Yousafzai

MINOR PROPHETS

Zechariah 13

د ګناه نه پاکېدل

۱”په هغه ورځ به چينه د داؤد د خاندان او د يروشلم اوسېدونکو دپاره کولاو شى چې دوئ د ګناه او ناپاکۍ نه پاک کړى. ۲په هغه ورځ به زۀ د بُتانو نومونه د مُلک نه ختم کړم، هغوئ به نور نۀ ياديږى،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. ”زۀ به دروغژن پېغمبران او ناپاکه روحونه دواړه د مُلک نه ختم کړم. ۳او کۀ اوس هم څوک پېشګوئې کوى، د هغۀ پلار او مور، چا نه چې هغه پېدا دے، به هغۀ ته وائى، تۀ به ضرور مړ شې، ځکه چې تا د مالِک خُدائ په نوم دروغ ووئيل. کله چې هغه پېشګوئې کوى د هغۀ خپل پلار مور به يې وڅيرى. ۴په هغه ورځ به پېغمبران په پېشګوئې کولو او په رويا بيانولو شرميږى. د پېغمبرانو په ببره چُوغه اچولو به څوک هم نۀ دوکه کوى. ۵هغه به وائى، زۀ پېغمبر نۀ يم. زۀ زميندار يم، زمکه د ځوانۍ نه زما روزګار دے. ۶کۀ څوک ترې نه تپوس وکړى، دا زخمونه ستا په بدن باندې د څۀ دى؟ هغه به جواب ورکړى، دا زخمونه په ما باندې زما د ملګرى کور کښې لګېدلى دى.

شپونکے ووژلے شو، او ګډې خورې ورې شوې

۷اے تُورې، زما د شپونکى خلاف راپاڅه، د هغه سړى خلاف چې زما ملګرے دے.“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. ”زۀ به شپون ووهم، او ګډې به يې خورې ورې شى، او زۀ به خپل لاس د هغوئ خلاف اوږد کړم چې واړۀ دى. ۸په ټول مُلک کښې،“ مالِک خُدائ فرمائى، ”په درېو کښې به دوه مړۀ او تباه شى، درېو کښې به يو پاتې شى. ۹دا درېمه برخه به زۀ اور کښې واچوم، زۀ به دوئ لکه د سپينو زرو په شان صفا کړم او لکه د سرو زرو به يې وآزمائيم. هغوئ به زما په نوم آواز وکړى او زۀ به هغوئ له جواب ورکړم، او زۀ به ووايم چې، دوئ زما خلق دى، او هغوئ به وائى، مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک دے.“