Yousafzai

MAJOR PROPHETS

Jeremiah 28

حضرت يرمياه او حننياه نبى

۱د يهوداه د بادشاه د صدقياه د بادشاهۍ په تازه ورځو کښې په هم هغه کال په پينځمه مياشت په څلورم کال د جبعون د ښار يو پېغمبر د عزور زوئ حننياه د مالِک خُدائ په کور کښې د اِمامانو او د خلقو په وړاندې ما ته خبرې وکړې او راته يې وفرمائيل چې، ۲مالِک خُدائ ربُ الافواج، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې، ”زۀ به د بابل د بادشاه جغ مات کړم چې بوج يې په خلقو باندې دے. ۳زۀ به په دوو کالو کښې دننه دننه د مالِک خُدائ د کور هغه ټول مقدس څيزونه واپس دې ځائ ته راوړم کوم چې نبوکدنضر بادشاه بابل ته وړلى وُو. ۴زۀ به هم د يهوداه بادشاه د يهويقيم زوئ يهوياکين سره د يهوداه د هغه ټولو خلقو واپس دې ځائ ته راولم کوم چې په بابل کښې جلاوطن دى. بې‌شکه چې زۀ به د بابل د بادشاه جغ مات کړم. مالِک خُدائ دا فرمائى.“ ۵بيا يرمياه پېغمبر د اِمامانو او د هغه ټولو خلقو په مخکښې کوم چې د مالِک خُدائ په کور کښې ولاړ وُو حننياه نبى ته داسې جواب ورکړو، ۶هغۀ وفرمائيل چې، ”آمين. مالِک خُدائ دې هم داسې وکړى. هغه دې ستا پېشګوئې پوره او رښتيا کړى چې هغه به دوباره ټول د مالِک خُدائ د کور سامان سره د هغه کسانو چې بابل ته قېديان بوتلے شوى دى دلته واپس راولى. ۷خو اوس تۀ هم هغه خبرو ته کومې چې زۀ تا ته د ټولو خلقو په وړاندې کوم غوږ ونيسه. ۸زما او ستا نه ډېر وړاندې پخوانو نبيانو دا پېشګوئې کړې ده چې په ډېرو مُلکونو او لويو بادشاهتونو به جنګ، قحط او وبا راځى. ۹خو کوم يو پېغمبر چې د خير او سلامتۍ پېشګوئې کوى نو هغه به په رښتيا سره په دې وپېژندلے شى چې د مالِک خُدائ له طرفه رالېږلے شوے دے کله چې د هغۀ پېشګوئې رښتيا شى.“ ۱۰نو بيا حننياه د يرمياه نبى د غاړې نه جغ لرې کړو او ټوټه ټوټه يې کړو، ۱۱او حننياه ټولو خلقو ته وفرمائيل چې، ”مالِک خُدائ فرمائى، زۀ به په دوو کالونو کښې دننه هم دغه شان د نبوکدنضر بادشاه جغ چې کوم هغۀ د ټولو قومونو په غاړه کښې اچولے دے لرې کړم.“ په دې خبره يرمياه د هغه ځائ نه لاړو. ۱۲نو بيا څۀ موده وروستو کله چې حننياه پېغمبر د يرمياه پېغمبر د څټ نه جغ مات کړو، نو بيا د مالِک خُدائ کلام په يرمياه پېغمبر نازل شو چې، ۱۳”لاړ شه او حننياه ته ووايه چې، مالِک خُدائ فرمائى، تا خو د لرګى جغ مات کړو، خو د دې په ځائ به مالِک خُدائ د خلقو په غاړه کښې د اوسپنې جغ واچوى. ۱۴مالِک خُدائ، ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې، زۀ به د دې ټولو قومونو په غاړه کښې د اوسپنې جغ واچوم ترڅو چې هغوئ د بابل د بادشاه نبوکدنضر خِدمت وکړى. مالِک خُدائ فرمائيلى دى، تر دې چې زۀ به د ځنګل په ځناورو باندې هم نبوکدنضر ته اختيار ورکړم چې د هغۀ خِدمت وکړى.“ ۱۵بيا يرمياه نبى حننياه نبى ته وفرمائيل چې، ”حننياه ما ته غوږ شه. مالِک خُدائ تۀ نۀ يې رالېږلے، تۀ دې قوم ته د دروغو نبوت کوې او هغوئ ستاسو په دروغو باندې باور کوى. ۱۶نو ځکه بيا مالِک خُدائ په خپله فرمائى چې، زۀ اوس تا د زمکې د مخ نه اخوا کوم. په هم دې کال کښې به تۀ مړ شې، ځکه چې تا د مالِک خُدائ خلاف د سرکشۍ تعليم ورکړے دے.“ ۱۷نو د هم هغه کال په اوومه مياشت حننياه پېغمبر مړ شو.