Yousafzai
WISDOM & POETRY

Psalm 14

د موسيقۍ د مشر دپاره: د حضرت داؤد يو زبور

د بې‌دينو کم عقلتوب

۱”نشته دے خُدائ،“ په خپل زړۀ کښې وائى کم عقلان،

دوئ دى فاسدان ښۀ عمل يې نشته يو هم داسې نشته چې وى نېکان.

۲مالِک پاس د آسمان نه ګورى ټول بنيادمان

هغه ګورى چې په رښتيا په دُنيا شته داسې پوهان،

څوک شته په دې دُنيا د خُدائ متلاشيان.

۳نشته يو هم نشته ټول دى اوړېدلى په غلطه لار روان،

نشته دے يو کس هم چرته نشته دے نېکان.

۴ولې دوئ نۀ زده کوى څوک چې دى بدکاران،

دوئ خورى لکه روټۍ زما خلق انسانان

مالِک ته به د دُعا فکر ونۀ کړى دا بدکاران؟

۵په سخته يره کښې به پراتۀ وى بدکاران،

ځکه پاک خُدائ مل دے د صادقانو.

۶اے بدکارانو تاسو په غريبانانو ظلم کوئ،

خو مالِک خُدائ دے د خپلو خلقو نګهبان.

۷څوک به راشى د صيون چې آزاد کړى اِسرائيليان،

کله چې مالِک خُدائ بيا آباد کړى خپل قوميان،

يعقوب به خوشحالى وکړى او خوشحاله به شى اِسرائيليان.