Yousafzai
The second book of the Torah

Exodus 23

عدل او اِنصاف

۱د دروغو خبر مۀ خوروئ او د دروغو ګواهۍ په ذريعه د يو مجرم کس مدد مۀ کوئ. ۲د ډېرو خلقو په بد عمل کښې يا د قانون ماتولو په ګواهۍ کښې ملګرتيا مۀ کوئ او بې‌اِنصافى مۀ کوئ. ۳په يوه مقدمه کښې د يو غريب سړى ناجائزه طرفدارے مۀ کوئ. ۴کۀ تاسو د خپل دشمن غوا يا خر ووينئ چې لار يې غلطه کړې وى، نو هغۀ له يې خامخا واپس ورولئ. ۵کۀ د هغۀ خر ووينئ چې د بار لاندې پرېوتلے وى، نو د خر په پاڅولو کښې د هغۀ مدد وکړئ، او ځان پرې مۀ ناغرضه کوئ. ۶چې کله يو غريب سړے په عدالت کښې حاضر شى نو د هغۀ سره بې‌اِنصافى مۀ کوئ. ۷د دروغو اِلزام مۀ لګوئ او يو صادق او بې‌ګناه سړے مۀ وژنئ، ځکه چې څوک داسې بد عمل وکړى نو زۀ به هغه نۀ پرېږدم. ۸رشوت مۀ اخلئ، ځکه چې رشوت بينا خلق ړندوى او حق نۀ ګورى او رشوت د صادقانو په خبرو کښې هم چالاکى پېدا کوى. ۹د يو مسافر سره بد سلوک مۀ کوئ، تاسو ته پته ده چې د يو مسافر په زړۀ څۀ تېريږى، ځکه چې تاسو هم د مِصر په مُلک کښې مسافر وئ.

د سبت ورځې دپاره قانون

۱۰شپږ کاله خپله زمکه کَرئ او فصل ترې نه رېبئ. ۱۱خو په اوؤم کال يې شاړه پرېږدئ او چې څۀ په کښې شوى وى هغه ترې نه مۀ رېبئ، چې څۀ په کښې پاتې وى نو هغه به غريبانان خلق او ځنګلى ځناور وخورى. د انګورو او زيتُونو د باغونو سره هم دغه شان وکړئ. ۱۲په هفته کښې شپږ ورځې کار کوئ، خو په اوومه ورځ کار مۀ کوئ، د دې دپاره چې ستاسو غلامان او هغه مسافر چې ستاسو دپاره کار کوى او داسې ستاسو څاروى به هم آرام وکړى. ۱۳چې ما مالِک خُدائ تاسو ته څۀ وئيلى دى په هغې عمل کوئ. د نورو معبودانو عبادت مۀ کوئ او نۀ چې ستاسو د خولې نه د هغوئ د نومونو ذکر واورم.

درې اخترونه

۱۴زما د درناوى دپاره په کال کښې درې ځله اختر کوئ. ۱۵چې ما څنګه حُکم درکړے دے هم هغه شان د ابيب په مياشت کښې، تاسو د پتيرې روټۍ اختر کوئ، دا هغه مياشت ده چې تاسو په کښې د مِصر نه راووتلئ. د دې اختر په اووۀ ورځو کښې تاسو پتيره روټۍ خورئ. او هيڅ څوک به هم زما په حضور کښې خالى لاسونه نۀ حاضريږى. ۱۶چې کله تاسو خپل فصلونه رېبل شروع کوئ، نو د لَو کولو اختر کوئ په خپلو پټو کښې چې تاسو کوم تخم کَرلے وى نو د هغه فصل وړومبے پېداوار پېش کوئ او چې کله تاسو خپل فصل د پټو نه راټول کړئ نو په خزان کښې د فصل راټولولو اختر کوئ. ۱۷هر کال په دې درېو اخترونو کښې دې خامخا ستاسو ټول نران مالِک خُدائ ستاسو د خُدائ پاک عبادت له راځى. ۱۸چې کله تاسو يو ځناور قربانى کوئ او د هغۀ وينه ما ته پېش کوئ نو خمبيره روټۍ ورسره مۀ پېش کوئ. په دې اخترونو کښې چې کوم ځناور ما ته قربانى شى د هغوئ وازګه دې د سحر پورې نۀ شى پرېښودلے. ۱۹هر کال د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک، کور ته د خپلې زمکې نه رېبلے شوې وړومبۍ غله راوړئ. د چېلۍ بچے د خپلې مور په پيو کښې مۀ پخوئ.

لار ښودنه او وعدې

۲۰ګورئ، زۀ به ستاسو نه وړاندې يوه فرښته درولېږم چې په لار کښې ستاسو حِفاظت کوى او هغه ځائ ته مو راولى کوم چې ما تيار کړے دے. ۲۱هغې ته پام کوئ او د هغې خبرې ته غوږ نيسئ. د هغې خِلاف بغاوت مۀ کوئ، ځکه چې هغې له مې پوره اختيار ورکړے دے او هغه به ستاسو بغاوت معاف نۀ کړى. ۲۲خو کۀ تاسو په رښتيا سره د هغې خبره ومنئ او هغه هر څۀ وکړئ چې ما حُکم درکړے دے، نو زۀ به ستاسو د دشمنانو سخت دشمن يم. ۲۳زما فرښته به ستاسو په وړاندې روانه وى او تاسو به د اموريانو، حِتيانو، فرزيانو، کنعانيانو، حِويانو او د يبوسيانو مُلک ته بوځى او زۀ به هغوئ تباه کړم. ۲۴د هغوئ معبودانو ته سجده مۀ لګوئ او مۀ يې عبادت کوئ او د هغوئ طريقې مۀ خپلوئ او د هغوئ بُتان مات کړئ او د هغوئ د کاڼو مقدسې ستنې وغورزوئ. ۲۵کۀ تاسو زما، مالِک خُدائ د ستاسو خُدائ پاک عبادت کوئ، نو زۀ به ستاسو په خوراک او اوبو کښې برکت واچوم او د ټولو بيماريانو نه به مو بچ وساتم. ۲۶ستاسو په مُلک کښې به د يوې ښځې هم بچى نۀ ضائع کيږى او يوه ښځه به هم شنډه نۀ وى. زۀ به تاسو له اوږد عُمر درکړم. ۲۷زۀ به په هغه خلقو خپله يره راولم چې کوم ستاسو مخالفت کوى، زۀ به هغه خلق په وارخطايۍ آخته کړم د کومو خلقو سره چې تاسو جنګ کوئ او زۀ به ستاسو ټول دشمنان ستاسو نه وزغلوم. ۲۸زۀ به ستاسو په دشمنانو وارخطائى راولم، چې تاسو مخ په وړاندې ځئ نو زۀ به حِويان، کنعانيان او حِتيان ستاسو د مخې نۀ لرې کړم. ۲۹زۀ به هغوئ په يو کال کښې نۀ وباسم، کۀ ما داسې وکړل، نو زمکه به ويجاړه شى او هلته به ډېر زيات ځنګلى ځناور وى. ۳۰خو زۀ به هغوئ ورو ورو وباسم، تر دې پورې چې تاسو زيات شئ او هغه زمکه ستاسو خپله شى. ۳۱زۀ به ستاسو د زمکې سرحدونه د بحرِقُلزم نه واخله د مديترانى د سمندر پورې او د بيابان نه د فرات سيند پورې خوارۀ کړم. زۀ به د هغې زمکې اوسېدونکى ستاسو په لاس کښې درکړم او چې تاسو مخ په وړاندې ځئ نو هغوئ به وشړئ. ۳۲د هغوئ يا د هغوئ د معبودانو سره لوظ مۀ کوئ. ۳۳هغوئ خپل مُلک کښې اوسېدو ته مۀ پرېږدئ، کۀ تاسو پرېښودل نو هغوئ به تاسو دوکه کړى او زما خِلاف ګناه کولو ته به مو جوړ کړى. کۀ تاسو د هغوئ د معبودانو عبادت وکړئ نو دا به ستاسو دپاره يو دام جوړ شى.“