Yousafzai
WISDOM & POETRY

Psalm 26

د حضرت داؤد يو زبور

د نېک انسان دُعا

۱اے مالِکه خُدايه، زما د بې‌ګناهۍ په حقله تاسو فېصله وکړئ،

ځکه چې ما تل نېکى کړې ده،

ما په مالِک خُدائ بې‌شکه باور کړے دے.

۲اے مالِکه خُدايه په ما آزمېښت وکړه او تيار مې کړه،

زما د زړۀ او خيالونو آزمېښت وکړه.

۳خو زۀ ستا د بې‌شانه مينې نه همېشه خبر يم،

نو ځکه زۀ ستا د حقيقت په مطابق ژوند تېروم.

۴زۀ د دروغژنو خلقو سره نۀ کښېنم،

نۀ د مُنافقانو سره په لاره ځم،

۵د بدعملو د محفل نه زۀ نفرت کوم

او نۀ زۀ د شريرانو ملګرتيا کوم.

۶زۀ خپل لاسونه د ګناه نه وينځم،

اے مالِکه خُدايه، نو ستا قربان‌ګاه نه به طواف کوم.

۷زۀ به د شکرانې سندرې وايم

او ستا ټول عجيبه کارونه به وايم.

۸زۀ مينه کوم مالِکه خُدايه ستا مقدس کور سره،

چرته چې ستا جلالى حضور اوسيږى هغه ځائ سره.

۹ما د ګناهګارانو سره مۀ حسابوه،

ما د قاتلانو سره مۀ مجرم کوه.

۱۰په ناپاکه منصوبو د هغوئ لاسونه سخا دى،

د رشوت نه ډک هر وخت د هغوئ لاسونه دى.

۱۱خو زۀ داسې نۀ يم، زۀ په دُنيا کښې پاک اوسېږم،

په ما شه مِهربانه او ما بچ کړه.

۱۲زۀ اوس په هوار مېدان ولاړ يم،

زۀ به د ټول جماعت په وړاندې د مالِک خُدائ ثناء صِفت وايم.