Yousafzai
WISDOM & POETRY

Psalm 109

د موسيقۍ د مشر دپاره: د حضرت داؤد يو زبور

د يو زورېدلى سړى فرياد

۱اے پاکه خُدايه، د چا چې زۀ ثناء صِفت کوم،

تۀ خاموشه مۀ پاتې کېږه،

۲ځکه چې بدعملو او دوکه بازو زما خلاف خپله خولۀ خلاصه کړې ده،

او دوئ زما په حقله دروغ وائى.

۳د نفرتونو ګېره يې زما نه راتاو کړې ده،

دوئ هيڅ بې‌هيڅه په ما حمله کړې ده.

۴زما د مينې په بدل کښې يې په ما اِلزامونه ولګول،

خو زۀ د هغوئ دپاره دُعا کوم.

۵زما د ښو په بدله کښې ما سره بد کوى،

دوئ زما د مينې په بدله کښې ما نه نفرت کوى.

۶اے خُدايه، تۀ په دوئ باندې خراب خلق مقرر کړه چې دوئ ملامته کړى،

په دۀ اِلزام لګونکے دې د دۀ ښى لاس ته ودريږى.

۷او هغه دې په عدالت کښې مجرم وګرځولے شى،

او د هغۀ دُعاګانې دې ورته په ګناه حساب شى.

۸او د هغۀ عُمر دې لنډ شى،

د هغۀ د مشرۍ مقام دې نورو خلقو ته حواله شى.

۹د هغۀ بچى دې يتيمانان شى

د هغۀ ښځه دې کونډه شى.

۱۰د هغۀ بچى دې ملنګان او خيرماران شى،

او د خپلو ورانو کنډرو نه دې وويستلے شى.

۱۱قرض‌خوا دې د هغۀ نه هر څۀ واخلى،

او د هغۀ د مزدورۍ مېوه دې پردى خلق لوټ کړى.

۱۲هغۀ سره دې څوک ښېګړه ونۀ کړى

او نۀ دې څوک د هغۀ په يتيمانانو بچو رحم وکړى.

۱۳په دُنيا کښې دې د هغۀ نسل ختم شى،

او په راتلونکى نسل کښې دې د هغۀ نوم ختم شى.

۱۴مالِک خُدائ دې د هغۀ د پلار نيکۀ ګناهونه نۀ هېروى،

او نۀ دې د هغۀ د مور ګناهونه وروبخښى.

۱۵او د هغوئ ګناهونه دې د تل دپاره د مالِک خُدائ په وړاندې وى،

نو چې دغه شان د هغوئ يادګار د زمکې نه ورک کړى.

۱۶ځکه چې هغۀ کله په چا باندې د رحم کولو سوچ هم نۀ دے کړے،

خو تل د غريب او حاجتمند او د مايوسه د مرګ بندوبست کوى.

۱۷د هغۀ د لعنت کولو سره مينه وه خو دا دې په هم دۀ راواپس شى،

د هغۀ برکت ورکول نۀ خوښېدل نو برکت دې هغۀ نه لرې شى.

۱۸لعنت يې لکه د جامو اغوستے وو،

دا د دۀ بدن ته لکه د اوبو ورننوتے وو،

او هډوکو ته يې لکه د تېلو ورننوتے وو.

۱۹د چُوغې په شان دې دا لعنت هم د دۀ نه راتاو شى،

او د کمربند په شان دې د تل دپاره د ملا نه تاو وى.

۲۰څوک چې په ما اِلزام لګوى هغوئ ته دې دغه سزا ورکړى،

او هغوئ ته هم څوک چې زما غېبت کوى.

۲۱خو تۀ، اے قادر مطلق مالِکه خُدايه،

د خپل نوم په خاطر دې هم ما سره ښۀ وکړه،

او د خپلې مينې د ښۀ‌والى په خاطر دې هم ما بچ کړه.

۲۲ځکه چې زۀ غريب او ضرورتمند يم،

او زړۀ په ما کښې دننه زخمى دے.

۲۳زۀ لکه د مازيګر د سورى په شان په ختمېدو يم،

او زۀ لکه د مُلخ په شان شړلے شوے يم.

۲۴زما ګوډې د روژو په وجه کمزورې شوې دى،

او زما نه د هډوکو تشه ډانچه جوړه شوې ده.

۲۵زۀ د خپلو دشمنانو د خندا شوم،

کله چې هم ما ګورى نو خپل سرونه خوځوى.

۲۶اے مالِکه خُدايه، زما پاکه خُدايه ما سره مدد وکړه،

د خپلې ابدى مينې په خاطر ما بچ کړه.

۲۷هغوئ ته دې معلومه شى چې دا ستا لاس وو،

چې دا هر څۀ تا وکړل اے مالِکه خُدايه.

۲۸دوئ به لعنت کوى خو تۀ به برکت ورکوې،

کله چې دوئ حمله وکړى نو تۀ به يې وشرموې،

خو ستا خِدمتګار به خوشحاله وى.

۲۹په ما اِلزام لګونکى دې په شرم پټ شى

شرم کښې دې د چُوغې په شان پټ شى.

۳۰زۀ به په خپله ژبه د مالِک خُدائ لوئى بيان کړم،

او زۀ به په لويه ډله کښې د هغۀ ثناء صِفت وکړم.

۳۱ځکه چې هغه د حاجتمندو مددګار دے،

چې د هغه چا نه يې وساتى څوک چې دوئ مجرموى.