Yousafzai
WISDOM & POETRY

Psalm 135

د حمد و ثناء سرود

۱د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ،

د مالِک خُدائ د نوم ثناء صِفت وکړئ،

اے د مالِک خُدائ خِدمتګارانو تاسو د هغۀ ثناء صِفت وکړئ،

۲تاسو څوک چې د مالِک خُدائ کور کښې خِدمت کوئ،

زمونږ د خُدائ پاک د کور په دربار کښې.

۳د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ ځکه چې مالِک خُدائ ښۀ دے،

د هغۀ د نوم ثناء صِفت وکړئ.

ځکه چې ډېره مزه کوى.

۴ځکه چې مالِک خُدائ يعقوب غوره کړو،

د دې دپاره چې هغه د هغۀ شى،

او بنى اِسرائيل چې د هغۀ خاص ملکيت شى.

۵زۀ پوهېږم چې مالِک خُدائ لوئ دے،

زمونږ مالِک خُدائ د نورو ټولو معبودانو نه لوئ دے.

۶مالِک خُدائ هغه څۀ کوى څۀ چې هغه خوشحالوى،

په ټوله زمکه او آسمانونو کښې،

په سمندرونو کښې او د هغۀ په ټولو ژورو ځايونو کښې.

۷د زمکې د آخر سر نه هغه وريځې راپورته کوى،

او هغه باران سره برېښنا رالېږى

او هغه هوا د خپلو ذخيرو نه رالوځوى.

۸هغۀ وړومبى پېدا شوى ماشومان ووژل د مِصريانو،

وړومبى پېدا شوى د سړو او د ځناورانو.

۹هغۀ په مِصر کښې معجزې او عجيبه کارونه وکړل،

د فِرعون او د هغۀ د ټولو نوکرانو په خلاف.

۱۰هغۀ ډېرو قومونو ته شکست ورکړو

او هغۀ طاقتور بادشاهان ووژل،

۱۱د اموريانو بادشاه سيحون د بسن بادشاه عوج،

هغۀ د کنعان ټول بادشاهان ووژل.

۱۲او هغۀ د هغوئ مُلک په ميراث کښې ورکړو،

او خپلو خلقو بنى اِسرائيلو ته يې په ميراث کښې ورکړو.

۱۳ستا نوم مالِکه خُدايه د تل دپاره ياديږى،

او ستا نوم به په ټولو نسلونو کښې ياديږى.

۱۴ځکه چې مالِک خُدائ د خپلو خلقو اِنصاف کوى،

او هغه په خپلو خِدمتګارانو رحم کوى.

۱۵د قومونو بُتان چې د سرو زرو او سپينو نه جوړ شوى دى،

د انسانانو په لاسونو جوړ شوى دى.

۱۶د هغوئ خولې شته خو خبرې نۀ شى کولے،

د هغوئ سترګې شته خو ليدل نۀ شى کولے،

۱۷د هغوئ غوږونه شته خو اورېدل نۀ شى کولے،

او نۀ هغوئ په خولۀ ساه اخستلے شى.

۱۸څوک چې دا بُتان جوړوى دوئ به هم د دې په شان وى

څوک چې پرې ايمان لرى هغوئ به هم د دې په شان وى.

۱۹اے د بنى اِسرائيل خاندانه د مالِک خُدائ ثناء ووايئ،

اے د هارون خاندانه د مالِک خُدائ ثناء ووايئ،

۲۰اے د ليويانو خاندانه د مالِک خُدائ صِفت کوئ،

او تاسو څوک چې د مالِک خُدائ نه يرېږئ د مالِک خُدائ ثناء صِفت کوئ،

۲۱د صيون نه دې د مالِک خُدائ ثناء صِفت وى،

هغۀ ته دې ثناء صِفت وى څوک چې په يروشلم کښې اوسيږى.

د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ.