان چې

د تالاب په خوا کښې ناستې وينه.

۱۳د هغۀ اننګى د باغ په شان دينه،

چې د خوشبودارو بوټو نه ډک وينه.

د هغۀ شونډې د لاله د ګل په شان دينه،

لکه چې د مُر په چيړ خوشبويه شوې وينه.

۱۴د هغۀ لاسونه د سرو زرو سيخونه دينه،

چې په دې کښې قيمتى کاڼى لګېدلى وينه.

د هغۀ بدن لکه د هاتى د غاښونو په شان سپين دېنه،

او چې په کښې نيلم کاڼى لګېدلى وينه.

۱۵د هغۀ پښې د سنګِ مرمرو د ستنو په شان دينه

چې په سرو زرو کښې لګولے شوې وينه.

د هغۀ شکل د لبنان د غرونو د خاص دِيار په شان ښکارينه.

۱۶هغه ډېره خوږه خولۀ لرينه،

هغه په هر لحاظ زړۀ راښکونکے دېنه،

نو، اے د يروشلم ښځو،

زما جانان او زما آشنا دغه شان دېنه.