Yousafzai
WISDOM & POETRY

Psalm 33

د ثناء صِفت سرود

۱اے صادقانو، مالِک خُدائ ته د خوشحالۍ سندرې ووايئ،

دا د صادقانو دپاره ښۀ دى چې د هغۀ ثناء ووائى.

۲د بينجو د ساز سره د مالِک خُدائ ثناء خوان شئ،

د رباب په لسو تارو ساز کښې د هغۀ ثناء خوان شئ.

۳په نوې حمد د هغۀ ثناء صِفت ادا کړئ،

په حکمت سره رباب ووهئ، او د خوشحالۍ دپاره چغې ووهئ.

۴د مالِک خُدائ کلام رښتونے دے،

څۀ چې هغه کوى ټول د اطمينان دى.

۵مالِک خُدائ د صداقت او اِنصاف سره مينه کوى،

د هغۀ په ازلى مينې ټوله زمکه ډکه ده.

۶د مالِک خُدائ په کلام سره جوړ شوى آسمانونه دى،

د هغۀ د خولې په کلام نمر، سپوږمۍ او ټول ستورى جوړ شوى دى.

۷هغۀ د سمندر اوبۀ په يو ځائ جمع کړى دى،

هغۀ د سمندر اوبۀ په ذخيرو کښې بندې کړې دى.

۸د مالِک خُدائ نه دې ټوله دُنيا يره وکړى،

د زمکې هر کس دې د هغۀ احترام وکړى.

۹نو چې هغۀ وفرمائيل، دُنيا پېدا شوه،

د هغۀ په حُکم ژوند پېدا شو.

۱۰مالِک خُدائ د قومونو منصوبې بې‌نتيجې کوى،

هغه د هغوئ ټولې منصوبې باطلوى.

۱۱خو د مالِک خُدائ منصوبې به د تل دپاره قائمې شى،

او د هغۀ ارادې به هيڅکله خوځولے نۀ شى.

۱۲څومره بختور دے هغه قوم د چا خُدائ چې مالِک خُدائ وى،

او د خپل ميراث دپاره چې هغۀ غوره کړى وى.

۱۳د آسمان نه مالِک خُدائ لاندې ګورى

او هغه ټول بنيادمان وينى،

۱۴د خپل تخت نه هغه کتل کوى

ټول خلق وينى کوم چې په زمکه اوسېدل کوى.

۱۵هغه د ټولو د زړونو جوړونکے دے،

نو د هغوئ په هر عمل هغه خبر دے.

۱۶يو بادشاه به هم د خپل لښکر په ډيروالى بچ نۀ شى،

او نۀ به کوم تکړه سپاهى په خپل زور تښتېدے شى.

۱۷د خلاصون دپاره جنګى آس بې‌فائدې شى،

هغه په خپل ټول زور بيا هم تا بچ کولے نۀ شى.

۱۸مالِک خُدائ په هغوئ نظر ساتى څوک چې د هغۀ نه يريږى،

په هغوئ باندې چې د هغۀ په ازلى مينه اُميد ساتى،

۱۹هغه دوئ د مرګ نه بچ ساتى

او د قحط په وخت کښې يې ژوندى ساتى.

۲۰مونږ په مالِک خُدائ باندې توکل کوُو،

هغه زمونږ مدد او زمونږ ډال دے.

۲۱په هغۀ کښې زمونږ زړونه خوشحاله دى،

او د هغۀ په پاک نوم زمونږ ايمان دے.

۲۲مالِکه خُدايه، ستا ابدى مينه دې مونږ سره وى.

لکه څنګه چې له تا نه زمونږ اُميد وى.