Yousafzai

MAJOR PROPHETS

Daniel 12

آخرت

۱په هغه وخت کښې به ميکائيل، د فرښتو لوئ سردار څوک چې ستا د قوم حفاظت کوى، راوچت شى. هغه به داسې د مصيبت وخت وى چې داسې به د قومونو د پېدايښت نه تر دې وخت پورې نۀ وى شوے. خو په هغه وخت کښې به ستا د قوم نه هغوئ بچ شى، د چا نوم چې د خُدائ پاک په کِتاب کښې ليکلے شوے وى. ۲نو بيا به هغه ګڼ خلق څوک چې په خاورو کښې پراتۀ دى راپاڅى، څوک به د ابدى ژوند دپاره، او څوک د رسوائى او ابدى شرم دپاره. ۳څوک چې هوښيار دى د نمر د شغلو په شان به ځليږى، او هغوئ څوک چې ډېرو خلقو ته د صداقت لارښودنه کوى، هغوئ به لکه د ستورو په شان د تل دپاره ځليږى. ۴خو تۀ اے دانياله، دا کلام بند کړه او تر آخرى زمانې پورې پرې مهر ولګوه. ډېر خلق به اخوا ديخوا ګرځى چې خپل عِلم کښې اضافه وکړى.“ ۵بيا ما دانيال وکتل چې زما په وړاندې دوه نور سړى ولاړ وُو، يو د سيند په دې غاړه او بل پورې غاړه ولاړ وو. ۶په هغوئ کښې يو د هغه سړى نه تپوس وکړو چې د کتان جامې يې اغوستې وې، او څوک چې د اوبو په غاړه ولاړ وو، ”نو دا حېرانېدونکې خبرې به نور په څومره وخت کښې پوره شى؟“ ۷د کتان د جامو والا سړى څوک چې د اوبو دپاسه وو هغۀ خپل دواړه لاسونه آسمان ته اوچت کړل او ما واورېدل چې هغۀ د ژوندى خُدائ پاک په نوم قسم وخوړو او وې فرمائيل، ”دا به د درې نيمو کالو پورې وى. کله چې په مقدسو خلقو ظلم ختم شى نو بيا به دا هر څۀ سر ته ورسيږى.“ ۸ما دا هر څۀ واورېدل، خو پوهه پرې نۀ شوم. نو ما ترې تپوس وکړو، ”زما مالِکه، د دې ټولو خبرو به څۀ اَنجام وى؟“ ۹نو هغۀ جواب راکړو، ”اے دانياله، په خپله لار په آرام سره لاړ شه، ځکه چې تر آخره وخته پورې به کلام بند شى او مهر به پرې لګېدلے وى. ۱۰ډېر به پاک، بې‌داغه او صفا کړے شى، خو بدعمله به بدعمله پاتې شى. يو بدعمله به پرې هم پوهه نۀ شى، خو هغوئ څوک چې هوښيار دى، هغوئ به پرې پوهه شى. ۱۱د کوم وخت نه چې د روزانه قربانۍ ختمې شوې دى او د تباهۍ ناپاکه بُت اېښودے شوے دے، د هغې نه به دولس سوه او نوى ورځې تېرې شى. ۱۲بختور دى هغوئ څوک چې ديارلس سوه او پينځۀ دېرش ورځو ختمېدو پورې صبر وکړى. ۱۳ترڅو چې ستا تعلق دے په خپله لار تر آخره لاړ شه. تۀ به وفات شې، نو تۀ به په آخرى ورځو کښې بيا راژوندے شې د دې دپاره چې خپل ميراث درته مِلاو شى.“