Yousafzai
WISDOM & POETRY

Psalm 96

د خُدائ لوئى او جلال

۱مالِک خُدائ ته يوه نوې سندره ووايئ،

اے ټولې دُنيا مالِک خُدائ ته سرود ووايئ.

۲مالِک خُدائ ته سرود ووايئ او د هغۀ د نوم ثناء ووايئ،

او د هغۀ خلاصون هره ورځ بيان کړئ.

۳په قومونو کښې د هغۀ د جلال اعلان وکړه،

د دُنيا په ټولو خلقو کښې د هغۀ د حېرانونکى کارونو غږ وکړئ.

۴ځکه چې مالِک خُدائ لوئ دے او د ثناء صِفت لائق دے،

د ټولو معبودانو نه د هغۀ زياته يره په کار ده.

۵ځکه چې د قومونو نور ټول معبودان تش بُتان دى،

خو مالِک خُدائ آسمانونه جوړ کړى دى.

۶شان او شوکت د هغۀ سره ښائى،

طاقت او جلال د هغۀ په مقدس کور کښې دے.

۷اے د ټولو قومونو کورَنو، د مالِک خُدائ ثناء او صِفت وکړئ،

د مالِک خُدائ لوئى او طاقت بيان کړئ.

۸د مالِک خُدائ هغه لوئى بيان کړئ کومه چې د هغۀ نوم سره ښائى،

د هغۀ دربار ته راشئ او يوه نذرانه راوړئ.

۹د مالِک خُدائ په خپل قدوسيت او شان شوکت کښې عبادت وکړئ،

اے ټولې دُنيا د هغۀ د حضور په وړاندې ولړزېږه.

۱۰په ټولو قومونو کښې دا ووايئ چې، ”مالِک خُدائ بادشاهى کوى.

د دُنيا بنيادونه يې مضبوط کړى دى دا به نۀ خوځيږى.

او په اِنصاف سره به د خلقو فېصلې وکړى.“

۱۱پرېږدئ چې آسمانونه خوشحاله شى او زمکه خوشحالى وکړى،

سمندر او چې هغې کښې هر څۀ دى هغوئ دې خوشحالى وکړى.

۱۲پټى دې هم خوشحالى وکړى او څۀ چې په هغې کښې دى،

نو د ځنګل ټولې ونې به د خوشحالۍ سندرې ووائى،

۱۳دوئ به د مالِک خُدائ په وړاندې سندرې ووائى ځکه چې هغه راروان دے،

هغه د دُنيا د عدالت دپاره راځى،

هغه به په صداقت سره د دُنيا عدالت وکړى،

او د خلقو عدالت به په خپل اِنصاف سره وکړى.