Yousafzai
WISDOM & POETRY

Psalm 30

د حضرت داؤد يو زبور، د خُدائ پاک د کور د وقف کېدلو دپاره يو سرود

د شُکر ګزارۍ دُعا

۱اے مالِکه خُدايه ستا ثناء صِفت بيانوم، ځکه چې تا زۀ بچ کړم،

زۀ دې د دشمنانو د مسخرو نۀ کړم.

۲اے مالِکه زما خُدايه، ما مدد دپاره تا ته زارى وکړله

او تا ما له شفا راکړله.

۳اے مالِکه خُدايه تا زۀ د قبر نه راوويستم،

تا زۀ د مرګ کندې ته د غورزېدو نه بچ کړم.

۴اے مقدسينو مالِک خُدائ ته سندرې ووايئ،

د هغۀ د مقدس نوم ثناء صِفت ادا کړئ.

۵ځکه چې د هغۀ غضب يوه لحظه وى،

خو د هغۀ فضل د ټول عمر وى،

ژړا صرف د شپې وى،

خو سحر کښې بيا خوشحالى وى.

۶کله چې زۀ ښۀ ومه نو ما داسې وئيل،

”زۀ به هيڅکله په لړزان نۀ شم.“

۷اے مالِکه خُدايه، لکه غر په شان ستا فضل زۀ قوى کړم،

چې مخ دې رانه واړولو نو زۀ شومه مايوسه او حېران.

۸اے مالِکه خُدايه، ما تا ته ژړا او فرياد وکړو

ما مالِک ته د رحم سوال وکړو او ومې وئيل،

۹”تا ته څۀ فائده ده چې زۀ مړ شم، او ګور ته لاړ شم؟

زما خاورې ستا ثناء صِفت کولے شى څۀ؟

دا ستا وفادارى بيانولے شى څۀ؟

۱۰اے مالِکه خُدايه، رحم په ما وکړه سوال مې واوره،

اے مالِکه خُدايه، زما مددګار شه.“

۱۱تا زما وير د خوشحالۍ په ګډا باندې بدل کړو،

تا رانه د غم جامې کوزې کړې او د خوشحالۍ لباس دې راکړو،

۱۲نو ستا ثناء صِفت به کوم او خاموش به نۀ شم.

اے مالِکه خُدايه، زما پاکه خُدايه، زۀ به د ټول عمر دپاره ستا شکريه ادا کړم.