Yousafzai
WISDOM & POETRY

Proverbs 24

نولسم نصيحت

۱د بدکارانو سره حسد مۀ کوه او د هغوئ د دوستانې آرزو مۀ کوه ۲ځکه چې هغوئ په زړۀ کښې د شر او فساد منصوبې جوړوى، او د هغوئ خبرې تل مصيبت جوړوى.

شلم نصيحت

۳يو کور په حِکمت سره جوړيږى، او د پوهې په وجه هغه قائم پاتې کيږى. ۴د عِلم په واسطې سره د هغۀ کوټې د نايابه او قيمتى خزانو سره ښائسته کولے شى.

يويشتم نصيحت

۵يو هوښيار انسان لوئ طاقت لرى، او د عالم قوت ورځ په ورځ نور هم زياتيږى. ۶د جنګ کولو دپاره د ښۀ هدايت ضرورت وى، او د ګڼو مشوره ورکوونکو سره کاميابى يقينى وى.

دوويشتم نصيحت

۷کم عقل هوښيارتيا نۀ شى حاصلولے، ځکه په جرګه کښې د هغۀ خولۀ بنده وى.

درويشتم نصيحت

۸څوک چې بدې منصوبې جوړوى، نو هغه به په دوکه مار مشهور شى. ۹د کم عقلو منصوبې د ګناه نه ډکې وى، او خلق د مسخره کوونکى نه نفرت کوى.

څليريشتم نصيحت

۱۰کۀ تۀ په سخت وخت همت بائيلې، نو تۀ بيا ډېر کمزورے انسان يې.

پينځويشتم نصيحت

۱۱د هغه کس په بچ کولو کښې سستى مۀ کوه څوک چې مرګ ته روان کړے شوے وى، او هغه حلالولو ته مۀ پرېږده. ۱۲کۀ تاسو چرې وايئ، ”مونږ ته خو د دې په حقله څۀ عِلم نشته دے،“ نو هغه څوک چې د زړونو په سوچونو خبر دے نو دا به معلوم نۀ کړى څۀ؟ هغه څوک چې ستا د ژوندون خيال ساتى په دې نۀ پوهيږى څۀ؟ هغه به هر هغه چا ته د خپل عمل په مطابق بدله ورنۀ کړى څۀ؟

شپږويشتم نصيحت

۱۳زما زويه، شهد خوره، ځکه چې دا ښۀ څيز دے، د ګبين د شهدو خوند خوږ وى. ۱۴نو په دې يقين وکړه چې حِکمت هم دغه شان ستا د ځان دپاره خوږ دے، کۀ چرې تۀ يې بيامومې نو دا ستا د راتلونکى ژوند دپاره اُميد دے، او دا اُميد به هيڅکله ستا نه اخوا نۀ شى.

اوويشتم نصيحت

۱۵د بدکارانو غوندې مۀ جوړېږه څوک چې د صادقانو د کور خلاف په انتظار کښې ناست وى، او د هغوئ په کورونو حمله مۀ کوه. ۱۶کۀ څۀ هم چې صادق انسان اووۀ ځله راپرېوځى هغه دوباره راپاڅى، خو د بدکاره دپاره يو افت بس دے.

اتۀويشتم نصيحت

۱۷هرکله چې ستا دشمن راپرېوځى نو په هغۀ باندې خوشحالى مۀ کوه، او کله چې هغه تيندک وخورى نو په هغۀ باندې خپل زړۀ مۀ خوشحالوه. ۱۸نو مالِک خُدائ به ستا دا خوشحالى وګورى او هغه به ستا نه نارضا شى او د هغۀ نه به خپل غضب اخوا کړى.

يو کم دېرشم نصيحت

۱۹د بدکارانو په وجه مۀ پرېشانه کېږه، او مۀ د هغوئ سره حسد کوه، ۲۰ځکه چې د بدعمله سره د آئنده اُميد نشته، او د هغوئ ډيوه په مړه کېدو ده.

دېرشم نصيحت

۲۱زما زويه، د مالِک خُدائ او د بادشاه نه يرېږه، او د باغيانو سره ملګرتيا مۀ کوه، ۲۲ځکه چې دا دواړه به ناڅاپه تباهى ورنازله کړى نو څوک د دې اندازه لګولے شى چې څۀ قسمه تباهى به په دوئ راولېږى؟

د حِکمت نورې خبرې

۲۳هوښياران هم داسې وائى، د عدالت کولو په وخت کښې د چا طرفدارى په کار نۀ ده. ۲۴هر هغه څوک چې يو ګناه ګار ته ووائى چې، ”تۀ بې‌ګناه يې،“ ټول قوم به په دۀ باندې لعنت ووائى او قومونه به يې رسوا کړى. ۲۵خو هغه څوک چې مجرم رټى، نو ډېر برکتونه به په هغوئ نازل شى. ۲۶څوک چې هر وخت رښتينے جواب درکوى هغه اصلى دوست دے. ۲۷خپل بهرنى کارونه اول ختم کړه او خپله د کروندې زمکه تياره کړه، د دې نه وروستو خپل کور جوړوه. ۲۸د ثبوت نه بغېر دې د خپل ګاونډى خِلاف ګواهى مۀ ورکوه، او د هغۀ په حقله د دروغو خبرې مۀ کوه. ۲۹داسې مۀ وايه، ”هغۀ چې ما سره څۀ کړى دى نو زۀ به هم هغه شان ورسره وکړم، او زۀ به ترې نه خپل بدل واخلم.“ ۳۰زۀ د يو ناراسته سړى په پټى تير شوم او د کم عقل د انګورو باغ مې وکتلو، ۳۱په هر ځائ کښې ازغى راختلى وُو، او زمکه ټوله په ډيله باندې ډکه وه، او د کاڼو دېوالونه يې راغورزېدلى وُو. ۳۲ما چې څۀ وليدل نو په خپل زړۀ کښې مې ورباندې سوچ وکړو، او چې څۀ مې وليدل د هغې نه مې سبق زده کړو. ۳۳کۀ يو سړے وائى چې، ”لږ به اودۀ شم، لږې به سترګې پټې کړم، لږ به خپل لاسونه راغونډ کړم چې دمه شم،“ ۳۴خو بيا غريبى به لکه د يو ډاکو په شان په هغۀ باندې ورټوپ کړى، او نيستى به لکه د وسله بند انسان په شان هغه راګېر کړى.