Yousafzai
HISTORY

1 Samuel 31

د ساؤل او د هغۀ د زامنو مرګ

۱فلستيانو د جِلبوعه په غرۀ د بنى اِسرائيلو خِلاف جنګ وکړو. د بنى اِسرائيلو فوجيان د فلستيانو نه وتښتېدل او د بنى اِسرائيلو ډېر کسان مړۀ شول. ۲خو فلستيان ساؤل ته نزدې ورورسېدل او د ساؤل درې زامن يې ووژل، يونتن، ابينداب او مُلکى‌شوَع. ۳د ساؤل نه ګېرچاپېره جنګ ډېر سخت وو او هغه په خپله د دشمن په غشو باندې لګېدلے وو او سخت زخمى وو. ۴هغۀ وسله وړُونکى زلمى ته ووئيل، ”خپله تُوره راوباسه او ما ووژنه، چې دا ناسنته فلستيان ما په تُوره ونۀ وهى او په عذاب مې نۀ کړى.“ خو هغه زلمے د داسې کولو په وجه سخت يرېدو. نو ساؤل خپله تُوره واخستله او خپل ځان يې پرې وروغورزولو. ۵هغه زلمى ته پته ولګېده چې ساؤل مړ شو، نو هغۀ خپل ځان په خپله تُوره وروغورزولو او د ساؤل په څنګ کښې مړ شو. ۶نو داسې ساؤل، د هغۀ درې زامن او هغه زلمے مړ شو، په هغه ورځ باندې د ساؤل ټول سړى مړۀ شول. ۷کله چې د يزرعيل او د اُردن د سيند نمرخاتۀ بل طرف ته بنى اِسرائيليان خبر شول چې د بنى اِسرائيلو لښکر تښتېدلے دے او ساؤل او د هغۀ زامن وژلے شوى دى، نو هغوئ خپل ښارونه پرېښودل او وتښتېدل. نو فلستيان راغلل او دا ښارونه يې ونيول. ۸په ورپسې ورځ باندې فلستيان د لاشونو لوټ کولو دپاره لاړل او هغوئ د ساؤل او د هغۀ د درېو زامنو لاشونه وليدل چې د جِلبوعه په غرۀ باندې پراتۀ وُو. ۹هغوئ د ساؤل سر پرې کړو او زغره يې ترې نه لرې کړه او ټول فلستيان ته يې پېغام وړُونکى ولېږل چې خپلو بُت‌خانو او د هغوئ خلقو ته دا زېرے ورسوى. ۱۰بيا هغوئ د هغۀ وسلې د عستارات په بُت‌خانه واچولې او هغوئ د هغۀ لاش د بيت‌شان ښار په دېوال پورې په مېخونو ټک وهلو. ۱۱کله چې په جِلعاد کښې د يبيس خلق خبر شول چې فلستيانو د ساؤل سره څۀ کړى دى، ۱۲نو ښۀ بهادر سړى ووتل او ټوله شپه يې بيت‌شان ته مزل وکړو. هغوئ د ساؤل او د هغۀ د زامنو لاشونه د ښار دېوال نه راکوز کړل او واپس يې يبيس ته يوړل او هلته يې وسوزول. ۱۳بيا هغوئ هډُوکى يوړل او په ښار کښې يې د غز د ونې لاندې ښخ کړل او اووۀ ورځې هغوئ روژه ونيوله.