د بنى اِسرائيلو يو ځل بيا غورېدل
۱په وړومبۍ مياشت کښې د اِسرائيلو ټول قوم د صين صحرا ته راغلو او په قادِس کښې يې خېمې ولګولې. مريم هلته مړه شوه او دفن شوه. ۲چرته چې هغوئ خېمې لګولې وې هلته اوبۀ نۀ وې، نو خلق په موسىٰ او هارون باندې راغونډ شول ۳او هغوئ وغورېدل چې، ”دا به ښۀ وے چې مونږ د خپلو بنى اِسرائيلو سره د مالِک خُدائ د خېمې په مخکښې مړۀ شوى وے. ۴تاسو مونږ دې صحرا ته د دې دپاره راوستلى يُو چې دلته د خپلو څاروو سره مړۀ شُو؟ ۵تاسو مونږ ولې د مِصر نه راوويستلو او دې خراب ځائ ته مو راوستلو چې دلته هيڅ هم نۀ کيږى؟ نۀ غله دانه، نۀ اينځر، نۀ انګور او نۀ انار شته. د څښلو اوبۀ هم نشته.“ ۶موسىٰ او هارون د خلقو نه لرې لاړل او د خېمې د دروازې په خولۀ کښې ودرېدل. هغوئ پړمخې د عبادت دپاره پرېوتل او د مالِک خُدائ د حضور جلال هغوئ ته راڅرګند شو. ۷مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ۸”هغه امسا واخله چې کومه د لوظ صندوق مخې ته ده او بيا تۀ او هارون ټول قوم راغونډ کړئ. هلته د هغوئ ټولو په مخکښې هغه ګټ ته ووايه او د هغې نه به اوبۀ راوځى. نو داسې تۀ به د خلقو دپاره د ګټ نه اوبۀ راوباسې او هغوئ او د هغوئ ځناور به يې وڅښى.“ ۹موسىٰ لاړو او امسا يې راواخستله، چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے وو. ۱۰موسىٰ او هارون د ګټ په مخکښې ټول قوم راغونډ کړو او موسىٰ وفرمائيل، ”اے باغيانو واورئ. ولې مونږ ستاسو دپاره د دې ګټ نه اوبۀ راوباسو څۀ؟“ ۱۱بيا موسىٰ امسا پورته کړه او دوه ځله يې هغه ګټ پرې ووهلو او ډېرې زياتې اوبۀ ترې نه راووتلې او ټولو خلقو او ځناورو وڅښلې. ۱۲خو مالِک خُدائ موسىٰ او هارون ته وفرمائيل، ”تاسو په ما ايمان نۀ لرلو چې زما مقدس طاقت مو د بنى اِسرائيلو په مخکښې څرګند کړے وے، نو اوس تاسو به هغوئ هغه مُلک ته بونۀ ځئ چې ما يې د ورکولو وعده کړې ده.“ ۱۳د دې ځائ نوم د مريبه اوبۀ شو، ځکه چې بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ خِلاف شکايت وکړو او هغۀ ورته هلته وښودل چې هغه مقدس دے.
د ادوم بادشاه بنى اِسرائيل تېرېدو ته نۀ پرېښودل
۱۴موسىٰ د قادِس نه ادومى بادشاه له پېغام وړُونکى ولېږل. هغوئ ورته ووئيل، ”دا پېغام ستاسو د خپلوانو، د بنى اِسرائيلو د طرف نه دے. تاسو ته پته ده چې په مونږ کوم تکليفونه تېر شوى دى، ۱۵چې زمونږ پلار نيکۀ څنګه مِصر ته لاړل، هلته مونږ ډېر وخت اوسېدلو. مِصريانو زمونږ د پلار نيکۀ او زمونږ سره بد سلوک کولو، ۱۶او مونږ مالِک خُدائ ته فرياد وکړو. او هغۀ زمونږ فرياد واورېدو او يوه فرښته يې راولېږله، چې د مِصر نه يې راوويستلو. اوس مونږ ستاسو د علاقې سره نزدې په يو ښار قادِس کښې يُو. ۱۷تاسو مِهربانى وکړئ او مونږ پرېږدئ چې ستاسو د مُلک نه تېر شُو. مونږ او زمونږ څاروى به د لارې نه يو خوا بل خوا نۀ اوړُو، نۀ به ستاسو پټو يا د انګورو باغونو ته ورننوځو او نۀ به ستاسو د کُوهو نه اوبۀ څښو. مونږ به په هغه لويه لاره روان يُو او ستاسو علاقې نه به ووځُو.“ ۱۸خو ادوميانو ورته ووئيل، ”تاسو د دې ځائ نه نۀ شئ تېرېدلے. کۀ تاسو داسې وکړل، مونږ به راووځُو او په تاسو به حمله وکړُو.“ ۱۹بنى اِسرائيلو ووئيل، ”مونږ په لويه لاره روان يُو او کۀ مونږ او زمونږ څاروو ستاسو اوبۀ وڅښلې، نو مونږ به د هغې پېسې درکړُو. مونږ صِرف ستاسو په مُلک کښې تېرېدل غواړُو نور هيڅ هم نه.“ ۲۰خو ادوميانو بيا ووئيل، ”تاسو مۀ تېرېږئ.“ او هغوئ د يو طاقتور لښکر سره په بنى اِسرائيلو باندې حملې دپاره راغلل. ۲۱ځکه چې ادوميانو بنى اِسرائيل په خپله علاقه کښې تېرېدو ته نۀ پرېښودل، نو بنى اِسرائيل په بله لار لاړل.
د حضرت هارون مرګ
۲۲د بنى اِسرائيلو ټول قوم د قادِس نه لاړل او د حُور غرۀ ته ورسېدل، ۲۳چې د ادوم په سرحد باندې دے. هلته مالِک خُدائ موسىٰ او هارون ته وفرمائيل، ۲۴”هارون به هغه مُلک ته ورننه نۀ وځى د کوم چې ما بنى اِسرائيلو له د ورکولو وعده کړې ده، هغه به مړ شى، ځکه چې په مريبه کښې تاسو زما د حُکم نه بغاوت کړے وو. ۲۵هارون او د هغۀ زوئ اِلىعزر بره د حُور غرۀ ته بوځه، ۲۶او هلته د هارون نه د اِمامانو لِباس وباسه او اِلىعزر ته يې ورواچوه. هارون به هلته مړ شى.“ ۲۷موسىٰ هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو. هغوئ د ټول قوم په مخکښې د حُور غرۀ ته وختل، ۲۸او موسىٰ د هارون نه د اِمامانو لِباس وويستلو او اِلىعزر ته يې ورواغوستلو. هارون هلته د غرۀ په سر باندې مړ شو او موسىٰ او اِلىعزر د غرۀ نه راکوز شول. ۲۹د اِسرائيلو ټول قوم ته پته ولګېده چې هارون مړ دے او دېرش ورځې هغوئ د هغۀ په غم غمژن وُو.