Yousafzai
WISDOM & POETRY

Psalm 67

د موسيقۍ د مشر دپاره: چې د رباب د تارونو سره وغږولے شو، د حمد‌و‌ثناء يو زبور

د شُکر ګزارۍ سرود

۱خُدائ پاک دې په مونږ مهربانه شى او مونږ ته دې برکت راکړى،

او په مونږ دې د خپل مخ نُور وځلوى.

۲او په ټوله دُنيا کښې دې ستا لارې وپېژندلے شى،

ستا د خلاصون نه دې ټول قومونه خبر شى.

۳اے پاکه خُدايه، په ټولو قومونو دې ستا ثناء صِفت بيان شى،

او ټول قومونه دې ستا ثناء خوان شى.

۴ټول قومونه دې ستا خوشحالى وکړى او د خوښې سندرې دې ووائى،

ځکه چې تۀ د قومونو اِنصاف کوې او د دُنيا خلقو ته لارښودنه کوې،

۵ټول قومونه دې ستا ثناء صِفت بيان کړى، اے پاکه خُدايه،

ستا په صِفت دې ټول قومونه ثناء خوان شى.

۶نو بيا به زمکه خپل پېداوار ورکړى،

خُدائ پاک زمونږ خُدائ به مونږ له برکت راکړى.

۷خُدائ پاک به مونږ له برکت راکړى،

او د دُنيا تر آخره ټول خلق به د هغۀ نه ويره وکړى.