Yousafzai
WISDOM & POETRY

Psalm 45

د موسيقۍ د مشر دپاره: يو زبور د قورح د اولاد نه د مينې سرود کوم چې د لاله د ګل په ساز کښې وغږولے شو

د شاهى وادۀ سندره

۱زړۀ کښې مې وګرځېدله څۀ ښکلې شان خبره

د بادشاه په حقله زۀ وايم ښۀ غوندې سندره،

د ماهر ليکوال په شان قلم دے زما ژبه.

۲په ټولو سړو کښې د هر چا نه ښائسته يې تۀ

ستا د خولې خبرې ښکلې ملغلرې دى،

د تل دپاره تۀ خُدائ بختور کړے يې.

۳خپله تُوره دې راواخله اے جنګياليه،

تۀ ډېر شان او شوکت او دبدبه لرې.

۴په خپله دبدبه او جلال کښې راشه د کاميابۍ دپاره،

چې د حقيقت، عاجزۍ او اِنصاف شې طرفداره

ستا ښے لاس دې تا ته يروونکى او عجيبه کارونه کړى در زده

۵ستا تېرۀ غشى دې د دشمنانو زړۀ غوڅ کړى،

ستا په پښو کښې دې ټول قومونه راګزار شى.

۶اے پاکه خُدايه، ستا تخت، به تر ابده پاتې وى،

د اِنصاف امسا به ستا د بادشاهۍ امسا وى.

۷تۀ د صداقت سره مينه او د شرارت نه نفرت کوې،

نو ځکه خُدائ پاک، ستا خُدائ پاک تۀ د خوشحالۍ په تېلو مسح کړے يې.

او تۀ يې په خپلو دوستانو کښې اوچت کړے يې.

۸ستا د جامو نه د مصالحو، د پيپل او کيکر عطرو خوشبوئى راځى،

ستا په ښکلې محلونو کښې سازونه د رباب تا خوشحالوى.

۹ستا عزتمندو ښځو کښې د بادشاهانو لوڼه شاملې دى،

د اوفير د زرو ډکه مَلِکه دې ښى لاس ته ولاړه ده.

۱۰اے شهزادګۍ، ما ته غوږ شه، څۀ چې درته زۀ وايم په هغې غور وکړه،

د خپل پلار کور او خپل خلق هېر کړه.

۱۱ستا ډول او سنګار به بادشاه خپل طرف ته راکاږى،

ځکه چې هغه ستاسو مالِک دے د هغۀ تابعدارې اوسئ.

۱۲تا له د ډالو سره د صور خلق به راشى،

دولتمند خلق به ستا مهربانى غواړى.

۱۳شهزادګۍ به په محل کښې ښکلې ښکارى،

د سرو زرو تارونو نه يې جامې دى جوړې شوې.

۱۴د ګُلکارۍ په جامو کښې يې بادشاه له راوستله،

پېغلې ملګرې هم ورسره راروانې دى.

۱۵خاندى خوشحاليږى راروانې دى،

او د بادشاه محل ته رادننه شى.

۱۶ستا زامن به د خپل پلار نيکۀ په شان بادشاهان جوړ شى،

تۀ به هغوئ په ډېرو مُلکونو حکمرانان جوړ کړې.

۱۷نسل در نسل به زۀ ستا نوم د عزت قابل کړم،

نو قومونه به تر ابده پورې ستا ثناء خوان وى.