Yousafzai
The first book of the Torah

Genesis 42

د حضرت يوسف د وروڼو غلې پسې مِصر ته تلل

۱چې کله يعقوب خبر شو چې په مِصر کښې غله شته، هغۀ خپلو زامنو ته ووئيل چې، ”ولې يو بل ته ګورئ؟ ۲ګورئ، ما اورېدلى دى چې په مِصر کښې غله شته، هلته لاړ شئ او لږه واخلئ چې ژوندى پاتې شُو او د لوږې نه مړۀ نۀ شُو.“ ۳نو د يوسف لس مېرنى وروڼه د غلې اخستلو دپاره مِصر ته لاړل، ۴خو يعقوب د يوسف سکه ورور بنيامين د هغوئ سره ونۀ لېږلو، ځکه چې هغه په دې يرېدو چې څۀ نقصان به ورته ورسيږى. ۵نو د يعقوب زامن د نورو خلقو سره غلې اخستلو دپاره راغلل ځکه چې د کنعان په مُلک کښې قحط وو. ۶يوسف د مِصر د مُلک د مشر په توګه د ټولې دُنيا په خلقو باندې غله خرڅوله. نو د يوسف وروڼه راغلل او د هغۀ په مخکښې ټيټ شول او خپل سرونه يې ورته په زمکه ولګول. ۷يوسف خپل وروڼه وليدل، هغۀ دوئ وپېژندل، خو ځان يې داسې کړو لکه چې هډو دوئ پېژنى نه. او د هغوئ سره يې سختې خبرې کولې، ”تاسو د کوم ځائ نه راغلى يئ؟“ هغوئ ورته ووئيل، ”صاحِبه، مونږ د خوراک اخستلو دپاره د کنعان نه راغلى يُو.“ ۸اګر چې يوسف خپل وروڼه وپېژندل، خو هغوئ هغه ونۀ پېژندو. ۹هغۀ ته هغه خوبونه راياد شول کوم يې چې د هغوئ په حقله ليدلى وُو او ورته يې ووئيل، ”تاسو جاسوسان يئ، تاسو زمونږ د مُلک کمزورى معلومولو له راغلى يئ.“ ۱۰هغوئ جواب ورکړو، ”نه، صاحِبه، مونږ ستا خِدمتګاران د خوراک اخستلو دپاره راغلى يُو. ۱۱مونږ ټول د يو سړى زامن يُو. صاحِبه، مونږ جاسوسان نۀ يُو، مونږ صحيح خلق يُو.“ ۱۲يوسف ورته ووئيل، ”نه، تاسو زمونږ د مُلک کمزورى معلومولو له راغلى يئ.“ ۱۳هغوئ ورته ووئيل، ”صاحِبه، مونږ دولس وروڼه وُو. د کنعان په مُلک کښې د يو سړى زامن يُو. يو ورور مو مړ دے او کشرے ورور مو اوس د خپل پلار سره دے.“ ۱۴يوسف ورته ووئيل، ”هم دغه شان ده لکه چې څنګه ما ووئيل تاسو جاسوسان يئ. ۱۵نو اوس زۀ تاسو په دې طريقې سره معلوموم چې په رښتيا سره تاسو څوک يئ. زۀ د فِرعون په سر قسم کوم چې تاسو به تر هغې پورې لاړ نۀ شئ چې ترڅو ستاسو کشرے ورور دلته راغلے نۀ وى. ۱۶تاسو يو کس لاړ شئ او هغه راولئ. تاسو باقى نور به په قېدخانه کښې واچولے شئ چې ستاسو دا خبره معلومه کړے شى چې تاسو رښتيا وايئ کۀ نۀ. ګنې، د فِرعون په سر مې قسم دے چې تاسو په رښتيا جاسوسان يئ.“ ۱۷بيا درې ورځې يې هغوئ ټول په قېدخانه کښې بند کړل. ۱۸په درېمه ورځ يوسف هغوئ ته ووئيل، ”زۀ د خُدائ پاک نه يرېږم او زۀ به تاسو په يو شرط ژوندى پرېږدم. ۱۹چې دا ثابِته شى چې تاسو رښتونى يئ، ستاسو نه به يو کس په قېدخانه کښې بند وى، باقى نور ټول تلے شئ او چې کومه غله تاسو اخستې ده هغه خپلو قحط وهلو خلقو له يوسئ. ۲۰خو تاسو به خامخا خپل کشرے ورور ما له راولئ. د دې نه به دا ثابِته شى چې تاسو رښتيا وايئ او زۀ به تاسو نۀ وژنم.“ نو هغوئ دې ته راضى شول ۲۱او يو بل ته يې ووئيل، ”دا اوس چې مونږ کړېږُو دا د هغې نتيجه ده چې مونږ د خپل ورور سره څۀ کړى وُو، هغه چې په کوم لوئ مصيبت کښې مونږ وليدلو چې کله هغۀ مِنت زارى کوله، خو مونږ وانۀ ورېدله. دا ځکه اوس مونږ په دې تکليف کښې راګېر يُو.“ ۲۲روبين ووئيل، ”ما تاسو ته وئيل چې هلک له تکليف مۀ ورکوئ، خو تاسو وانۀ ورېدل. او اوس به زمونږ نه د هغۀ د وينې حِساب غوښتے شى.“ ۲۳هغوئ ته پته ونۀ لګېده چې يوسف د دوئ په خبرو پوهيږى، ځکه چې هغۀ د هغوئ سره د يو ترجمان په ذريعه خبرې کولې. ۲۴يوسف د هغوئ نه لاړو او په ژړا شو. چې کله هغۀ د ژړا نه پس خبرې کولې نو راواپس شو، شمعون يې رابېل کړو او د هغوئ په مخکښې يې وتړلو.

د حضرت يوسف د وروڼو واپس کنعان ته تلل

۲۵يوسف حُکم ورکړو چې د هغۀ د وروڼو بوجۍ د غلې نه ډکې کړئ، د هر يو کس روپۍ واپس د هغۀ په بوجۍ کښې کېږدئ او هغوئ له د سفر دپاره خوراک هم ورکړئ. او هم دغه شان يې ورسره وکړل. ۲۶د هغۀ وروڼو چې کومه غله اخستې وه د هغې نه يې خپل خرونه بار کړل او بيا دوئ لاړل. ۲۷چې کله په سرائى کښې يو کس خپله بوجۍ کولاو کړه چې خپل خرۀ له خوراک ورکړى نو د بوجۍ په خولۀ کښې يې روپۍ وليدلې. ۲۸هغۀ خپل وروڼه راوغوښتل، ”دېخوا وګورئ، ما ته يې خپلې روپۍ واپس کړې دى، دا دى زما په بوجۍ کښې دى.“ د هغوئ ساه ډُوبه شوه او ويرېدل او هغوئ د يو بل نه پوښتنه وکړه چې، ”دې خُدائ پاک لا مونږ سره څۀ وکړل؟“ ۲۹چې کله دوئ په کنعان کښې خپل پلار يعقوب له راغلل، هغوئ هغۀ ته هر څۀ ووئيل چې د هغوئ سره شوى وُو، ۳۰”د مِصر مشر مونږ سره سختې خبرې کولې او هغۀ په مونږ اِلزام ولګولو چې مونږ د هغۀ په مُلک کښې جاسوسى کوُو. ۳۱مونږ ورته ووئيل چې مونږ جاسوسان نۀ يُو مونږ صحيح خلق يُو. ۳۲مونږ ټول دولس وروڼه د يو پلار زامن وُو. يو ورور مو مړ دے او کشرے ورور مو د پلار سره په کنعان کښې دے. ۳۳هغه سړى مونږ ته ووئيل، يو کس زما سره پاتې شئ نو ما ته به پته ولګى چې تاسو صحيح خلق يئ، او باقى نور به خپلو نهَرو کورَنو له غله واخلئ او لاړ شئ. ۳۴خپل کشرے ورور ما له راولئ. بيا به ما ته پته ولګى چې تاسو جاسوسان نۀ يئ او صحيح خلق يئ، زۀ به تاسو له خپل ورور در‌واپس کړم او بيا تاسو دلته پاتې شئ او سوداګرى کوئ.“ ۳۵نو چې کله هغوئ خپلې بوجۍ تشولې نو هر يو کس د روپو کڅوړې وموندلې، او چې روپۍ يې وليدلې، نو هغوئ او د هغوئ پلار ويرېدل. ۳۶خپل پلار يعقوب هغوئ ته ووئيل، ”تاسو ما د ټولو زامنو نه خلاصول غواړئ څۀ؟ يوسف لاړو، شمعون لاړو، او اوس به تاسو بنيامين هم بوځئ. دا ټول تکليفونه په ما راغلى دى.“ ۳۷روبين خپل پلار ته ووئيل، ”کۀ بنيامين ما واپس تا له رانۀ وستلو، نو تۀ زما دوه زامن ووژنه. بنيامين زما په حواله کړه او زۀ به يې واپس تا له راولم.“ ۳۸خو يعقوب ووئيل، ”زما زوئ به ستاسو سره نۀ ځى، د هغۀ ورور مړ دے او هغه اېک يواځې پاتې دے. په لار کښې به په هغۀ څۀ وشى. زۀ ضعيف سړے يم او چې تاسو ما په کوم غم آخته کوئ نو ما سپين‌ږيرے به قبر ته ولېږئ.“