Yousafzai
WISDOM & POETRY

Proverbs 13

۱هوښيار زوئ د خپل پلار تربيت قبلوى، خو يو جاهله انسان ملامتيا ته غوږ نۀ نيسى. ۲ښۀ انسان د خپلې خولې د مېوې نه د ښۀ څيزونو خوند اخلى، خو د غدارانو زړونه د ظلم کولو خواهش کوى. ۳څوک چې خپله ژبه په قابو کښې ساتى نو هغه خپل ژوند بچ کوى، خو چې څوک نۀ ساتى نو هغه به تباه شى. ۴يو ناراسته کس ډېر څۀ غواړى خو څۀ ورته نۀ ملاويږى، خو د محنت کوونکى خواهش تر سره کيږى. ۵صادقان د دروغو نه نفرت کوى، خو د بدعملو کارونه د بې‌شرمۍ او بې‌عزتۍ سبب کيږى. ۶صداقت د نېکو خلقو لارې ساتى، خو شرارت بدعمله تباه کوى. ۷يو انسان خپل ځان داسې ښائى چې ګنې مالداره دے خو هيڅ هم نۀ لرى، خو يو بل انسان خپل ځان غريب ښائى، خو په اصل کښې ډېر زيات مالداره وى. ۸د يو انسان مال دولت کېدے شى چې د هغۀ د ژوند فديه ورکړى، خو غريب انسان ته خو څوک دهمکى قدرې هم نۀ ورکوى. ۹د صادقانو رڼا ډېره ځليږى، خو د بدعملو ډيوه په مړه کېدو ده. ۱۰غرور صرف لانجه پېدا کوى، خو حِکمت په هغوئ کښې وى څوک چې نصيحت منى. ۱۱حرام مال دولت به زر ختم شى، خو هغه څوک چې په ورو ورو مال جمع کوى هغوئ به دا اضافه کړى. ۱۲هغه اُميد چې په وخت پوره نۀ شى نو زړۀ بيماروى، خو کوم خواهش چې پوره کيږى نو هغه د ژوندون ونه ده. ۱۳څوک چې ښۀ نصيحت ته سپک وګورى هغوئ به نقصانى شى، خو چې څوک د حُکم احترام کوى هغوئ ته به اجر مِلاو شى. ۱۴د هوښيارانو تعليم د ژوند سرچينه وى، کوم چې انسان د مرګ د دامونو نه بچ کوى. ۱۵ښۀ پوهه د انسان دپاره عزت پېدا کوى، خو د بې‌ايمانانو لارې سختې وى. ۱۶هر هوښيار سړے کار په حِکمت سره کوى، خو کم عقل د خپل جهالت اظهار کوى. ۱۷يو بدعمله پېغام وړونکے په مصيبت کښې راګېريږى، خو اعتمادى پېغام وړونکے د شفا باعث جوړيږى. ۱۸څوک چې تربيت نظر انداز کوى هغوئ به غريب او شرمنده شى، خو څوک چې نصيحت قبلوى هغه به عزتمند شى. ۱۹کوم خواهش چې پوره شى نو دا روح دپاره ډېر خوږ وى، خو کم عقل د بدکارۍ د اوړېدو نه نفرت کوى. ۲۰څوک چې هوښيارانو سره ګرځى هغه هوښياريږى، خو د کم عقلو دوستانه نقصان ورکوى. ۲۱مصيبت په ګناهګارو پسې روان وى، خو سوکالى د صادقانو اجر دے. ۲۲يو ښۀ انسان د خپل نسل دپاره ميراث پرېږدى، خو د ګناهګارو مال دولت صادقانو ته حواله کيږى. ۲۳د غريب سړى پټى به ډېره غله پېدا کوى، خو بې‌اِنصافى به دا هر څۀ جارُو کوى. ۲۴هغه څوک چې خپل زوئ نه د تربيت چوکه لرې ساتى هغه د هغۀ نه نفرت کوى، خو هغه څوک چې ورسره مينه کوى هغوئ يې په تربيت ورکولو کښې احتياط کوى. ۲۵صادقان په مړه خېټه ډوډۍ خورى، خو د بدعملو خېټه اوږى وى.