Yousafzai

WISDOM & POETRY

Job 39

۱تا ته پته شته چې کله د غرۀ چېلۍ بچى راوړى؟ ولې تۀ پرې نظر ساتې چې کله هوسۍ بچى راوړى؟ ۲ولې تا ته پته شته چې دا بچى څو مياشتې د هغوئ په ګېډه وى؟ او تا ته د هغه وخت پته شته څۀ چې دا به کله پېدا شى ۳کله چې هغوئ د اولاد د پېدا کېدو دپاره کښېنى، او د هغوئ بچى پېدا شى؟ ۴د هغوئ بچى تکړه شى او په ځنګل کښې لوئيږى، هغوئ ترې نه لاړ شى او واپس ورله نۀ راځى. ۵ځنګلى خرونه چا پرېښې دى چې خوشى لاړ شى؟ دا چا آزاد پرېښى دى چې ګرځى راګرځى؟ ۶ما دا په صحرا کښې پرېښى دى، او د مالګې مُلک مې ورکړے دے چې په کښې اوسيږى. ۷هغه د ښار د شور نه نفرت کوى، او خرکار ورسره نشته چې په دې باندې آواز وکړى. ۸دا غرونو ته ځى چې دا يې د څرن زمکه شى، او هر يو شين بوټے د خوراک دپاره لټوى. ۹ولې ځنګلى غوَيے به تا پرېږدى چې کار ترېنه واخلى؟ هغه به ستا په اخور کښې شپه تېره کړى څۀ؟ ۱۰ولې تۀ يو ځنګلى غوَيے د يوې دپاره تړلے شې؟ دا به ستا دپاره يو پټے يوه کړى څۀ؟ ۱۱ولې تۀ د هغې لوئ طاقت باندې اعتبار کولے شې چې هغه به ستا مدد وکړى؟ تۀ په دې باندې دا يقين کولے شې څۀ چې دا به ستا دپاره کار وکړى؟ ۱۲تۀ په دې يقين کوې چې دا به واپس راشى، او ستا درمند ته به ګېډى راوړى؟ ۱۳د شتر‌مرغ وزر ښائسته کولاو خوريږى، خو دا د زاڼې د وزرو برابر کېدے خو نۀ شى. ۱۴شتر‌مرغ خپلې هګۍ د دې دپاره په زمکه پرېږدى، چې ګرمى شى، ۱۵دا فکر نۀ کوى چې د څۀ پښې لاندې به راشى، او چې يو ځنګلى ځناور به يې ذرې ذرې کړى. ۱۶دا په خپل بچى باندې داسې ظلم کوى، چې ګنې دا يې خپل نۀ وى، او کۀ مرى نو پرواه يې نۀ ساتى، ۱۷ځکه چې خُدائ پاک د هغې نه عقل اخستے دے، او هيڅ پوهه يې نۀ ده ورکړې. ۱۸خو کله چې پاڅى او منډه کړى، نو بيا څوک چې په آس ناست هم وى د دې نه مخکښې کېدے نۀ شى. ۱۹ولې آس له طاقت تا ورکړے دے؟ د هغۀ په څټ باندې وېښتۀ تا پېدا کړى دى؟ ۲۰د قحطۍ مُولخانو په شان د دې ټوپ تا جوړ کړے دے؟ او يا د دې هغه د رُعب والا آوازونه تا جوړ کړى دى څۀ چې خلق يروى؟ ۲۱دا په پښه باندې زمکه ټکوى او په خپل طاقت په هغه وخت خوشحاليږى چې د جنګ دپاره ولېږلے شى. ۲۲دا يرې پورې خندا کوى او نۀ بې‌حوصلې کيږى، او د تُورې نه نۀ شاته کيږى. ۲۳په دې باندې سورلۍ سره د غشو تيلۍ ځلېدونکې نېزه او وړه نېزه هم آواز پېدا کوى. ۲۴د جوش او د غصې د وجې دا په تېزۍ سره ځى، دا د بيګل د غږېدو پورې صبر نۀ شى کولے. ۲۵کله چې بيګل وغږيږى نو آس يو هڼ آواز وکړى. د لرې ځائ نه هغۀ له د جنګ بوئ ورځى، د جنګى مشرانو د تندر په شان آواز او چغې اورى. ۲۶ولې باښه ستا د عقل په وجه الوځى، چې خپل وزر خوارۀ کړى او د جنوب طرف ته والوځى؟ ۲۷باز ستا په حُکم بره خېژى او په اوچت ځائ خپله جاله جوړوى؟ ۲۸دا په اوچت ګټ باندې اوسيږى او خپل کور جوړوى او د ګټ په سر باندې په يو محفوظ ځائ کښې شپه تېروى. ۲۹د هغه ځائ نه يې په ښکار باندې نظر وى، او د هغۀ سترګې ښکار د لرې ځائ نه وينى. ۳۰د دې بچى وينه څښى، او چې په کوم ځائ کښې مرداره وى، نو هغه په هغه ځائ کښې حاضر وى.“